• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له افغانستان سره خپله سوداګري ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

ایران په خپل څو کلن سوداګریز پلان کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچې هدف تر لس میلیارده ډالرو ټاکلی دی. د ایران د خراسان رضوي والي وايي، چې ددوی یو پلاوی په همدې موخه په کابل کې د طالبانو له ادارې سره په خبرو اترو بوخت دی.

د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري ویلي چې د ایران د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د بندیزونو د اغېزو په کمولو کې د ختیزو پولو رول ډېر مهم دی.

د هغه په وینا، د ایران په تایباد ولسوالۍ کې د څو مهمو زیربنایي پروژو کارونه پیل شوي، چې د لمریزې برېښنا د تولید ۲۰ مېګاواټه پروژه، د سون توکو ښارګوټی، د ازادې سیمې د احاطې او زیربناوو پراختیااو په دوغارون سیمه کې د موټرو د پلاک کولو د سیستم برابرول پکې شامل دي.

نوموړي افغانستان د ایران د اقتصاد لپاره یو مهم او لوړ ظرفیت لرونکی بازار بللی.

هغه زیاته کړې چې دا اقدامات د پانګوالو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره کېږي او تمه ده چې دوغارون د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزې پراختیا په مرکز بدل شي.

مظفري له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه وویل چې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ له څلورو میلیارد ډالرو زیات تجارت د همدې پولې له لارې کېږي او د ایران اقتصادي پلاوی په کابل کې د خبرو اترو په حال کې دی، چې د څو کلونو په ترڅ کې دغه کچه تر لس میلیارده ډالرو لوړه شي.

هغه همدارنګه د ترانسپورټي دهلیزونو اهمیت ته په اشارې ویل چې د تودو اوبو بندرونو ته دافغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لاسرسي اصلي مسیر د ایران له لارې دی، نو ځکه دده په وینا، په خراسان رضوي، جنوبي خراسان او سیستان بلوچستان کې د رېل او سړک شبکو پراختیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی