د پاکستان په کراچۍ ښار کې مدني او ټولنیزې فعالې او د ښځو لاريون بنسټ مشرې شيما کرماني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دا او په پاکستان کې نورې د ښځو او بشري حقونو فعالې د افغان مېرمنو سره ولاړې دي، او د خپلواکۍ د مبارزې ملاتړ یې کوي.
هغې وويل، «کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ښځو وضعيت ورځ تر بلې لا پسې خرابيږي او د طالبانو په واک کې افغان مېرمنې د نړۍ په سطحه ټيټي کچې ته راغلې دي».
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تازه تاوتريخوالي د پېښو په تړاو کرماني وویل، «داسې راپورونه ترلاسه کېدل ډېر د خواشينۍ دي، چې د طالبانو د امر بالمعروف لخوا په پټ مخ ښځې نيول کيږي، وهل ټکول او سزاګانې ورته ورکول کيږي، يوازې په دې چې اغستن یې سم نه دی، دا د ښځو سره وحشتناک چلند دی».
شيما کرماني په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او تګ راتګ بنديز په تړاو وویل، «موږ له دې ځای څخه د افغان مېرمنو پر ضد د هر ډول ناوړه چلند پر وړاندې د هغو سره ولاړې یو، موږ د مېرمنو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د دوی سره ولاړې یو، او موږ افغان مېرمنو ته د خپلې خوا ملاتړ او ډاډګېرنه کوو».
هغې افغان مېرمنو او نجونو ته وويل، «موږ تاسو اورو، موږ تاسو وينو او موږ تاسو سره ولاړې يُو، موږ ستاسو د خپلواکۍ او حقونو لپاره غږ پورته کوو، موږ تاسو تل خپلواکې غواړو، تاسو له موږ هېرې نه يئ، موږ ستاسو د مبارزې ملاتړ کوو».
همداراز هغې وويل، «خپلې زړورې مبارزې ته دوام ورکړئ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ».
په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې په افغان مېرمنو او نجونو د زده کړو د بنديزونو سره ګڼ شمېر نور بنديزونه لګول شوي او په وروستیو کې په هرات ولايت کې، د طالبانو لخوا د مېرمنو ځورولو او نيولو راپورونه مخې ته راغلي او د دغه کړنو پرضد بيا اعتراضي لاريونونه شوي او سخت غبرګون ورته ښودل شوی دی.