• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ سږکال به افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دغه وضعیت به لا کړکېچن شي.

د تغذیې په اړه د اوچا په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د تغذیې وضعیت په ۲۰۲۶کال کې په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی او د ۲۰۲۵کال پرتله د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې؛ هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، روزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر هغه ولایتونه دي چې د سختې خوارځواکۍ له ناورین کچې سره مخ دي. راپور زیاتوي، چې په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې د خوارځواکۍ وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی.

د راپور له مخې؛ د ماشومانو ناسمه تغذیه، د خوړو کمښت، د ناروغیو زیاتوالی، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نشتوالی او د تغذیوي خدمتونو محدود لاسرسی د دغه وضعیت مهم لاملونه بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي، نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو کم دي د سختې خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو له امله په روغتیايي مرکزونو کې بسترېږي. همداراز ویل کېږي، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.

د راپور له مخې؛ د ماشومانو د خوړو ناامني هم زیاته شوې او د ۲۰۲۵کال د درېیمې ربعې له ۴۰ سلنې څخه د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ربع کې ۴۷ سلنې ته رسېدلې ده. په راپور کې اټکل شوی، په ۲۰۲۶کال کې به ۳.۷ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې له دې ډلې ۹۴۲زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ، ۷۰۷زره او ۴۰۰ ماشومان د منځنۍ کچې خوارځواکۍ له لوړ ګواښ او شاوخوا دوه مېلیونه ماشومان د منځنۍ کچې خوارځواکۍ په لومړنیو پړاوونو اخته وي.
راپور زیاتوي، سربېره پر دې نږدې ۱.۲ مېلیونه مېندواره او شېدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ له اغېزو سره مخامخېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او په خوارځواکۍ د اخته کېدو د زیاتېدونکو ګواښونو خبر ورکړی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۳

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې

۴

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۵

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي