بریټانیا له ۱۶ کلونو پر کمعمره کسانو د ټولنیزو شبکو کارول بندوي

د بریټانیا لومړی وزیر کیر سټارمر وايي چې تر راتلونکي پسرلي پورې به له ۱۶ کلونو کم عمره کسان له ټیکټاک، یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو منع شي.

د بریټانیا لومړی وزیر کیر سټارمر وايي چې تر راتلونکي پسرلي پورې به له ۱۶ کلونو کم عمره کسان له ټیکټاک، یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو منع شي.
رویټرز د سټارمر له قوله لیکلي چې هغه خبریالانو ته ویلي، دا پراخ بدلونونه به «ماشومانو ته د هغوی ماشومتوب بېرته ورکړي» او په دې لړ کې به د سنیپچټ، ټیکټاک، انسټاګرام او نورو پلاتفورمونو پر وړاندې اقدامات وشي.
هغه وویل: «ما ته څرګنده ده چې بشپړ بندیز سم انتخاب دی.»
سټارمر ویلي ، «ایا په واقعي ژوند کې داسې حالت شته چې تاسو خپل ماشوم له یوه ناپېژانده بالغ کس سره یوازې پرېږدئ چې هېڅ یې نه پېژنئ؟»
بل لور ته، د ټولنیزو رسنیو شرکتونو ویلي چې دوی لا دمخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره بېلابېل اقدامات کړي، لکه د الګوریتمونو بدلون او نور ساتندویه تدابیر.
دوی خبرداری ورکړی چې بشپړ بندیز ښايي ځوانان هغو پلاتفورمونو ته وهڅوي چې لا کم خوندیتوب لري.
یوټیوب ویلي چې له یوې لسیزې راهیسې یې د عمر له کچې سره مناسبې تجربې او د تنکیو ځوانانو لپاره خوندیتوب تدابیر رامنځته کړي دي.
د یوټیوب ویاند ویلي: «یوټیوب د ځوانانو، ښوونکو او کورنیو لپاره یوه مهمه سرچینه ده.»
سنیپچټ ویلي چې بشپړ بندیز به تنکي ځوانان د خپلو ملګرو او کورنیو له شخصي پیغامونو بېل کړي، چې د دوی د پلاتفورم د کارونې ډېره برخه جوړوي. دغه شرکت زیاته کړې چې د بندیز ساحه باید له سره وارزول شي.
همدارنګه د فېسبوک او انسټاګرام مالک شرکت میټا ویلي چې د استرالیا تجربه ښيي دا ډول بندیزونه ځوانان له انلاین ټولنو جلا کوي او هغوی غیرمنظمو او کمخوندي بدیلو لارو ته اړ باسي.
سټارمر، چې په راتلونکو اونیو کې د مشرتابه له احتمالي ننګونې سره مخ دی، منلې چې ماشومان به له محدودیتونو د تېرېدو لارې ومومي، خو ویلي یې دي چې دا بندیز به د ټولنیزو رسنیو په اړه د ټولنې په فرهنګ کې اوږدمهاله بدلون راولي.
هغه ویلي: «قوانین یوازې مقررات نه دي، بلکې زموږ د ارزښتونو څرګندونه هم ده.»
یو شمېر نورو هېوادونو هم اعلان کړی چې د ماشومانو پر روغتیا او خوندیتوب د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو له امله د دغو پلاتفورمونو د کارونې د تنظیمولو په لټه کې دي.