اسراییل وايي اروپايي هېوادونه ترې د توغندیو ضد سیستمونه پېري

د اسراییل د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی وایي چې اروپایي هېوادونو د روسیې د احتمالي ګواښ له امله د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د اسراییل د توغندیو ضد سیستمونو غوښتنې زیاتې کړې دي او تمه کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به یو نوی لوی قرارداد هم لاسلیک شي.
