• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو کلن تمدید هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه پرېکړه لیک په داسې وخت کې تصویبېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی.

فایق وویل چې د طالبانو امر بالمعروف ښځې د حجاب اغوستلو د څرنګوالي له امله نیولې دي او پر معترضانو یې وسلې کارولې دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو له دې پېښو وروسته په ټول هرات کې د بشري حقونو د فعالانو پلټنه، بندي کول او نیول سخت کړي دي.

د افغانستان استازي وویل چې د طالبانو هدف له ټولنې څخه د ښځو سیستماتیک حذفول دي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو مشرانو پر ګرځنده ټلیفونونو محدودیتونه لګولي او د غږ پورته کولو د مخنیوي لپاره یې پر مخابراتي اړیکو خپل کنټرول زیات کړی دی.

فایق وویل په داسې شرایطو کې د پرېکړه لیک د هغو برخو هرکلی کوي چې د بشري حقونو د سرغړونو پر لغوه کولو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه چې د وګړو په حذفولو سره سوکالي او سوله ممکنه نه ده.

د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې یوناما باید په افغانستان کې خپل ماموریت له کوم خنډ پرته روان وساتلی شي. هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور دوام د افغانستان د خلکو او د سیمې د سولې او ثبات لپاره د اندېښنې وړ وباله.

فایق له یوناما وغوښتل چې په بېطرفۍ او کلک هوډ سره خپل ماموریت ته دوام ورکړي او د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانانو د سولې، ثبات او وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي.

د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې باید پر بشري حقونو، د ښځو پر ګډون او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ډېر تمرکز وشي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان استازی: د طالبانو دننه ځینې عناصر له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱
د پاکستان استازی: د طالبانو دننه ځینې عناصر له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي یوځل بیا طالبانو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې ددې ډلې په دننه کې «ځینې برخې له ترهګرو ډلو سره اړیکې او تعامل لري او د هغوی ملاتړ کوي».

د نوموړي په وینا، دا ترهګرې ډلې د هغو له پولې پورې بریدونو مسوولې دي چې د پاکستان ملکیان، نظامي ځواکونه، عامه ځایونه او زېربناوې یې په نښه کړې دي.

د پاکستان استازي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید داسې شرایط رامنځته شي چې دا هېواد نړیوالې ټولنې ته راستون شي او کډوال هم وکولای شي افغانستان ته ستانه شي.

هغه همدارنګه وویل چې یوناما باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په افغانستان او سیمه کې د سپکو غیرقانوني وسلو له سوداګرۍ سره مبارزه کوي.

د هغه په وینا، یوناما باید په دې برخه کې په بې‌پرې توګه راپور ورکړي.

د پاکستان استازي دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په ټاکلو کې پر ځنډ اندېښنه وښوده.

ډنمارک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کړی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱
 ډنمارک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کړی
100%

په ملگرو ملتونو کې د ډنمارک استازي وویل چې هېواد یې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د سملاسي ټاکلو پر اړتیا ټینګار کوي، څو ددې په وینا، د سیاسي تعامل بهیر پیاوړی شي.

د ډنمارک استازې وویل، چې امنیت شورا د یوناما له هڅو ملاتړ کوي څو په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو د معنادار او بشپړ ګډون ډاډ ترلاسه شي.

هغې د ښځو، نجونو، خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د روانو ځورونو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې له بده مرغه دا اندېښنې په ځانګړي ډول د پرېکړه لیک په متن کې نه دي ذکر شوې.

د ډنمارک استازې ټینګار وکړ چې له سیاسي بهیر پرته د افغانستان د راتلونکي لپاره بل بدیل نشته او طالبان هغه وخت په نړیواله ټولنه کې منل کېدای شي چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

روسیه وایي له طالبانو سره له صبورانه خبرو پرته د افغانستان مساله نه اواریږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱
روسیه وایي له طالبانو سره له صبورانه خبرو پرته د افغانستان مساله نه اواریږي
100%

په امنیت شورا کې د روسیې استازې وایي، دغه هېواد د یوناما د ماموریت تمدیدولو پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې او باور لري چې له طالبانو سره له واقع‌بینانه چلند او دوامداره خبرو پرته د افغانستان د مسالې حل شونی نه دی.

د روسیې استازې وویل، مسکو د چین د هڅو هرکلی کوي چې په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مسوولیت لري او د یوناما د ماموریت تمدید ته یې مثبته رایه ورکړې ده.

هغې وویل، د یوناما اوسني فعالیتونه نه دي بدل شوي .

د روسیې استازې زیاته کړه، د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد د امریکایي پلاوي له وړاندیزونو سره موافقه کړې ده. د هغې په وینا، په دغو وړاندیزونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما پر فعالیتونو بیاکتنه وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې دا ارزونه باید بې‌طرفه وي، په ځانګړې توګه د ظرفیت جوړونې، ټولنیزو مرستو، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې.

د روسیې استازې وویل، مسکو نه غواړي چې له دې موضوع څخه د یوې مغرضانه وسیلې په توګه کار واخیستل شي، ځکه دا کار د یوناما ماموریت له خطر سره مخامخ کوي.

هغې زیاته کړه، د تاسف ځای دی هغه هېواد چې له طالبانو سره یې هوکړه وکړه او د تېر حکومت ملاتړ یې پرېښود، اوس داسې دریځ غوره کوي.

د روسیې استازې وویل، له طالبانو سره د یوناما تعامل باید په ټولو مسالو کې په ځانګړې توګه د زیانمنو شویو کسانو لپاره د مرستو د همغږۍ په برخه کې دوام ولري .

هغې وویل، روسیه باور لري چې له واقع‌بینانه چلند پرته د افغانستان د مسلې حل ممکن نه دی.

د روسیې د استازې په وینا، له طالبانو سره صبورانه خبرو ته اړتیا ده او د دې لپاره هیڅ بدیل نشته.

د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر کار بندیزونه لغوه کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱
د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر کار بندیزونه لغوه کړي
100%

په امنیت شورا کې د چین استازي د یوناما د ماموریت د تمدید د پرېکړه لیک د تصویب هرکلی وکړ او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل چې د یوناما د کار تمدید د کړکېچ د مدیریت، په ځانګړي ډول د زرګونو کډوالو د راستنېدو لپاره هڅې جاري ساتي.

د چین استازي وویل چې یوناما باید له طالبانو او اړوندو خواوو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د بشري حقونو، زده کړو، کار، عدالت او د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو روا غوښتنې، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې واوري او له ځانه یو پرانیستی او ټولګډونه انځور وړاندې کړي.

د چین استازي وویل چې یوناما باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره یو پُل وي څو افغانستان د ټولګډونه حکومتولۍ په لور لاړ شي.

هغه همدارنګه د دوحې له بهیر څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک پر ترهګرۍ ضد مبارزې هم ټینګار کوي.

د چین د استازي په وینا، دا پرېکړه لیک د یوناما ملاتړ کوي او د دې بنسټ د ماموریت د بیاکتنې او څارنې غوښتونکی دی. هغه وویل چې د راتلونکي کال په مارچ کې به د یوناما د ماموریت په اړه یو راپور چمتو شي.

طالبانو له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د ونډې ډېرولو غوښتنه کړې

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱
طالبانو له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د ونډې ډېرولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر توفیق بن فوزان الربیعة سره کتلي دي. ثاقب په دې لیدنه کې د افغانستان نفوس ته په پام د افغان حاجیانو د سهمیې د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۲۵مه ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو وزیر د افغانستان د نفوس د زیاتوالي موضوع یاده کړه او ویې ویل چې د نړیوالو ادارو د وروستیو راپورونو له مخې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې هر کال تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره نوم‌لیکنه کوي، ځکه نو سعودي عربستان باید د افغان حاجیانو ونډه زیاته کړي.

یاد وزارت ویلي، چې د سعودي وزیر الربیعة په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغان حاجیانو خدمت ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اداري او تخنیکي تجربو د شریکولو او د ګډو روزنیزو پروګرامونو په برخه کې همکاري لا پیاوړې شي.