طالبان وایي د ټاپي پروژې ۶۰سلنه چارې بشپړې شوې دي

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي، په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو لېږد نللیکې د غځولو ۸۴ کیلومتره چارې بشپړې شوې او د یادې پروژې عملي کارونه تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ سلنه مخته تللي دي.
