• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: په افغانستان کې د پاکو اوبو پروژو د ماشومانو د ژوند پر کیفیت مثبت اغېز کړی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي د پراخولو پروژې د ماشومانو او کورنیو پر ژوند مثبت بدلون راوستی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کوریا د بهرنیو چارو وزارت په مالي او تخنیکي ملاتړ د هېواد په بېلابېلو زیانمنونکو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې پراخې شوې دي، چې له امله یې اوس ډېری کورنۍ د نل له لارې پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

یونیسف وايي، دا پروژې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې عملي شوي چې مخکې پکې خلک اړ وو د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي، چې دا وضعیت د ماشومانو پر روغتیا او د هغوی پر زده‌کړو هم اغېزمن و.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د پاکو اوبو د شبکو پراختیا نه یوازې د کورنیو ورځنی ژوند اسانه کړی، بلکې د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو په کمېدو کې هم مرسته کوي.

د یونیسف د افغانستان دفتر استازي تاج‌الدین اویوواله هم ویلي چې په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د بیړنیو بشري مرستو ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شوې دي.

یونیسف ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دوامداره پراختیایي مرستو د دوام لپاره د نړیوالو ملاتړ ضروري دی، څو ماشومان او کورنۍ د پاکو اوبو له اساسي حق څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

له هراتي ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ د هرات طالب والي له درېیو ورځو راهیسې کابل کې دی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
له هراتي ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ د هرات طالب والي له درېیو ورځو راهیسې کابل کې دی
100%

د هرات لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار په دغه ولایت کې د وړمې شنبې په ورځ د حجاب په پلمه د ښځو د نیول کېدو بهیر له پیلېدو یوه اونۍ وروسته (د تېرې شنبې په ورځ) کابل ته تللی او له ۳ ورځو راهیسې لا هم کابل کې دی. هغه له سلام حنفي سره د کتنې ترڅنګ له ملا حسن اخوند سره کتلي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوراحمد اسلام‌جار په کابل کې د طالبانو له رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې د لویدیځ زون او هرات ولایت د بنسټیزو پروژو د پرمختګ او اقتصادي ودې په اړه یې خبرې اترې وکړې.

سره له دې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د دغې لیدنې په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د هرات د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په یاده کتنه کې د ښځو پر وړاندې د شوي تاوتریخوالي په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د هرات د لاریونونو په لړ کې د طالبانو والي کابل ته سفر کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو د وړمې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشومان په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

له هراتۍ ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ سلام حنفي د هرات د والي کړنې ستایلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

سره له دې چې په کور دننه د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې د لاریونونو څپې درېدلي، خو له هېواده بهر لا هم له هراتۍ ښځو سره د شوي تاوتریخجن چلند او ملاتړ په تړاو اعتراضونه او لاریونونه روان دي.

له دې سره سم، په جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۲مه غونډه کې به د افغانستان د بشري وضعیت د ارزونې تر څنګ په هرات کې له ښځو سره شوی تاوتریخجن چلند هم وارزول شي.

فوزیه کوفي: خوښه یم چې د طالبانو موقف له «بالفعل چارواکو» «اړوندو چارواکو» ته راټيټ شوی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱
فوزیه کوفي: خوښه یم چې د طالبانو موقف له «بالفعل چارواکو» «اړوندو چارواکو» ته راټيټ شوی
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې، طالبانو ته د ډیفاکټو یا بالفعل چارواکو پر ځای، د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارول شوې ده. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي له «بالفعل چارواکو» «اړوندو چارواکو» ته د طالبانو د موقف د راټيټېدو په تړاو خوښي څرګنده کړې ده.

فوزیې کوفي د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «خوشحاله یم چې په کارول شوې ژبه کې د طالبانو موقف له بالفعل (ډیفاکټو) چارواکو څخه «اړوندو چارواکو» (relevant authorities) ته راټیټ شوی دی».

کوفي وړاندیز کړی، چې یوناما د تصویب شوي پرېکړه لیک له‌مخې خپل مکلفیتونه پیاوړي کړي او د یوه رغونکي تعامل لپاره له ټولو لورو سره اړیکې ټینګې کړي، د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک ملاتړ وکړي او د خپل ماموریت په رڼا کې د خپلو چارو بې‌پرېتوب تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې، طالبانو ته د ډیفاکټو چارواکو پرځای، د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارول شوې ده. امریکا، بریتانیا او فرانسې د ډیفاکټو اصطلاح مخالفت کړی، ځکه ددوی په باور، دا د طالبانو د مشروعیت ناسم برداشت رامنځته کولی شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه د غبرګولي ۲۵) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یو بل کال لپاره وغځاوه. دا مسوده د افغانستان د موضوع د اصلي مسوول په توګه د چین له لوري وړاندې شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په مارچ کې امنیت شورا د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړی وو، چې دا د عادي یو کلن تمدید پر ځای یو استثنايي اقدام بلل کېږي. هغه وخت هم د ماموریت د موثریت او دندو د بیا ارزونې بحث مطرح شوی وو.

شيما کرماني افغان مېرمنو ته؛ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
شيما کرماني افغان مېرمنو ته؛ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ
100%

پاکستان کې یو شمېر د بشري حقونو فعالو مېرمنو په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو ځپلو ته سخت غبرګون ښودلی. د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ښځو لاريون بنسټ مشره شيما کرماني افغان مېرمنو ته په خطاب کې ویلي، مونږ درسره یو «يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ».

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مدني او ټولنیزې فعالې او د ښځو لاريون بنسټ مشرې شيما کرماني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دا او په پاکستان کې نورې د ښځو او بشري حقونو فعالې د افغان مېرمنو سره ولاړې دي، او د خپلواکۍ د مبارزې ملاتړ یې کوي.

هغې وويل، «کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ښځو وضعيت ورځ تر بلې لا پسې خرابيږي او د طالبانو په واک کې افغان مېرمنې د نړۍ په سطحه ټيټي کچې ته راغلې دي».

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تازه تاوتريخوالي د پېښو په تړاو کرماني وویل، «داسې راپورونه ترلاسه کېدل ډېر د خواشينۍ دي، چې د طالبانو د امر بالمعروف لخوا په پټ مخ ښځې نيول کيږي، وهل ټکول او سزاګانې ورته ورکول کيږي، يوازې په دې چې اغستن یې سم نه دی، دا د ښځو سره وحشتناک چلند دی».

شيما کرماني په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او تګ راتګ بنديز په تړاو وویل، «موږ له دې ځای څخه د افغان مېرمنو پر ضد د هر ډول ناوړه چلند پر وړاندې د هغو سره ولاړې یو، موږ د مېرمنو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د دوی سره ولاړې یو، او موږ افغان مېرمنو ته د خپلې خوا ملاتړ او ډاډګېرنه کوو».

هغې افغان مېرمنو او نجونو ته وويل، «موږ تاسو اورو، موږ تاسو وينو او موږ تاسو سره ولاړې يُو، موږ ستاسو د خپلواکۍ او حقونو لپاره غږ پورته کوو، موږ تاسو تل خپلواکې غواړو، تاسو له موږ هېرې نه يئ، موږ ستاسو د مبارزې ملاتړ کوو».

همداراز هغې وويل، «خپلې زړورې مبارزې ته دوام ورکړئ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ».

په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې په افغان مېرمنو او نجونو د زده کړو د بنديزونو سره ګڼ شمېر نور بنديزونه لګول شوي او په وروستیو کې په هرات ولايت کې، د طالبانو لخوا د مېرمنو ځورولو او نيولو راپورونه مخې ته راغلي او د دغه کړنو پرضد بيا اعتراضي لاريونونه شوي او سخت غبرګون ورته ښودل شوی دی.

بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱
بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی
100%

د بشري حقونو پښتنه فعاله بشرا ګوهر وایي، په افغانستان او پر ځانګړې ډول هرات ولايت کې د ښځو پر ضد د طالبانو لخوا د ځپنې عملیاتو غنده کوي او د افغانستان مېرمنو سره اوږه په اوږه ولاړه ده. هغې زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر خلاصي زندان بدل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ملي جمهوری غورځنګ مشرې بشرا ګوهر افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل، «د هرات د ښځو پر ضد د ځپنې د عملیاتو غندنه کوم، د افغانستان او هرات ولس ته سلام وړاندې کوم چې دوی راپاڅېدلي او د طالبانو د دغه ناروا عمل پر وړاندې یې مزاحمت پيل کړی دی».

هغې د افغان مېرمنو سره د يووالي د څرګندونو ترڅنګ وويل، «په افغانستان کې د دوحې تړون وروسته د ترهګرې ټوپکمارې ډلې قبضه ده، هلته نه اساسي قانون شته، نه حکومت شته چې ولسي مشروعيت لري، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی».

بشرا ګوهر وويل، «د افغانستان ښځې زړورې دي چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅېدلي او مبارزه یې پيل کړې ده پکار ده چې په دې ټوله سيمه کې سياسي مشران راپاڅي، د افغانستان مشران هم راپاڅي او د ښځو سره اوږه په اوږه ودريږي».

د طالبانو د کړنو په اړه اغلې ګوهر وويل، «پکار ده چې د طالبانو پر ضد د انصاف نړيواله محکمه کې قضيه وشي».

هغې د دوحې تړون د «جنايت کار تړون» په نوم ياد کړ چې له مخې به یې ترهګر په افغانستان کې اباديږي او د افغانستان پېژندګلو به له منځه ځي، دا د افغان ولس او ښځو پر ضد جګړه ده.

بشری ګوهر وويل، بايد په افغانستان کې يو مشروع حکومت جوړ شي، ښځو ته پکې حقونه ورکړل شي، زده کړې او ژوند د هر چا اساسي حق دی، څوک هم دا واک نه لري چې د خلکو څخه دا حق وتروړي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د افغانستان په هرات ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا د «حجاب نه مراعتولو» په تور ښځې نیول شوي، او بيا ښځو او عامو خلکو د دغه کړنې پر ضد لاريونونه کړي او په ځايي او نړیواله کچه د طالبانو دغه کړنې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه او له دې ډلې سره د کډوالۍ د هوکړې په اړه خبرې یو ګواښونکی پیغام لېږدوي؛ داسې پیغام چې یو رژیم کولای شي افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول وځپي، خو بیا هم د یوه ډیپلوماټیک شریک په توګه منل کېږي.

ملاله یوسفزۍ په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې همدغه رژیم تېره اوونۍ په هرات کې لږ تر لږه دېرش ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله ونیولې. د هغې په وینا، طالبانو وروسته پر هغو خلکو هم ډزې وکړې چې د دغو نیونو پر ضد یې اعتراض کاوه، چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

هغې ټینګار کړی چې د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» نظام ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي. د هغې په وینا، طالبانو نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع کړې، د هغوی د تګ راتګ ازادي یې په جدي ډول محدوده کړې او ګڼې ښځې یې جبري ودونو ته اړ ایستلې دي.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې اروپا باید له داسې رژیم سره د هوکړو پر امکان غور ونه کړي چې د نړۍ د بشري حقونو له تر ټولو جدي او ناوړه کړکېچونو څخه د یوه مسوول بلل کېږي.

هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت جدي ونیسي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر مهال د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځوي.