د افغانستان د کورش پخواني ملي لوبغاړي اسماعیل کاکړ مړی له جرمني نه کابل ته انتقال شو

اسماعیل کاکړ چې د افغانستان د جودو او کورش ملي لوبډلې پخوانی غړی و او څه باندې دوه اوونۍ وړاندې د جرمني په برلېن ښار کې د زړه د حملې له امله مړ شوی و، مړی یې کابل ته انتقال شو.
