• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیاوي چارواکو د روسیې نفت وړونکې بېړۍ چلونکی د بندیزونو ماتولو په تور نیولی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱

رویټرز د برېتانیا د جرمونو ملي ادارې (NCA) په حواله راپور ورکړی چې د مانش کانال کې بریتانوي سمندریزو ځواکونو د روسیې د نفت ایستلو بیړۍ چلونکی هندی اجی پینټ، په دې تور نیولی چې د روسیې نفت او نفتي محصولات یې د نړیوالو بندیزونو خلاف نورو هېوادونو ته لېږدول.

یاد ټانکر، چې «سمیرتوس» نومېږي، د انګلستان په سمندري کانال مانش کې د برېتانوي سمندري ځواکونو له خوا ودرول شو او وروسته وپلټل شو. چارواکو بېړۍ نیولې او تر څارنې لاندې یې ساتلې ده.

برېتانیا وایي چې دا بېړۍ د روسیې د پټو بیړیو له ډلې څخه ده. دا هغه بېړۍ دي چې د روسیې پر ضد لګول شوي بندیزونه د پټو فعالیتونو او د نورو هېوادونو د بیرغونو په کارولو سره ماتوي.

ټاکل شوې چې اجی پنت سې شنبې محکمې ته حاضر شي او د هغه دوسیه به هلته وڅېړل شي.

برېتانیا تر اوسه نږدې ۶۰۰ هغه بېړۍ تر بندیزونو لاندې راوستي چې د روسیې د نفتو په پټ لېږد کې د ښکېلتیا شک پرې کېږي. لوېدیځ هېوادونه باور لري چې د روسیې د نفتو عواید د اوکراین په جګړه کې د مسکو مالي ملاتړ کوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې یوه بي۵۲ بم غورځونکې الوتکه راغورځېدلې او په‌کې ناست ۸ کسان مړه شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۹ GMT+۱
په امریکا کې یوه بي۵۲ بم غورځونکې الوتکه راغورځېدلې او په‌کې ناست ۸ کسان مړه شوي
100%

د امریکا په کلیفورنیا کې د هوايي ځواک یوه بې۵۲ سټراټوفورټرېس بم غورځونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ د اډوارډز له هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راغورځېدلې ده. د دغې هوايي اډې چارواکي وايي، داسې انګېرل کېږي، چې په الوتکه کې سپاره د عملې ټول غړي یعنې ۸ کسان وژل شوي دي.

اډوارډز هوایي اډې له پېښې شاوخوا څلور ساعته وروسته په یوې اعلامیې کې وویل، دغه اته انجن لرونکې جټ الوتکه چې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږدولو لپاره جوړه شوې، د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال راغورځېدلې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د لاس انجلس په ۱۰۰ مایلۍ کې شمال لور ته د پېښې د ځای له هوا څخه اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د دښتې د ځمکې یوه برخه چې کابو د فوټبال د یوه میدان په اندازه سوځېدلې او لوګي ترې پورته کېږي. په ویډیو کې د الوتکې کومې لویې پاتې شونې په اسانۍ سره نه تر سترګو کېږي.

اډوارډز هوایي اډې زیاته کړې: «د هوایي ځواک یوه بي۵۲ سټراټوفورټریس الوتکه چې اته کسان په‌کې سپاره وو او پر یوې عادي ازمایښتي دندې بوخته وه، نن له الوتو وروسته راغورځېدلې ده. لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې له دې پېښې څخه څوک ژوندي نه‌دي پاتې».

د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي، خو په اړه یې د پلټنو له دوامه خبر ورکړل شوی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې
100%

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې چارواکو د قزاقستان په الماتي ښار کې په یوې غونډه کې د افغانستان د وضعیت، د سیمې پر امنیت د هغه د اغېزو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شوې او د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو استازو اتمه ناسته وه.

په غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د روانو تحولاتو، د سیمې پر ثبات د هغوی د اغېزو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکاریو د راتلونکو فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د خبرو اترو یو مهم محور د افغانستان له لارې د ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو پراختیا وه. چارواکو ویلي چې د دغو لارو پراختیا کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپا سره اقتصادي نښلونې لا زیاتې کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د سیمه‌ییزو ننګونو د حل لپاره پر سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار شوی دی. ګډونوالو په الماتي ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخو د سیمه‌ییز مرکز فعالیتونه هم مهم بللي دي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو د پرمخ بېولو او له افغانانو سره د بشري او تعلیمي مرستو په برخه کې د قزاقستان د رول ستاینه وکړه.

د ناستې په پای کې استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره به د منځنۍ اسیا د هېوادونو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ همکارۍ دوام ومومي.

په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی و.

ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه او له دې ډلې سره د کډوالۍ د هوکړې په اړه خبرې یو ګواښونکی پیغام لېږدوي؛ داسې پیغام چې یو رژیم کولای شي افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول وځپي، خو بیا هم د یوه ډیپلوماټیک شریک په توګه منل کېږي.

ملاله یوسفزۍ په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې همدغه رژیم تېره اوونۍ په هرات کې لږ تر لږه دېرش ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله ونیولې. د هغې په وینا، طالبانو وروسته پر هغو خلکو هم ډزې وکړې چې د دغو نیونو پر ضد یې اعتراض کاوه، چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

هغې ټینګار کړی چې د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» نظام ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي. د هغې په وینا، طالبانو نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع کړې، د هغوی د تګ راتګ ازادي یې په جدي ډول محدوده کړې او ګڼې ښځې یې جبري ودونو ته اړ ایستلې دي.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې اروپا باید له داسې رژیم سره د هوکړو پر امکان غور ونه کړي چې د نړۍ د بشري حقونو له تر ټولو جدي او ناوړه کړکېچونو څخه د یوه مسوول بلل کېږي.

هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت جدي ونیسي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر مهال د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځوي.

بریټانیا له ۱۶ کلونو پر کم‌عمره کسانو د ټولنیزو شبکو کارول بندوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱
بریټانیا له ۱۶ کلونو پر کم‌عمره کسانو د ټولنیزو شبکو کارول بندوي
100%

د بریټانیا لومړی وزیر کیر سټارمر وايي چې تر راتلونکي پسرلي پورې به له ۱۶ کلونو کم عمره کسان له ټیک‌ټاک، یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو منع شي.

رویټرز د سټارمر له قوله لیکلي چې هغه خبریالانو ته ویلي، دا پراخ بدلونونه به «ماشومانو ته د هغوی ماشومتوب بېرته ورکړي» او په دې لړ کې به د سنیپچټ، ټیکټاک، انسټاګرام او نورو پلاتفورمونو پر وړاندې اقدامات وشي.

هغه وویل: «ما ته څرګنده ده چې بشپړ بندیز سم انتخاب دی.»

سټارمر ویلي ، «ایا په واقعي ژوند کې داسې حالت شته چې تاسو خپل ماشوم له یوه ناپېژانده بالغ کس سره یوازې پرېږدئ چې هېڅ یې نه پېژنئ؟»

بل لور ته، د ټولنیزو رسنیو شرکتونو ویلي چې دوی لا دمخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره بېلابېل اقدامات کړي، لکه د الګوریتمونو بدلون او نور ساتندویه تدابیر.

دوی خبرداری ورکړی چې بشپړ بندیز ښايي ځوانان هغو پلاتفورمونو ته وهڅوي چې لا کم خوندیتوب لري.

یوټیوب ویلي چې له یوې لسیزې راهیسې یې د عمر له کچې سره مناسبې تجربې او د تنکیو ځوانانو لپاره خوندیتوب تدابیر رامنځته کړي دي.

د یوټیوب ویاند ویلي: «یوټیوب د ځوانانو، ښوونکو او کورنیو لپاره یوه مهمه سرچینه ده.»

سنیپچټ ویلي چې بشپړ بندیز به تنکي ځوانان د خپلو ملګرو او کورنیو له شخصي پیغامونو بېل کړي، چې د دوی د پلاتفورم د کارونې ډېره برخه جوړوي. دغه شرکت زیاته کړې چې د بندیز ساحه باید له سره وارزول شي.

همدارنګه د فېسبوک او انسټاګرام مالک شرکت میټا ویلي چې د استرالیا تجربه ښيي دا ډول بندیزونه ځوانان له انلاین ټولنو جلا کوي او هغوی غیرمنظمو او کمخوندي بدیلو لارو ته اړ باسي.

سټارمر، چې په راتلونکو اونیو کې د مشرتابه له احتمالي ننګونې سره مخ دی، منلې چې ماشومان به له محدودیتونو د تېرېدو لارې ومومي، خو ویلي یې دي چې دا بندیز به د ټولنیزو رسنیو په اړه د ټولنې په فرهنګ کې اوږدمهاله بدلون راولي.

هغه ویلي: «قوانین یوازې مقررات نه دي، بلکې زموږ د ارزښتونو څرګندونه هم ده.»

یو شمېر نورو هېوادونو هم اعلان کړی چې د ماشومانو پر روغتیا او خوندیتوب د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو له امله د دغو پلاتفورمونو د کارونې د تنظیمولو په لټه کې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیکیږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱
د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیکیږي
100%

د امریکا او ایران چارواکو اعلان کړی چې دواړو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانستلو پر سر هوکړه کړې ده. هوکړه په رسمي ډول د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له اسلامي جمهوریت سره معامله بشپړه شوې ده او دا یې د اوږدې جګړې د پای ته رسولولپاره مهم ګام بللی دی.

د دې هوکړې له مخې د ټولو پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي درول شامل دي، چې په لبنان کې روانې شخړې هم پکې راځي.

ایران هم ویلي چې د جګړې ټولې جبهې به د دوشنبې له شپې وروسته غلې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په هوکړه لیک کې د اټومي موضوع د جزییاتو په اړه هېڅ بحث نه دی مطرح شوی او په عمومي ډول دا موافقه شوې چې د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته د ۶۰ ورځو په موده کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مسایلو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې کیږي.