• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک پوسټ: اسراییلیانو د امریکا او ایران ترمنځ وړاندیز شوې هوکړه «ناوړه تړون» بللی دی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ اداره له ایران سره د «سولې هوکړې» ته د نږدې کېدو خبره کوي، دغه هوکړه په اسراییل کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. اسراییلي نیوکه کوونکي وایي، چې دغه هوکړه د ایران د حکومت په اړه د دوی مهمې امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي.

د نیویارک‌ پوسټ د راپور له مخې؛ د اسراییل په بېلابېلو سیاسي ډلو کې د دغه وړاندیز شوې هوکړې پر وړاندې غوسه او نارضایتي خپره شوې ده؛ په ځانګړي ډول اسراییل په هغو خبرو اترو کې چې د ټرمپ د ادارې په مشرۍ د امریکا او ایران ترمنځ روانې دي مستقیم رول نه‌لري.

په راپور کې د اسراییلي «یدیعوت احارانوت» ورځپاڼې یادونه شوې، چې د یکشنبې اصلي سرلیک کې یې دغه وړاندیز شوې هوکړه «ناوړه تړون» بللی دی. د نیویارک پوسټ د راپور له مخې؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ په جوړېدونکې هوکړه کې د نورو ۶۰ ورځو لپاره د اوربند غځول، د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پراخو خبرو اترو لپاره چوکاټ رامنځته کول شامل دي.

امریکا او ایران ویلي، د امریکا په وخت د یکشنبې په ماښام یې د هوکړه‌لیک پر متن تفاهم کړی او ټاکل شوې چې دغه هوکړه‌لیک د راتلونکې جمعې په ورځ د دواړو لورو له‌خوا لاسلیک شي.

خو اسراییلي نیوکه کوونکي وایي، دغه چوکاټ د هغه اصلي جګړې موخو ته پاملرنه نه‌کوي چې اسراییل او امریکا د روان کال د مارچ په میاشت کې د ایران د حکومت پر وړاندې پیل کړې وه.

د ورځپاڼې په وینا؛ بنیامین نتنیاهو د جګړې په پیل کې ویلي و، چې د اسراییل موخه د ایران د اټومي پروګرام او د بالستیک توغندیو له امله د رامنځته شويو «ګواښونو» له‌منځه وړل دي. اسراییلي مشرانو هم څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې تهران دې په سیمه کې د خپلو متحدو ډلو لکه: د لبنان حزب‌الله، د فلسطین حماس او د یمن حوثیانو ملاتړ پای ته ورسوي.

خو د اسراییل پخوانی دفاع وزیر او د ښي اړخي سیاست مهمه څېره اویګدور لیبرمن وایي، دا موخه په اوسنۍ هوکړه کې نه ښکاري. هغه د یکشنبې په ورځ پر خواله رسنیو لیکلي: «دغه هوکړه د اسراییل له نظره یوه فاجعه ده».

نیویارک‌ پوسټ همدارنګه د یوه اسراییلي چارواکي په حواله چې د هوکړې له جزییاتو خبر دی راپور ورکړی، چې وړاندیز شوی اوربند د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه هېڅ روښانه ځواب نه ورکوي او د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې کافي محدودیتونه نه لګوي.

دغه سرچینه زیاتوي، اسراییلي چارواکي له دې امله هم اندېښمن دي چې دغه هوکړه به د ایران حکومت ته د مالي سرچینو د بیا راستنېدو لاره هواره کړي؛ په داسې حال کې چې د دوی په نظر باید داسې شرایط رامنځته شوي وای، چې د ایران حکومت کمزوری یا حتی ړنګ شي.

د دغه چارواکي په وینا؛ د هوکړې په متن کې داسې روښانه مېکانیزم هم نه‌شته، چې ایران دې د سیمې له متحدو ډلو سره د ملاتړ پرې کولو ته اړ کړي. د بنیامین نتنیاهو پخوانی د ملي امنیت سلاکار یعقوب ناګل هم ویلي: «هر څه چې وشي، ولسمشر ټرمپ به اعلان وکړي چې بریالی شوی او بشپړه بریا یې ترلاسه کړې ده».

هغه همدارنګه ټینګار کړی، د ایران بالستیک توغندیو موضوع او په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو ملاتړ په ښکاره ډول په اوسنۍ هوکړه کې ځای نه‌لري او یوازې ژمنه شوې چې په راتلونکو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.

دغه راپور د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته هم اشاره کوي. د نیویارک‌ پوسټ په وینا؛ د اسراییل غوسه هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې ټرمپ د بیروت ترڅنګ د اسراییل پر هوایي بریدونو نیوکه وکړه. دغه بریدونه وروسته له هغې وشول، چې حزب‌الله د اسراییل پر لور توغندي ووېشتل.

ټرمپ په یوه مرکه کې له فاکس نیوز سره څرګنده کړه، چې هغه د نتنیاهو سره په تماس کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په اړه ویلي:«ته څه کوې؟» دغه جمله د امریکا د ولسمشر د اسراییلي اقدام په اړه د نارضایتۍ نښه بلل شوې ده.

نیویارک‌ پوسټ لیکي، سره له دغه اختلافونو نتنیاهو تراوسه له ټرمپ سره د ایران د حکومت په اړه د خبرو پر سر له ښکاره ټکر څخه ډډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې هغه په کور دننه له زیاتېدونکي سیاسي فشار، د واکمن اېتلاف له ستونزو او د اسراییل د عمومي ټاکنو له نږدې کېدو سره هم مخ دی چې تمه کېږي د اکتوبر تر پایه ترسره شي.

د ورځپاڼې په وینا؛ اسراییلي نیوکه کوونکي اندېښمن دي چې اوسنۍ هوکړه د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام، د سیمې د متحدو وسله‌والو ډلو شبکې او د ایران د اټومي توکو وروستي برخلیک ته له کتنې پرته تهران ته دا فرصت ورکوي چې خپلې مالي سرچینې او پوځي وړتیا بیا پیاوړې کړي. داسې موضوع چې د دوی په نظر کولی شي په راتلونکي کې د اسراییل پر وړاندې امنیتي ګواښونه پر ځای وساتي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې نهايي کېدل تایید کړل

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې نهايي کېدل تایید کړل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت سره د امریکا هوکړه نهايي شوې ده. ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي: «ټولو ته مبارکي وایم. له ایران اسلامي جمهوریت سره هوکړه اوس نهايي شوې ده.»

نوموړي همداراز د ټروټ سوشل خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي، چې د هُرمز تنګي د پرانیستلو امر یې کړی او ویلي یې دي چې نور به د تېر په څېر د تېرېدو لپاره محصول نه اخیستل کېږي. هغه زیاته کړې چې د امریکا له لوري د لګول شوې سمندري محاصرې د لغوه کولو امر هم ورکړل شوی دی.

د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي: «د نړۍ کښتۍ دې خپل انجنونه چالان کړي، پرېږدئ چې نفت جریان ومومي.»

د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت یا نورو اړخونو له لوري رسمي تایید یا غبرګون نه دی ورکړل شوی.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه لا هم بې‌باوري او ترینګلتیا موجوده ده.

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه تازه بیان کې ویلي چې د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د «سولې هوکړه» ترلاسه شوې ده.

نوموړي د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ له اوږدو او خلاصه خبرو وروسته دا هوکړه شوې او د جګړو د پای ته رسېدو پرېکړه شوې ده.

شریف ویلي چې دواړو خواوو د ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول د لبنان په ګډون، د نظامي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای اعلان کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې د دې هوکړې رسمي لاسلیک به د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.

هغه همداراز ویلي چې د دې پرمختګ په ترلاسه کولو کې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب هڅې مهمې وې او د هغوی له رول څخه یې مننه کړې ده.

شهباز شریف ویلي چې د هوکړې له نهايي کېدو وروسته به منځګړي په روانه اوونۍ کې یو لړ ناستې ترسره کړي څو د تخنیکي خبرو او د رسمي لاسلیک لپاره زمینه برابره شي.

تر اوسه پورې د امریکا او ایران له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي او خپلواک تایید نه دی شوی.

ټرمپ پوتین ته: له ایران سره توافق ته نږدې او د اوکراین جګړې په حل کې مرستې ته چمتو یو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
ټرمپ پوتین ته: له ایران سره توافق ته نږدې او د اوکراین جګړې په حل کې مرستې ته چمتو یو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو او له ایران سره تړون ته د نږدې کېدو یادونه کړې ده.

د کریملین د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د اوکراین جګړې پای ته رسول «حیاتي او مهم» دي او هغه چمتو دی په دې برخه کې مرسته وکړي.

اوشاکوف د روسي خبري اژانسونو له قوله ویلي، ټرمپ پوتین ته دا هم ویلي چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه یو توافق نږدې بشپړېدو ته رسېدلی او د کرېملین مشر له دې پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې پوتین ټرمپ ته د هغه د ۸۰مې کلیزې مبارکي په غیر رسمي ډول ورکړې ده.

پزشکیان: د جګړې او مذاکراتو پرېکړه یوازې د مشر او ملي امنیت عالي شورا واک دی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
پزشکیان: د جګړې او مذاکراتو پرېکړه یوازې د مشر او ملي امنیت عالي شورا واک دی
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د جګړې او مذاکراتو په اړه پرېکړه یوازې د ایران د رهبرۍ او د هېواد د ملي امنیت عالي شورا صلاحیت دی او هېڅ فرد یا ډله باید ځان له رسمي چوکاټونو پورته ونه ګڼي.

هغه د ایران اسلامي جمهوریت د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د ایران د سیاستونو بنسټ باید د ملي یووالي پیاوړتیا، د اقتصادي ستونزو کمول او د ټولنیز ثبات ساتل وي.

پزشکیان وویل، د ایران حکومت د ملي امنیت عالي شورا د پرېکړو او د رهبر د لارښوونو په چوکاټ کې د مذاکراتو د دوام پلوی دی او ټولې ستراتیژیکې پرېکړې باید د همدې رسمي بنسټونو له لارې وشي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د داخلي اختلافاتو رامنځته کول او د ټولنې وېش د هېواد لپاره تر ټولو لوی خطر دی او باید له دې چارې ډډه وشي.

د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې حکومت یې هم مهاله د اقتصاد د ښه والي، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د فساد پر ضد مبارزې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅې کوي.

هغه دا هم وویل، چې د هېواد د ثبات او د ملي ګټو د ساتلو لپاره باید د مذاکراتو او نورو سیاسي پروسو تر څنګ د داخلي ظرفیتونو پیاوړتیا ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

ټرمپ پر لبنان د اسراییل برید غندلی او وایي له ایران سره هوکړې ته نږدې یو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
ټرمپ پر لبنان د اسراییل برید غندلی او وایي له ایران سره هوکړې ته نږدې یو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په درشل کې د اسراییل له‌خوا پر لبنان وروستی برید غندلی او وايي، په داسې حساس وخت کې باید دا برید نه وای شوی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۴مه په خپله ټولنیزه پاڼه پر لبنان د اسراییل د برید په غبرګون کې لیکلي:«پر بیروت د نن سهار برید باید نه وای شوی، په ځانګړي توګه په داسې یوه ځانګړې ورځ چې موږ له ایران سره د سولې یوې هوکړې ته ډېر نږدې یو. ټولې غاړې باید شاتګ وکړي.»

ټرمپ ویلي، چې له ایران سره یوې داسې هوکړې ته نږدې شوی چې په سیمه او لبنان کې به ثبات ټینګ شي.

پر لبنان د اسراییل برید ته ایران هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د ایران جګپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف ویلي چې د بیروت پر سویلي سیمو د اسراییل د یکشنبې برید ښيي چې امریکا نه غواړي یا نه شي کولای خپلې ژمنې عملي کړي.

پر همدغه مهال د ایران د ګډو ځواکونو د قوماندې مرستیال ویلي چې پر بیروت به د اسراییل بریدونه بې ځوابه پاتې نه شي.

د راپورنو له‌مخې، پر لبنان د اسرایل له وروستي بریدونو وروسته د ایران لوپوړي مرکچیان د سولې هڅو ته د امریکا پر ژمنتیا شکمن شوي.