د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (د جون ۱۵مه) یوې داسې مسودې ته رایه ورکوي چې له مخې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) واکونه د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې د یو بل کال لپاره تمدیدېږي.
دا مسوده د افغانستان د موضوع د اصلي مسوول په توګه د چین له لوري وړاندې شوې ده.
د امنیت شورا رپوټ په نامه یو معلوماتي او تحلیلي سایټ ویلي، چین هڅه کړې د یوناما د ماموریت دندې او لومړیتوبونه لنډ او منظم کړي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پخوانیو غوښتنو اغېز هم پرې څرګند دی. امریکا مخکې د دې غوښتنه کړې وه چې د یوناما د ماموریت بیا ارزونه وشي، څو وکتل شي چې ایا موجوده دندې یې عملي، اړینې او د حالاتو سره سمې دي او که نه.
د روان کال په مارچ کې امنیت شورا د یوناماماموریت یوازې د درې میاشتو لپاره تمدید کړی و، چې دا د عادي یو کلن تمدید پر ځای یو استثنايي اقدام بلل کېږي. هغه وخت هم د ماموریت د موثریت او دندو د بیا ارزونې بحث مطرح شوی و.
د مسودې پر سر مذاکرات اوږده او پیچلي وو، خو د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غړي بالاخره یوې نسبي موافقې ته ورسېدل. چین څو پړاوه مسودې خپرې کړې، له غړو هېوادونو سره یې دوه اړخیزې مشورې وکړې او د پنځو دایمي غړو تر منځ له خبرو وروسته وروستی متن منظور شو.
د بحث مهمه برخه د امریکا هغه وړاندیز و چې د یوناما ستراتیژیکه بیاکتنه دې وشي، څو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو تر منځ همغږي ښه شي او د ماموریت اغېز لوړ شي. امریکا حتا د دې امکان مطرح کړ چې د ماموریت راتلونکی او د پای ته رسېدواحتمال هم وڅېړل شي.
ځینې غړي هېوادونه له دې وړاندیز سره موافق وو، خو نورو یې مخالفت وکړ، په ځانګړي ډول روسیې اندېښنه څرګنده کړه چې دا ډول بیاکتنه دیوناماراتلونکی بېثباته کولای شي. د همدې اختلاف د حل لپاره په وروستي متن کې دا ډول تعدیل وشو چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دې ستراتیژیکه بیاکتنه وکړي او راپور دې وړاندې کړي.
بل حساس بحث له طالبانو سره د تعامل او د دوجې بهیرپه اړه و. لوېدیز هېوادونه لکه فرانسه، بریتانیا، ډنمارک او نور ټینګار کوي، چې د دوحې پروسه باید د نړیوال تعامل اصلي چوکاټ پاتې شي، ځکه دا د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره اساسي لاره ګڼل کېږي.
په مقابل کې روسیې د عملي او واقعي تعامل غوښتنه کړې او ټینګار کوي چې سیمهییزې لارې لکه د مسکو فورم، د شانګهای همکاری سازمان (SCO) او د ګډو امنیتي جوړښتونو رول باید زیات شي. د همدې اختلاف له امله د مسودې ځینې برخې حذف شوې یا بدلې شوې.
د طالبانو د ادارې اصطلاح هم د اختلاف ټکی ګڼل کیږي. ځینې هېوادونه لکه امریکا، بریتانیا او فرانسه د دیفکټو اصطلاح نه غواړي، ځکه دا د طالبانو د مشروعیت ناسم برداشت رامنځته کولی شي. چین او روسیه بیا دا اصطلاح د موجوده واقعیت انعکاس ګڼي. په وروستي متن کې دا اصطلاح بدله شوې او پر ځای یې «اړوند چارواکي»کارول شوې ده.
په مسوده کې د بشري حقونو، ښځو، سولې او امنیتاو د اقلیم بدلون موضوع هم بحث شوې ده.
ځینې هېوادونه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه قوي ژبه وساتل شي، په داسې حال کې چې نور بیا د متوازن چلند غوښتنه کوي. په وروستي متن کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څارنې او مستندسازۍ یادونه شوې ده.
همدارنګه د UNAMA او د ۱۹۸۸ د بندیزونو د څار ډلې ترمنځ د همکارۍ موضوع هم اختلاف رامنځته کړی و، خو په وروستي متن کې یوازې عمومي همکاري ذکر شوې ده.