د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیکیږي

د امریکا او ایران چارواکو اعلان کړی چې دواړو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانستلو پر سر هوکړه کړې ده. هوکړه په رسمي ډول د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک کیږي.

د امریکا او ایران چارواکو اعلان کړی چې دواړو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانستلو پر سر هوکړه کړې ده. هوکړه په رسمي ډول د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له اسلامي جمهوریت سره معامله بشپړه شوې ده او دا یې د اوږدې جګړې د پای ته رسولولپاره مهم ګام بللی دی.
د دې هوکړې له مخې د ټولو پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي درول شامل دي، چې په لبنان کې روانې شخړې هم پکې راځي.
ایران هم ویلي چې د جګړې ټولې جبهې به د دوشنبې له شپې وروسته غلې شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په هوکړه لیک کې د اټومي موضوع د جزییاتو په اړه هېڅ بحث نه دی مطرح شوی او په عمومي ډول دا موافقه شوې چې د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته د ۶۰ ورځو په موده کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مسایلو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې کیږي.

د اسراییل د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی وایي چې اروپایي هېوادونو د روسیې د احتمالي ګواښ له امله د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د اسراییل د توغندیو ضد سیستمونو غوښتنې زیاتې کړې دي او تمه کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به یو نوی لوی قرارداد هم لاسلیک شي.
اسراییل وایي چې تمه لري په نږدې راتلونکي کې اروپایي هېوادونه د خپلو هوايي او توغندیو ضد دفاعي سیستمونو لپاره نور قراردادونه ورکړي، چې لږ تر لږه یو تړون به ښايي په څو اونیو کې وشي.
دا خبره د اسراییل د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي د برلین د هوايي نندارتون په څنډه کې کړې ده.
د اسراییل د توغندیو د دفاع ادارې مشر موشه پټیل ویلي چې په اروپا کې د دغو سیستمونو غوښتنه د روسیې د احتمالي ګواښ له امله زیاته شوې ده.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول لوېدیزه اروپا د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې کوي، څو د منځني واټن بالستیک توغندیو او لنډ واټنه راکټي بریدونو پر وړاندې ځانونه خوندي کړي.
اسراییل تر دې مخکې هم خپل پرمختللي دفاعي سیستمونه اروپا ته صادر کړي دي.
د «ارو» سیستم جرمني اخیستی دی، چې د منځني واټن بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره کارول کېږي او «ډیوډ سلینګ» سیستم فنلنډ ترلاسه کړی، چې د لنډ او منځني واټن ګواښونو پر وړاندې کار کوي.
پټیل ویلي چې د وسلو د غوښتنې زیاتوالی تر ډېره د روسیې او اوکراین د جګړې له امله دی، ځکه په وینا یې، اروپایي هېوادونه د خپلو ښارونو او مهمو سیمو د دفاع لپاره قوي سیستمونو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه د ایران د وضعیت یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دا ډول دفاعي ټکنالوژي د بېلابېلو ګواښونو پر وړاندې ګټوره ده.
هغه زیاته کړې چې یو نوی قرارداد به ښايي په راتلونکو اونیو کې لاسلیک شي او د کال تر پای پورې د نورو هېوادونو له لوري د ورته سیستمونو د اخیستو اعلانونه هم کېدای شي.
د هغه په وینا، دا خبرې اترې د کوچنیو معاملاتو په کچه نه دي، بلکې د لویو دفاعي قراردادونو برخه دي.
په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ اداره له ایران سره د «سولې هوکړې» ته د نږدې کېدو خبره کوي، دغه هوکړه په اسراییل کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. اسراییلي نیوکه کوونکي وایي، چې دغه هوکړه د ایران د حکومت په اړه د دوی مهمې امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې؛ د اسراییل په بېلابېلو سیاسي ډلو کې د دغه وړاندیز شوې هوکړې پر وړاندې غوسه او نارضایتي خپره شوې ده؛ په ځانګړي ډول اسراییل په هغو خبرو اترو کې چې د ټرمپ د ادارې په مشرۍ د امریکا او ایران ترمنځ روانې دي مستقیم رول نهلري.
په راپور کې د اسراییلي «یدیعوت احارانوت» ورځپاڼې یادونه شوې، چې د یکشنبې اصلي سرلیک کې یې دغه وړاندیز شوې هوکړه «ناوړه تړون» بللی دی. د نیویارک پوسټ د راپور له مخې؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ په جوړېدونکې هوکړه کې د نورو ۶۰ ورځو لپاره د اوربند غځول، د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پراخو خبرو اترو لپاره چوکاټ رامنځته کول شامل دي.
امریکا او ایران ویلي، د امریکا په وخت د یکشنبې په ماښام یې د هوکړهلیک پر متن تفاهم کړی او ټاکل شوې چې دغه هوکړهلیک د راتلونکې جمعې په ورځ د دواړو لورو لهخوا لاسلیک شي.
خو اسراییلي نیوکه کوونکي وایي، دغه چوکاټ د هغه اصلي جګړې موخو ته پاملرنه نهکوي چې اسراییل او امریکا د روان کال د مارچ په میاشت کې د ایران د حکومت پر وړاندې پیل کړې وه.
د ورځپاڼې په وینا؛ بنیامین نتنیاهو د جګړې په پیل کې ویلي و، چې د اسراییل موخه د ایران د اټومي پروګرام او د بالستیک توغندیو له امله د رامنځته شويو «ګواښونو» لهمنځه وړل دي. اسراییلي مشرانو هم څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې تهران دې په سیمه کې د خپلو متحدو ډلو لکه: د لبنان حزبالله، د فلسطین حماس او د یمن حوثیانو ملاتړ پای ته ورسوي.
خو د اسراییل پخوانی دفاع وزیر او د ښي اړخي سیاست مهمه څېره اویګدور لیبرمن وایي، دا موخه په اوسنۍ هوکړه کې نه ښکاري. هغه د یکشنبې په ورځ پر خواله رسنیو لیکلي: «دغه هوکړه د اسراییل له نظره یوه فاجعه ده».
نیویارک پوسټ همدارنګه د یوه اسراییلي چارواکي په حواله چې د هوکړې له جزییاتو خبر دی راپور ورکړی، چې وړاندیز شوی اوربند د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه هېڅ روښانه ځواب نه ورکوي او د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې کافي محدودیتونه نه لګوي.
دغه سرچینه زیاتوي، اسراییلي چارواکي له دې امله هم اندېښمن دي چې دغه هوکړه به د ایران حکومت ته د مالي سرچینو د بیا راستنېدو لاره هواره کړي؛ په داسې حال کې چې د دوی په نظر باید داسې شرایط رامنځته شوي وای، چې د ایران حکومت کمزوری یا حتی ړنګ شي.
د دغه چارواکي په وینا؛ د هوکړې په متن کې داسې روښانه مېکانیزم هم نهشته، چې ایران دې د سیمې له متحدو ډلو سره د ملاتړ پرې کولو ته اړ کړي. د بنیامین نتنیاهو پخوانی د ملي امنیت سلاکار یعقوب ناګل هم ویلي: «هر څه چې وشي، ولسمشر ټرمپ به اعلان وکړي چې بریالی شوی او بشپړه بریا یې ترلاسه کړې ده».
هغه همدارنګه ټینګار کړی، د ایران بالستیک توغندیو موضوع او په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو ملاتړ په ښکاره ډول په اوسنۍ هوکړه کې ځای نهلري او یوازې ژمنه شوې چې په راتلونکو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.
دغه راپور د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته هم اشاره کوي. د نیویارک پوسټ په وینا؛ د اسراییل غوسه هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې ټرمپ د بیروت ترڅنګ د اسراییل پر هوایي بریدونو نیوکه وکړه. دغه بریدونه وروسته له هغې وشول، چې حزبالله د اسراییل پر لور توغندي ووېشتل.
ټرمپ په یوه مرکه کې له فاکس نیوز سره څرګنده کړه، چې هغه د نتنیاهو سره په تماس کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په اړه ویلي:«ته څه کوې؟» دغه جمله د امریکا د ولسمشر د اسراییلي اقدام په اړه د نارضایتۍ نښه بلل شوې ده.
نیویارک پوسټ لیکي، سره له دغه اختلافونو نتنیاهو تراوسه له ټرمپ سره د ایران د حکومت په اړه د خبرو پر سر له ښکاره ټکر څخه ډډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې هغه په کور دننه له زیاتېدونکي سیاسي فشار، د واکمن اېتلاف له ستونزو او د اسراییل د عمومي ټاکنو له نږدې کېدو سره هم مخ دی چې تمه کېږي د اکتوبر تر پایه ترسره شي.
د ورځپاڼې په وینا؛ اسراییلي نیوکه کوونکي اندېښمن دي چې اوسنۍ هوکړه د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام، د سیمې د متحدو وسلهوالو ډلو شبکې او د ایران د اټومي توکو وروستي برخلیک ته له کتنې پرته تهران ته دا فرصت ورکوي چې خپلې مالي سرچینې او پوځي وړتیا بیا پیاوړې کړي. داسې موضوع چې د دوی په نظر کولی شي په راتلونکي کې د اسراییل پر وړاندې امنیتي ګواښونه پر ځای وساتي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت سره د امریکا هوکړه نهايي شوې ده. ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي: «ټولو ته مبارکي وایم. له ایران اسلامي جمهوریت سره هوکړه اوس نهايي شوې ده.»
نوموړي همداراز د ټروټ سوشل خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي، چې د هُرمز تنګي د پرانیستلو امر یې کړی او ویلي یې دي چې نور به د تېر په څېر د تېرېدو لپاره محصول نه اخیستل کېږي. هغه زیاته کړې چې د امریکا له لوري د لګول شوې سمندري محاصرې د لغوه کولو امر هم ورکړل شوی دی.
د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي: «د نړۍ کښتۍ دې خپل انجنونه چالان کړي، پرېږدئ چې نفت جریان ومومي.»
د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت یا نورو اړخونو له لوري رسمي تایید یا غبرګون نه دی ورکړل شوی.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه لا هم بېباوري او ترینګلتیا موجوده ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه تازه بیان کې ویلي چې د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د «سولې هوکړه» ترلاسه شوې ده.
نوموړي د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ له اوږدو او خلاصه خبرو وروسته دا هوکړه شوې او د جګړو د پای ته رسېدو پرېکړه شوې ده.
شریف ویلي چې دواړو خواوو د ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول د لبنان په ګډون، د نظامي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای اعلان کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې د دې هوکړې رسمي لاسلیک به د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.
هغه همداراز ویلي چې د دې پرمختګ په ترلاسه کولو کې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب هڅې مهمې وې او د هغوی له رول څخه یې مننه کړې ده.
شهباز شریف ویلي چې د هوکړې له نهايي کېدو وروسته به منځګړي په روانه اوونۍ کې یو لړ ناستې ترسره کړي څو د تخنیکي خبرو او د رسمي لاسلیک لپاره زمینه برابره شي.
تر اوسه پورې د امریکا او ایران له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي او خپلواک تایید نه دی شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو او له ایران سره تړون ته د نږدې کېدو یادونه کړې ده.
د کریملین د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د اوکراین جګړې پای ته رسول «حیاتي او مهم» دي او هغه چمتو دی په دې برخه کې مرسته وکړي.
اوشاکوف د روسي خبري اژانسونو له قوله ویلي، ټرمپ پوتین ته دا هم ویلي چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه یو توافق نږدې بشپړېدو ته رسېدلی او د کرېملین مشر له دې پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې پوتین ټرمپ ته د هغه د ۸۰مې کلیزې مبارکي په غیر رسمي ډول ورکړې ده.