• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کاناډا کې افغان کډوالو د طالبانو له لوري د ښځو د نیونو پر ضد اعتراضي غونډه وکړه

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱

په کاناډا کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د افغانستان په هرات کې د ښځو د وروستیو نیونو او د اعتراض کوونکو د ځپلو په غبرګون کې اعتراضي غونډه ترسره کړې ده.

دغه غونډه د کاناډا په وینکوور ښار کې د لسګونو افغان کډوالو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو د افغانستان په اوسني وضعیت او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه خپل اعتراض څرګند کړ.

معترضینو د غونډې پر مهال «مرګ پر طالبانو»، «جنسیتي اپارتاید ته نه» او «د افغانستان ښځو ته ازادي» شعارونه ورکړل او د طالبانو له سیاستونو سره یې کلک مخالفت څرګند کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل چې دوی د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او عامو خلکو د حقونو د نقض پر ضد درېږي او د افغان ښځو د مبارزې ملاتړ کوي.

معترضینو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یوازې د اعلامیو پر خپرولو بسنه ونه کړي، بلکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د هغوی په وینا، اساسي غوښتنه یې دا ده چې افغان ښځې او نجونې باید د انساني کرامت، مدني حقونو او اساسي ازادیو څخه برخمنې شي.

ګډونوالو همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان باید یو داسې مشروع او حساب ورکوونکی حکومت ولري چې د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي او د ټولو وګړو حقونه تضمین کړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغانان جبري هېواد ته ستانه کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغانان جبري هېواد ته ستانه کړي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې پرون (دوشنبه د غبرګولي ۲۵مه) له بېلابېلو لارو ۴۷۲ کډوالې کورنۍ چې شمېر ۲۵۲۳ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۵۹۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۶۲۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء دوشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۳۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴۳ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ کېږي، د نیمروز د ورېښو پله لاره ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۸ کېږي او ۱۱۹۴ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۵۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۳۱ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۳۷۴ کېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

طالبانو همداراز ویلي، چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې پر شاوخوا ۴۵ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي، خو د چارو د شنونکو په باور، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې میلیونونو کډوالو ستنېدو ته په کتو دغه شمېر په نشت حساب دی.

پولنډ د افغانانو په ګډون ۴۵ کډوال د لیتوانیا له پولې د ناقانونه اوښتو په تور نیولي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱
پولنډ د افغانانو په ګډون ۴۵ کډوال د لیتوانیا له پولې د ناقانونه اوښتو په تور نیولي
100%

د پولنډ پوله ساتو ځواکونو اعلان کړی چې ۴۵ پناه‌غوښتونکي یې د لیتوانیا له پولې د ناقانونه اوښتو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د افغانستان، سومالیا، سوډان او ایتوپیا وګړي شامل دي.

د پولنډ د سرحدي ساتنې ادارې د دوشنبې په ورځ همداراز خبر ورکړی چې یوه ۵۲ کلنه اوکراینۍ ښځه یې د انسانانو د قاچاق په تړاو نیولې ده. د پولنډي چارواکو په وینا، نوموړې د کډوالو د قاچاق د تنظیم او د پولې د ناقانونه اوښتو په برخه کې په لاس لرلو تورنه ده.

چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي پناه‌غوښتونکي د پولنډ او لیتوانیا ترمنځ د موجودې هوکړې له مخې بېرته لیتوانیا ته سپارل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ پوله د هغو کډوالو او پناه‌غوښتونکو له مهمو لارو څخه ګرځېدلې چې هڅه کوي د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځان ورسوي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو هم د ختیځو پولو له لارې د ناقانونه تګ راتګ د زیاتېدو له امله امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې لسګونه پناه‌غوښتونکي، چې یو شمېر افغانان هم پکې شامل دي، د پولنډ او لیتوانیا پر پولو نیول شوي دي.

محمد صادق له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو غږېدلی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱
محمد صادق له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د برېتانیا له یوه پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې کړې دي. دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د پاکستان د تېرې اونۍ په بریدونو کې د یوناما په وینا، ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

محمد صادق د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په اسلام‌اباد کې یې د بریتانیا د پارلمان له غړي او د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د دولت له وزیر همېش فالکونر، د بریتانیا له عالي کمېشنرې جین ماریوټ او ورسره له مل پاوي سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د امنیتي وضعیت پر وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو موضوعاتو او همداراز د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.

محمد صادق زیاته کړې: «موږ همداراز د ترهګرو ډلو له‌خوا د ګواښونو، په افغانستان کې د بشري وضعیت او د بشري حقونو په تړاو د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې».

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي او په قطر، ترکیې او ارومچي کې دوه اړخیزو څو پړاوویزو خبرو اترو ښکاره پایله نه‌ده ورکړې.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېرې اونۍ په پای کې یو ځل بیا پر کونړ، خوست او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او د طالبانو د ویاند په وینا، په دې بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

یوناما وایي پر افغانستان د پاکستان په وروستي هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم تایید کړه، چې پر درېیو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

یونیسف: په افغانستان کې د پاکو اوبو پروژو د ماشومانو د ژوند پر کیفیت مثبت اغېز کړی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې د پاکو اوبو پروژو د ماشومانو د ژوند پر کیفیت مثبت اغېز کړی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي د پراخولو پروژې د ماشومانو او کورنیو پر ژوند مثبت بدلون راوستی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کوریا د بهرنیو چارو وزارت په مالي او تخنیکي ملاتړ د هېواد په بېلابېلو زیانمنونکو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې پراخې شوې دي، چې له امله یې اوس ډېری کورنۍ د نل له لارې پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

یونیسف وايي، دا پروژې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې عملي شوي چې مخکې پکې خلک اړ وو د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي، چې دا وضعیت د ماشومانو پر روغتیا او د هغوی پر زده‌کړو هم اغېزمن و.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د پاکو اوبو د شبکو پراختیا نه یوازې د کورنیو ورځنی ژوند اسانه کړی، بلکې د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو په کمېدو کې هم مرسته کوي.

د یونیسف د افغانستان دفتر استازي تاج‌الدین اویوواله هم ویلي چې په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د بیړنیو بشري مرستو ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شوې دي.

یونیسف ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دوامداره پراختیایي مرستو د دوام لپاره د نړیوالو ملاتړ ضروري دی، څو ماشومان او کورنۍ د پاکو اوبو له اساسي حق څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

له هراتي ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ د هرات طالب والي له درېیو ورځو راهیسې کابل کې دی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
له هراتي ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ د هرات طالب والي له درېیو ورځو راهیسې کابل کې دی
100%

د هرات لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار په دغه ولایت کې د وړمې شنبې په ورځ د حجاب په پلمه د ښځو د نیول کېدو بهیر له پیلېدو یوه اونۍ وروسته (د تېرې شنبې په ورځ) کابل ته تللی او له ۳ ورځو راهیسې لا هم کابل کې دی. هغه له سلام حنفي سره د کتنې ترڅنګ له ملا حسن اخوند سره کتلي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوراحمد اسلام‌جار په کابل کې د طالبانو له رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې د لویدیځ زون او هرات ولایت د بنسټیزو پروژو د پرمختګ او اقتصادي ودې په اړه یې خبرې اترې وکړې.

سره له دې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د دغې لیدنې په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د هرات د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په یاده کتنه کې د ښځو پر وړاندې د شوي تاوتریخوالي په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د هرات د لاریونونو په لړ کې د طالبانو والي کابل ته سفر کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو د وړمې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشومان په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

له هراتۍ ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ سلام حنفي د هرات د والي کړنې ستایلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

سره له دې چې په کور دننه د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې د لاریونونو څپې درېدلي، خو له هېواده بهر لا هم له هراتۍ ښځو سره د شوي تاوتریخجن چلند او ملاتړ په تړاو اعتراضونه او لاریونونه روان دي.

له دې سره سم، په جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۲مه غونډه کې به د افغانستان د بشري وضعیت د ارزونې تر څنګ په هرات کې له ښځو سره شوی تاوتریخجن چلند هم وارزول شي.