• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغانان جبري هېواد ته ستانه کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې پرون (دوشنبه د غبرګولي ۲۵مه) له بېلابېلو لارو ۴۷۲ کډوالې کورنۍ چې شمېر ۲۵۲۳ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۵۹۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۶۲۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء دوشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۳۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴۳ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ کېږي، د نیمروز د ورېښو پله لاره ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۸ کېږي او ۱۱۹۴ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۵۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۳۱ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۳۷۴ کېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

طالبانو همداراز ویلي، چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې پر شاوخوا ۴۵ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي، خو د چارو د شنونکو په باور، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې میلیونونو کډوالو ستنېدو ته په کتو دغه شمېر په نشت حساب دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

پاکستان کې بند افغانان د استرالیا بشري ویزو ته په تمه؛ د شړل کېدو وېره یې زیاته شوې

۳

د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل

۴

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۵

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې