• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د هلمند ۸۰زره مټریک ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د صنعت او کانونو ریاست وایي، چې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ د هلمند پنبه اوس‌مهال چین، ترکیې، ایران او ازبکستان ته صادرېږي.

د یاد ریاست مشر رحمت‌الله نظري ویلي، چې پخوا د پنبې ډېره برخه پاکستان ته صادرېده او تولیدات یې هم د هغه هېواد د معیارونو له مخې برابرېدل؛ خو اوس‌مهال په هلمند کې پنبه د نړۍوالو معیارونو سره سمه تولېدېږي او نړۍوال بازارونه لري.

نظري زیاته کړې، له یوشمېر بهرنیو هېوادونو سره نوي سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي چې له امله به یې د پنبې صادرات نور هم زیات شي.
له بل پلوه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد تر دې وړاندې ویلي و، چې په ۲۰۲۵کال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته تر ۱۰۴زره ټنه ډېره پنبه صادره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، یاد صادارت پاکستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، عراق، ترکیې او اسټرالیا ته شوي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۴

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۵

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال: د حجاب په نوم پر ښځو تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال: د حجاب په نوم پر ښځو تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري
100%

د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال طارق عثمان د حجاب په اړه پر دودیزو تعبیرونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې ملايان حجاب له «ستر عورت» سره ګډوي، حال دا چې د ده په وینا ستر عورت تر ډېره یوه اخلاقي موضوع ده، نه د زور له لارې د پلي کېدو وړ شرعي حکم.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې د ځانګړي ډول جامو پر اغوستلو ټینګار او د نه مراعت په صورت کې له ښځو سره تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري.

د هغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر خپلې خوښې د حجاب پر مراعت ټینګار کړی او په وروستیو ورځو کې یې په هرات ولایت کې لسګونه ښځې د جامو د ډول له امله نیولې دي. دغه اقدام د خلکو له اعتراضونو سره مخ شو او وروسته د طالبانو له خوا په زور وځپل شو.

طارق عثمان د حجاب په اړه د طالبانو تګلارې تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د دې ډلې برداشت له شرعي او فقهي اصولو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړې چې حجاب او ستر عورت یو شان مفاهیم نه دي او حتی د ستر عورت موضوع هم تر ډېره اخلاقي بڼه لري. د ده په وینا، د جامو ډول د هرې ټولنې له دودونو او عرف سره تړاو لري او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په زمانه کې هېڅوک د جامو د نه مراعت له امله نه شکنجه کېدل او نه هم مجازات کېدل.

د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال همداراز ویلي چې اسلامي شریعت خلک د ځانګړي ډول جامو اغوستلو ته نه اړ باسي او پر خلکو د یوې ټاکلې بڼې لباس تحمیلول شرعي مشروعیت نه لري.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي که یوه ښځه چادري وانه غوندي، شریعت دا حکم نه کوي چې هغه دې په دُرو ووهل شي یا مجازات شي. د هغه په وینا، اوسني واکمنان په کندهار کې له ښځو سره همداسې چلند کوي.

طارق عثمان د طالبانو د محتسبانو کړنو ته په اشارې ویلي چې د حجاب یا چادري د نه اغوستلو له امله د خلکو وهل ټکول او سزا ورکول نه یوازې جایز نه دي، بلکې له شرعي پلوه هم مشروعیت نه لري.

هغه ټینګار کړی چې د انسانانو سپکاوی او د هغوی د کرامت تر پښو لاندې کول، په ځانګړي ډول په عام محضر کې د وهلو او ځورولو له لارې، د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی. د نوموړي په باور، په بازارونو او عامه ځایونو کې د دین تر نامه لاندې د خلکو ځورول نه یوازې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د انساني کرامت ښکاره نقض هم ګڼل کېږي.

د طارق عثمان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته په بېلابېلو تورونو خلک نیسي او په عام محضر کې یې په دُرو وهي. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه لږ تر لږه ۲ زره او ۷۳۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د یادو شمېرو له مخې، په دې موده کې تر ۱۰۶ زره او ۷۰۰ ډېرې دُرې لګول شوې دي، چې په اوسط ډول هره ورځ له ۶۰ څخه زیاتې دُرې کېږي.

ډېپلوماټ ورځپاڼه: نړیواله ټولنه د افغانستان د وضعیت د ګواښ په ارزونه کې پاتې راغلې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
ډېپلوماټ ورځپاڼه: نړیواله ټولنه د افغانستان د وضعیت د ګواښ په ارزونه کې پاتې راغلې
100%

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې پوښتنه راپورته شوې چې نړیواله ټولنه تر کومې کچې د طالبانو د واکمنۍ له داخلي پالیسیو، بشري حقونو له وضعیت او د امنیتي اندېښنو له راپورونو سره د افغانستان د اوسني وضعیت د ګواښونو ارزونه کړې، او ولې د اغېزمن نړیوال اقدام بهیر محدود پاتې شوی.

دغه مقاله کې لیکل شوي، چې نږدې پنځه کاله وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان د وضعیت په اړه نړیوال غبرګون د شواهدو او راپورونو له پراخ شتون سره سره لا هم بې‌اقدامه پاتې دی.

د مقالې لیکوال استدلال کوي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو یا د عملي تعامل په لور حرکت کړی دی. په مقاله کې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو اعلان، د چین له لوري د طالبانو د استازي منل، او همدارنګه د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند او ترکیې له خوا د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو استازو ته سپارل د همدې بدلون بېلګې یادې شوې دي.

مقاله زیاتوي چې پاکستان، چې یو وخت د افغان طالبانو د ملاتړ په تور یادېده، اوس د امنیتي وضعیت له امله له طالبانو سره په کړکېچن اړیکو کې دی او خپله د ناامنۍ له اغېزو سره مخ شوی دی.

د لیکنې له مخې، د افغانستان دننه وضعیت د بشري حقونو له سختو محدودیتونو سره تړل شوی، په ځانګړي ډول د ښځو، هزاره ګانو، شیعه ګانو او ځینو نورو مذهبي او قومي اقلیتونو په اړه. مقاله د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د اداکارې مېرېل سټریپ له قوله هم یادونه کوي چې ویلي یې وو: «په افغانستان کې یوه پیشو تر ښځو ډېر حقونه لري.»

لیکوال ادعا کوي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په دوامداره ډول زیات شوي، او د زده‌کړې، ټولنیز ژوند، تګ راتګ او شخصي ازادیو په برخو کې سخت بندیزونه لګول شوي دي. همدارنګه د ځینو مواردو په اړه د اجباري واده او د کورني تاوتریخوالي په تړاو ادعاوې هم مطرح شوي دي.

په مقاله کې د هرات د جبرییل په سیمه کې د وروستیو احتجاجونو یادونه شوې، چې د لیکوال په وینا د ښځو د حقونو په اړه د اعتراضونو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له ادعاوو سره مل وو. همدارنګه د بدخشان په ولایت کې د ناقانونه کان کیندنې په تور د نیونو او فشارونو راپورونه هم یاد شوي دي.

لیکوال همدارنګه ادعا کوي چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناه‌ځای بدل شوی او د ځینو نړیوالو راپورونو له مخې ګڼې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري.

په پای کې مقاله دا پوښتنه مطرح کوي چې نړیواله ټولنه به تر کومه وخته د طالبانو د واکمنۍ د اغېزو په اړه د جدي اقدام له کولو ډډه کوي، او خبرداری ورکوي چې روان وضعیت کولی شي د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره لا پراخې پایلې ولري.

عاطف مشعل: افغانه مېرمن د افراط او تفریط ترمنځ د ناسم تعبیر قرباني شوې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱
عاطف مشعل: افغانه مېرمن د افراط او تفریط ترمنځ د ناسم تعبیر قرباني شوې
100%

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وایي، چې افغانه مېرمن لسیزې کېږي د افراط او تفریط ترمنځ د ناسم تعبیر قرباني ده او د تعلیم له اساسي حقه د محرومولو او یا هم د بهرنیو فرهنګي اجنډاوو تر اغېز لاندې راوستلو دواړه تګلارې د ټولنې له واقعیتونو سره سمون نه لري.

عاطف مشعل په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې افغانه مېرمن هم د دیني ارزښتونو د ناسم سخت‌دریځ تفسیر قرباني شوې او هم د هغو هڅو چې غواړي د ښځو د حقونو په نوم یو داسې فرهنګي تصور ترویج کړي چې د افغانستان له اسلامي او ټولنیز جوړښت سره فاصله لري.

هغه زیاتوي چې افغانه مېرمن د دې ملت د عزت، وقار او هویت برخه ده او د ښځو د حقونو بحث باید نه د افراط له زاویې وشي او نه د تفریط له لارې، بلکې د اعتدال، حکمت او د ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې وڅېړل شي.

مشعل ټینګار کړی چې د ښځو د تعلیم حق سلبول د معاصر عصر له اړتیاوو سره جفا ده او دا ډول محدودیتونه د شریعت د مقاصدو او د ټولنې د پرمختګ له روحیې سره همغږي نه لري.

هغه همدارنګه وایي چې افغانه مېرمن د بهرنیو ادارو یا اجنډاوو انحصار نه ده او د هغې د حقونو تعریف باید د همدې ملت له دیني، ملي او ټولنیز چوکاټ څخه په متوازن ډول وشي.

د هغه په وینا، ښځو ته داسې تعلیم ته اړتیا ده چې هم د دیني ارزښتونو، هم د کورنۍ د جوړښت او هم د ټولنې د پرمختګ ملاتړ وکړي، څو نه د افراط قرباني شي او نه د تفریط.

طالبان او پېن موسسه د ۱۸۰ زره ډالرو اضافي بشري مرستې پر وېش هوکړې ته رسیدلي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱
طالبان او پېن موسسه د ۱۸۰ زره ډالرو اضافي بشري مرستې پر وېش هوکړې ته رسیدلي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د پېن موسسې له مرستیال سره په لیدنه کې د بشري مرستو د یوې روانې پروژې د پلي کولو پر څرنګوالي او د ۱۸۰ زره امریکایي ډالرو د نوې بودجې د لګښت پر وېش هوکړه کړې ده،.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، د پېن موسسې مرستیال احسان‌الله نعیم ویلي چې د پروژې د لګښتونو د سپما له امله ۱۸۰ زره ډالر اضافي بودجه رامنځته شوې چې د پخوانۍ پروژې په چوکاټ کې به د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

د خبر له مخې، د دې پروژې ټولیز ارزښت ۸۲۶ زره او ۵۱ امریکایي ډالر دی چې په سمنګان او میدان وردګو ولایتونو کې د تطبیق په حال کې ده.

د پېښو سره د مبارزې ادارې وایي چې د دې مرستې له مخې به شاوخوا ۱۰۰۰ هغه کورنۍ نغدي مرسته ترلاسه کړي چې ځوانان یې په کانونو کې پر کار بوخت دي، څو د هغوی اقتصادي اړتیاوې پوره او ماشومان یې ښوونځیو ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د وینې ورکول ژوند ژغوري او ټولنې سره نښلوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان: د وینې ورکول ژوند ژغوري او ټولنې سره نښلوي
100%

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د خوندي وینې برابرول تصادفي نه دي، بلکې د نړۍ د میلیونونو رضاکارو او بې‌بدله وینه ورکوونکو د خاموشه بشرپاله مرستې پایله ده، چې د ناروغانو ژوند ژغوري او د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا بنسټ جوړوي.

دغه سازمان د وینې ورکوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د رضاکارو وینه ورکوونکو دا انسان دوستانه روحیه د وینې بانکونو د دوام، د ناروغانو د ژوند ژغورنې او د ټولنیز یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «خوندي وینه په تصادفي ډول نه برابریږي، بلکې د میلیونونو رضاکارو د خاموشې مهربانۍ له لارې برابریږي نه پیسې شته، نه مکلفیت، یوازې انسانیت.»

دغه سازمان ټینګار کړی چې رضاکارانه د وینې ورکول اوږدمهاله انساني اغېزې لري او د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز رول لوبوي.

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ډېرو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول د کم‌عاید هېوادونو کې، د خوندي وینې د برابرولو موضوع لا هم د روغتیايي سیستم له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.