د سرچینو په وینا، له دې پېښې څلور ورځې تېرېږي، خو د نیول شویو کسانو کورنۍ لا هم د هغوی د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.
سرچینو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) ویلي چې طالبانو د تېرې اوونۍ د «وشا» په نوم د غرنۍ بوټۍ د راټولولو پر سر له رامنځته شوې شخړې وروسته یاد قومي مشران د غور مرکز فیروزکوه ښار ته د خبرو لپاره وربللي وو.
د معلوماتو له مخې، د سیمې اوسېدونکو د طالبانو بلنې ته مثبت ځواب ورکړ او د خبرو لپاره فیروزکوه ته ولاړل، خو تر اوسه بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
سرچینې وایي چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره له هماغې ورځې راهیسې هېڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه شوې او د هغوی د وضعیت په اړه معلومات نشته.
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیولو او همداراز د تیورې ولسوالۍ د وروستۍ شخړې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
ځايي سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې د تیورې ولسوالۍ د زربېد بازار په سیمه کې د غور د اوسېدونکو او د هلمند ولایت د یو شمېر کسانو ترمنځ د «وشا» په نوم د یوې کم پیدا کېدونکي غرنۍ بوټۍ د راټولولو پر سر شخړه شوې وه.
د سرچینو په وینا، هغه کسان چې د دغې بوټۍ د راټولولو لپاره سیمې ته ورغلي وو، د طالبانو له ملاتړ برخمن وو. سرچینې زیاتوي چې طالبانو په دې لانجه کې لاسوهنه وکړه او د یوه لوري په ملاتړ یې شخړه تاوتریخوالي ته واړوله.
د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو پر معترضو اوسېدونکو ډزې هم کړې وې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي وو.
د سیمې اوسېدونکي هر کال د حاصلاتو په موسم کې د «وشا» بوټۍ د راټولولو لپاره غرونو ته ځي او د دې بوټۍ له پلور څخه ترلاسه کېدونکی عاید د ډېرو کورنیو د ژوند د لګښتونو د برابرولو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.