• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالباري جهاني: په افغانستان کې قدرت د یوه خاص سمت د طالبانو په لاس کې دی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د طالبانو مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي، چې نن ورځ قدرت «د پښتنو د یوه خاص سمت د طالبانو» په لاس کي دی او د قدرت دغه ‌ډول مطلق انحصار ژوره کرکه زیږوي.

عبدالباري جهاني اندېښنه ښودلې چې د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله به ټول پښتانه د کندهار دښمنان شي او که په هېواد کې د مقاومت اور بل شو، نو طالبان به بېرته پاکستان ته لاړ شي او هېواد به د داسې اور په لمبو کې پرېږدي چې کرارول به یې دده په وینا، د هېچا په وس کې نه وي.

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د طالبانو مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې چې په خپلو ټولنیزو اکاونټونو یې خپور کړی دی، ویلي، چې د ولس د غوښتنو پر وړاندې له زوره کار اخیستل به هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې د لمبو لور ته بوځي.

جهاني په دغه لیک کې، چې د طالبانو مشرانو ته د ده په وینا، پنځم او ښايي وروستی پرانیستی لیک وي، ویلي چې د دغه نظام جابرانه پالیسۍ د هېواد د ۴۴ میلیونه نفوس ۹۵ سلنه خلک ناراضه کړي دي.

عبدالباري جهاني په خپل لیک کې په هرات کې د ښځو او نجونو د اعتراضونو پر وړاندې د طالبانو د وسله‌وال چلند او پر هغوی د ډزو کولو یادونه کړې او دا کار یې د ټولو بشري، اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې له پنځو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې او د امر بالمعروف محتسبان په عامو بازارونو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کوي او په زور یې موټرو ته پورته کوي چې دا د بې‌غیرتۍ یو داسې عمل دی چې له هېڅ حکومت څخه یې تمه نه کېده.

د اطلاعاتو او کلتور دغه پخواني وزیر همداراز د مذهبي او قومي اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شیعه، تاجک، ازبک او ترکمن اقلیتونه په بشپړ ډول له قدرت څخه محروم شوي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو د فشارونو له امله د هېواد شیعه خطیبان پر منبرونو د دغه حکومت پر ضد ویناوې کوي او دا د دوی د مقاومت لومړی پړاو دی چې که دوام ومومي، ښايي د مذهبي جذبې له امله په عملي اقداماتو بدل شي.

جهاني په داسې حال کې له واکه د لږه کیو د محرومیت له امله پر طالبانو نیوکې کړې، چې د شنونکو په باور، دې ډلې په خپلو ادارو کې ملایانو او طالبانو ته ونډه ور کړې او د هیڅ قوم او ټولنیز-سیاسي پاړکي حقونو او مشارکت ته په غاړه اېښودو قایل نه دي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی