• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډنمارک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کړی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱

په ملگرو ملتونو کې د ډنمارک استازي وویل چې هېواد یې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د سملاسي ټاکلو پر اړتیا ټینګار کوي، څو ددې په وینا، د سیاسي تعامل بهیر پیاوړی شي.

د ډنمارک استازې وویل، چې امنیت شورا د یوناما له هڅو ملاتړ کوي څو په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو د معنادار او بشپړ ګډون ډاډ ترلاسه شي.

هغې د ښځو، نجونو، خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د روانو ځورونو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې له بده مرغه دا اندېښنې په ځانګړي ډول د پرېکړه لیک په متن کې نه دي ذکر شوې.

د ډنمارک استازې ټینګار وکړ چې له سیاسي بهیر پرته د افغانستان د راتلونکي لپاره بل بدیل نشته او طالبان هغه وخت په نړیواله ټولنه کې منل کېدای شي چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

روسیه وایي له طالبانو سره له صبورانه خبرو پرته د افغانستان مساله نه اواریږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱
روسیه وایي له طالبانو سره له صبورانه خبرو پرته د افغانستان مساله نه اواریږي
100%

په امنیت شورا کې د روسیې استازې وایي، دغه هېواد د یوناما د ماموریت تمدیدولو پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې او باور لري چې له طالبانو سره له واقع‌بینانه چلند او دوامداره خبرو پرته د افغانستان د مسالې حل شونی نه دی.

د روسیې استازې وویل، مسکو د چین د هڅو هرکلی کوي چې په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مسوولیت لري او د یوناما د ماموریت تمدید ته یې مثبته رایه ورکړې ده.

هغې وویل، د یوناما اوسني فعالیتونه نه دي بدل شوي .

د روسیې استازې زیاته کړه، د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد د امریکایي پلاوي له وړاندیزونو سره موافقه کړې ده. د هغې په وینا، په دغو وړاندیزونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما پر فعالیتونو بیاکتنه وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې دا ارزونه باید بې‌طرفه وي، په ځانګړې توګه د ظرفیت جوړونې، ټولنیزو مرستو، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې.

د روسیې استازې وویل، مسکو نه غواړي چې له دې موضوع څخه د یوې مغرضانه وسیلې په توګه کار واخیستل شي، ځکه دا کار د یوناما ماموریت له خطر سره مخامخ کوي.

هغې زیاته کړه، د تاسف ځای دی هغه هېواد چې له طالبانو سره یې هوکړه وکړه او د تېر حکومت ملاتړ یې پرېښود، اوس داسې دریځ غوره کوي.

د روسیې استازې وویل، له طالبانو سره د یوناما تعامل باید په ټولو مسالو کې په ځانګړې توګه د زیانمنو شویو کسانو لپاره د مرستو د همغږۍ په برخه کې دوام ولري .

هغې وویل، روسیه باور لري چې له واقع‌بینانه چلند پرته د افغانستان د مسلې حل ممکن نه دی.

د روسیې د استازې په وینا، له طالبانو سره صبورانه خبرو ته اړتیا ده او د دې لپاره هیڅ بدیل نشته.

د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر کار بندیزونه لغوه کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱
د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر کار بندیزونه لغوه کړي
100%

په امنیت شورا کې د چین استازي د یوناما د ماموریت د تمدید د پرېکړه لیک د تصویب هرکلی وکړ او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل چې د یوناما د کار تمدید د کړکېچ د مدیریت، په ځانګړي ډول د زرګونو کډوالو د راستنېدو لپاره هڅې جاري ساتي.

د چین استازي وویل چې یوناما باید له طالبانو او اړوندو خواوو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د بشري حقونو، زده کړو، کار، عدالت او د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو روا غوښتنې، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې واوري او له ځانه یو پرانیستی او ټولګډونه انځور وړاندې کړي.

د چین استازي وویل چې یوناما باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره یو پُل وي څو افغانستان د ټولګډونه حکومتولۍ په لور لاړ شي.

هغه همدارنګه د دوحې له بهیر څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک پر ترهګرۍ ضد مبارزې هم ټینګار کوي.

د چین د استازي په وینا، دا پرېکړه لیک د یوناما ملاتړ کوي او د دې بنسټ د ماموریت د بیاکتنې او څارنې غوښتونکی دی. هغه وویل چې د راتلونکي کال په مارچ کې به د یوناما د ماموریت په اړه یو راپور چمتو شي.

طالبانو له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د ونډې ډېرولو غوښتنه کړې

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱
طالبانو له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د ونډې ډېرولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر توفیق بن فوزان الربیعة سره کتلي دي. ثاقب په دې لیدنه کې د افغانستان نفوس ته په پام د افغان حاجیانو د سهمیې د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۲۵مه ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو وزیر د افغانستان د نفوس د زیاتوالي موضوع یاده کړه او ویې ویل چې د نړیوالو ادارو د وروستیو راپورونو له مخې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې هر کال تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره نوم‌لیکنه کوي، ځکه نو سعودي عربستان باید د افغان حاجیانو ونډه زیاته کړي.

یاد وزارت ویلي، چې د سعودي وزیر الربیعة په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغان حاجیانو خدمت ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اداري او تخنیکي تجربو د شریکولو او د ګډو روزنیزو پروګرامونو په برخه کې همکاري لا پیاوړې شي.

طالبان او د ایران سوداګریز پلاوی د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱
طالبان او د ایران سوداګریز پلاوی د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان-ایران د سوداګرۍ ګډې خونې له ریس محمود سیادت او ورسره مل پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د ایراني صنعتي او کرنیزو نندارتونونو په تړاو غږیدلی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان–ایران سوداګرۍ ګډې خونې رییس د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنعت او کانونو او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو له مسوولانو سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر ډېرولو ټینګار کړی دی.

طالب چارواکو دغه راز په افغانستان کې د نندارتونونو د جوړولو، په ځانګړې توګه د ایران د صنعتي او زراعتي نندارتونونو او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د عملي هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو په تړاو هم له ایراني پلاوي سره خبرې کړې دي.

د ایران او افغانستان سوداګري د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت اټکل کیږي، چې ستره برخه پکې واردات دي او یوازې شاوخوا ۳۰ میلیونه برخه د افغانستان صادرات جوړوي.

د ایران د خراسان رضوي والي د یکشنبې په ورځ د دوغارون بندر د ازادې سیمې د عملي چارو په تړاو غونډه کې وویل، چې تهران غواړي ددې سوداګرۍ کچه په څو راتلونکو کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

په خوست کې یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
په خوست کې یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل
100%

په خوست ولایت کې د «ساه» په نامه یوې خصوصي راډیو په رسمي ډول خپلې خپرونې پیل کړې دي. د دغې راډیو مسوولینو ویلي ، چې د سهار له ۷ بجو څخه تر غرمې ۱۲ بجو پورې به نشرات ولري.

د راډیو د ادارې د پېغام له مخې په ، دغه نوې رسنۍ به د حقیقت، پوهاوي، فرهنګ، دیني ارزښتونو، ټولنیزو موضوعاتو او سالمو تفریحي خپرونو له لارې د خپلو اورېدونکو د غږ، فکر او احساساتو استازیتوب وکړي.

د ساه راډیو مسوولینو په خپل پیغام کې ویلي چې د مسلکي ژورنالېزم اصولو ته په ژمنتیا سره به د خپلو اورېدونکو لپاره ګټور، باوري او ارزښتناک مطالب وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د خوست یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د راډيو له لارې د انلاین زده کړو بهیر ګړندی شوی او راډیوګانې ځانګړي نصابونه ترتیب کړي او بیا یې د ښوونکو په واسطه په انلاین ډول تدریسوي.

یادې خصوصي راډیو داسې مهال فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.