د نیویارک پوسټ د راپور له مخې؛ د اسراییل په بېلابېلو سیاسي ډلو کې د دغه وړاندیز شوې هوکړې پر وړاندې غوسه او نارضایتي خپره شوې ده؛ په ځانګړي ډول اسراییل په هغو خبرو اترو کې چې د ټرمپ د ادارې په مشرۍ د امریکا او ایران ترمنځ روانې دي مستقیم رول نهلري.
په راپور کې د اسراییلي «یدیعوت احارانوت» ورځپاڼې یادونه شوې، چې د یکشنبې اصلي سرلیک کې یې دغه وړاندیز شوې هوکړه «ناوړه تړون» بللی دی. د نیویارک پوسټ د راپور له مخې؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ په جوړېدونکې هوکړه کې د نورو ۶۰ ورځو لپاره د اوربند غځول، د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پراخو خبرو اترو لپاره چوکاټ رامنځته کول شامل دي.
امریکا او ایران ویلي، د امریکا په وخت د یکشنبې په ماښام یې د هوکړهلیک پر متن تفاهم کړی او ټاکل شوې چې دغه هوکړهلیک د راتلونکې جمعې په ورځ د دواړو لورو لهخوا لاسلیک شي.
خو اسراییلي نیوکه کوونکي وایي، دغه چوکاټ د هغه اصلي جګړې موخو ته پاملرنه نهکوي چې اسراییل او امریکا د روان کال د مارچ په میاشت کې د ایران د حکومت پر وړاندې پیل کړې وه.
د ورځپاڼې په وینا؛ بنیامین نتنیاهو د جګړې په پیل کې ویلي و، چې د اسراییل موخه د ایران د اټومي پروګرام او د بالستیک توغندیو له امله د رامنځته شويو «ګواښونو» لهمنځه وړل دي. اسراییلي مشرانو هم څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې تهران دې په سیمه کې د خپلو متحدو ډلو لکه: د لبنان حزبالله، د فلسطین حماس او د یمن حوثیانو ملاتړ پای ته ورسوي.
خو د اسراییل پخوانی دفاع وزیر او د ښي اړخي سیاست مهمه څېره اویګدور لیبرمن وایي، دا موخه په اوسنۍ هوکړه کې نه ښکاري. هغه د یکشنبې په ورځ پر خواله رسنیو لیکلي: «دغه هوکړه د اسراییل له نظره یوه فاجعه ده».
نیویارک پوسټ همدارنګه د یوه اسراییلي چارواکي په حواله چې د هوکړې له جزییاتو خبر دی راپور ورکړی، چې وړاندیز شوی اوربند د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه هېڅ روښانه ځواب نه ورکوي او د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې کافي محدودیتونه نه لګوي.
دغه سرچینه زیاتوي، اسراییلي چارواکي له دې امله هم اندېښمن دي چې دغه هوکړه به د ایران حکومت ته د مالي سرچینو د بیا راستنېدو لاره هواره کړي؛ په داسې حال کې چې د دوی په نظر باید داسې شرایط رامنځته شوي وای، چې د ایران حکومت کمزوری یا حتی ړنګ شي.
د دغه چارواکي په وینا؛ د هوکړې په متن کې داسې روښانه مېکانیزم هم نهشته، چې ایران دې د سیمې له متحدو ډلو سره د ملاتړ پرې کولو ته اړ کړي. د بنیامین نتنیاهو پخوانی د ملي امنیت سلاکار یعقوب ناګل هم ویلي: «هر څه چې وشي، ولسمشر ټرمپ به اعلان وکړي چې بریالی شوی او بشپړه بریا یې ترلاسه کړې ده».
هغه همدارنګه ټینګار کړی، د ایران بالستیک توغندیو موضوع او په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو ملاتړ په ښکاره ډول په اوسنۍ هوکړه کې ځای نهلري او یوازې ژمنه شوې چې په راتلونکو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.
دغه راپور د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته هم اشاره کوي. د نیویارک پوسټ په وینا؛ د اسراییل غوسه هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې ټرمپ د بیروت ترڅنګ د اسراییل پر هوایي بریدونو نیوکه وکړه. دغه بریدونه وروسته له هغې وشول، چې حزبالله د اسراییل پر لور توغندي ووېشتل.
ټرمپ په یوه مرکه کې له فاکس نیوز سره څرګنده کړه، چې هغه د نتنیاهو سره په تماس کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په اړه ویلي:«ته څه کوې؟» دغه جمله د امریکا د ولسمشر د اسراییلي اقدام په اړه د نارضایتۍ نښه بلل شوې ده.
نیویارک پوسټ لیکي، سره له دغه اختلافونو نتنیاهو تراوسه له ټرمپ سره د ایران د حکومت په اړه د خبرو پر سر له ښکاره ټکر څخه ډډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې هغه په کور دننه له زیاتېدونکي سیاسي فشار، د واکمن اېتلاف له ستونزو او د اسراییل د عمومي ټاکنو له نږدې کېدو سره هم مخ دی چې تمه کېږي د اکتوبر تر پایه ترسره شي.
د ورځپاڼې په وینا؛ اسراییلي نیوکه کوونکي اندېښمن دي چې اوسنۍ هوکړه د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام، د سیمې د متحدو وسلهوالو ډلو شبکې او د ایران د اټومي توکو وروستي برخلیک ته له کتنې پرته تهران ته دا فرصت ورکوي چې خپلې مالي سرچینې او پوځي وړتیا بیا پیاوړې کړي. داسې موضوع چې د دوی په نظر کولی شي په راتلونکي کې د اسراییل پر وړاندې امنیتي ګواښونه پر ځای وساتي.