• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبرپښتونخوا کې د محرم ورځې؛ ۴۳زره عسکر د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا پولیسو وایي، چې په دغه ایالت کې د محرم الحرام په مناسبت د ماتمي مراسمو او غونډو د امنیت ټینګښت لپاره یې هر اړخیز امنیتي پلان چمتو کړی چې له مخې به یې په ټولو سیمو کې له ۴۳ زرو څخه زیات امنیتي عسکر ځای پر ځای شي.

د دغه پلان له مخې یوازې په پېښور ښار کې شاوخوا ۱۲ زره پولیس د امنیتي او ترافیکي چارو د سمبالولو لپاره ګومارل کېږي.

د پولیسو د چارواکو په وینا، په پېښور کې د دغه امنیتي پلان د پلي کولو لپاره د چټک غبرګون ځواک، د ترهګرۍ ضد پولیس او د ښځینه پولیسو په ګډون بېلابېلې ځانګړې قطعات او د بم شنډولو ډلې پر دندو ګومارل شوې دي. د ماتمي مراسمو ټولې لارې او د تکیه‌خانې به د بم شنډولو د ډلو او ځانګړو روزل شویو سپیو په مرسته په دوامداره توګه پلټل کېږي او د خوندي ښار پروژې تر چتر لاندې به د کنټرول مرکزونو له لارې د حساسو سیمو ۲۴ ساعته څارنه کېږي.

د خېبرپښتونخوا چارواکي وایي چې د ښار په ټولو داخلي او خارجي لارو کې د تلاشۍ بهیر لا پسې سخت شوی او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د لټون او هدفي عملیاتو لړۍ هم پیل شوې ده څو هر ډول احتمالي ګواښ پر وخت شنډ شي. د ماتمي لاریونونو لپاره درې پوړیز امنیتي کمربند جوړېږي او د لارو پر سر د ودانیو پر بامونو به اضافي عسکر ځای پر ځای شي، په داسې حال کې چې د ترافیکو د روان ساتلو لپاره به له زرو څخه زیات ترافیک پولیس دندې ترسره کوي.

د امنیتي اندېښنو له امله د دغه ولایت په ۱۴ حساسو او ډېرو حساسو سیمو کې د نهم او لسم محرم پر ورځو د موبایل او انټرنیټ خدماتو د جزوي ځنډولو سپارښتنه شوې او په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته رسمي مکتوب استول شوی دی.

د رپوټونو له مخې، پېښور، کوهاټ، هنګو، ډېره اسماعیل خان، ټانک، بنو، لکي مروت او کرمه د تر ټولو حساسو سیمو په توګه نښه شوي چې د مراسمو د هوايي څارنې لپاره به پکې له هیلیکوپټرو او ډرون الوتکو څخه ګټه واخیستل شي او پرمختللي د ډرون ضد سیسټمونه به هم فعال وي.

دا امنیتي تدابیر په داسې حال کې نیول کېږي چې په خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې. تر دې مخکې د داعش وسله‌والې ډلې په پښتونخوا کې د شیعه مذهبو پر مذهبي مراسمو او جوماتونو باندې هم ځانمرګي بریدونه کړي چې د پاکستان امنیتي ادارې یې د دغو مراسمو لپاره د بیا ترسره کولو لپاره یاده ډله یو ګواښ بولي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي
100%

د خېبرپښتونخوا د کورني او قبايلي چارو سلاکار طارق سعید د افغان کډوالو د ستنېدو د ارزونې په غونډه کې ټينګار وکړ، چې د کډوالو د ایستلو پروسه دي په ۴۵ ورځو کې بشپړه شي. نوموړي‌ مسولینو ته امر کړی چې د هغو کسانو د ملکیتونو پر وړاندې اقدامات وکړي چې غیري قانوني مېشت دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه یو ځل بیا چټکه شوې او په یو شمېر سیمو کې کډوالو ته د ژر ایستلو وخت ورکړل شوی.

د خېبرپښتونخوا چارواکو د کډوالو د ایستلو د ارزونې په راپور کې ویلي، چې دا مهال په پېښور، کوهاټ، چارصده او هانګو کې د کډوالو کمپونه فعال دي.

صارق سعید د کډوالو د ایستلو په برخه کې امنیتي او ملکي چارواکو ته امر کړی، چې د غیري قانوني بهرنیو وګړو د ایستلو بهیر چټک او په درناوي یې پر وخت تر سره کړي.

دا پرېکړه د پاکستان د هغه روان کمپاین دوام بلل کېږي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسنادو بهرنیانو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو، د بېرته ستنولو لپاره پیل شوی او تر اوسه یې سلګونه زره کسان په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا په کُرمه کې پر یوه کور د ډرون الوتکې برید څلور تنه وژلې او ۸ نور یې ټپیان کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
د پښتونخوا په کُرمه کې پر یوه کور د ډرون الوتکې برید څلور تنه وژلې او ۸ نور یې ټپیان کړي
100%

د خيبرپښتونخوا ايالت په قبايلي ولسوالۍ کرمه کې په يوه کور د ډرون بريد په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي پر دغه کور د بارودي ګولې غورځېدو غمجنه پېښه په کلکه غندلې ده.

د کُرمې پوليسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې د يکشنبې او دوشنبې پر منځنۍ شپه کې د کرمې مرغان تاڼې په ټنډوري سيمه کې پر يوه کور دغه ډرون برید شوی، څلور کسان پکې وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي وو.

د پوليسو دفتر وويل، په پېښه کې په وژل شويو کسانو کې دوه کم عمره ماشومانې، يو هلک او يوه ښځه شامل دي.

په پېښه کې ټپيان شوي کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي او د خيبرپښتونخوا ايالت اعلی وزیر سهېل اپريدی یې پوښتنې له ورغلی دی. اپریدي په یوه بيان کې «په کور د باردوي ګولې غورځېدو پېښې ته غمجنه وويل او په کلکه یې غندنه وکړه».

هغه په پېښه کې د اغېزمنو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او زیاته کړې یې ده حکومت د دغو کورنيو سره په دې سخت وخت کې ولاړ دی او احتمالي مرستې به یې يقيني کړل شي.

په کُورمه کې دا تازه بريد په داسې حال کې شوی، چېد خیبر پښتونخوا پوليسو ويلي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې وسله والو ډلو په دغه ايالت کې پر پاکستاني ځواکونو ۱۸۲ ډرون بریدونه کړي، چې یوازې ۱۰۰ بریدونه پکې په تېرو پنځو میاشتو کې شوي دي.

د پولیسو د ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کې تر اوسه پورې د پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰۰ ډرون بریدونه شوي چې د پولیسو ګزمې او سټیشنونه پکې په نښه شوي دي. او زیات بريدونه په شمالي وزيرستان او بنو ولسواليو کې شوي دي.

پوليس چارواکو ويلي، زيات ډرون بريدونه ناکامه کړل شوي هم دي.

د يکشنبې په ورځ هم په کورمه کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او يوې ښځې د پېښې په ترڅ کې د زړه د دورې له امله ساه ورکړې وه، د پوليسو له مخې په نښته کې د پوليسو ۱۷ سرتيري او ۱۷ ملکي وګړي هم ټپيان شوي وو.

په کرمه کې پرله پسې دوه ورځې پر پوليسو د بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحريک منلې ده.

بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱
بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی
100%

د بشري حقونو پښتنه فعاله بشرا ګوهر وایي، په افغانستان او پر ځانګړې ډول هرات ولايت کې د ښځو پر ضد د طالبانو لخوا د ځپنې عملیاتو غنده کوي او د افغانستان مېرمنو سره اوږه په اوږه ولاړه ده. هغې زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر خلاصي زندان بدل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ملي جمهوری غورځنګ مشرې بشرا ګوهر افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل، «د هرات د ښځو پر ضد د ځپنې د عملیاتو غندنه کوم، د افغانستان او هرات ولس ته سلام وړاندې کوم چې دوی راپاڅېدلي او د طالبانو د دغه ناروا عمل پر وړاندې یې مزاحمت پيل کړی دی».

هغې د افغان مېرمنو سره د يووالي د څرګندونو ترڅنګ وويل، «په افغانستان کې د دوحې تړون وروسته د ترهګرې ټوپکمارې ډلې قبضه ده، هلته نه اساسي قانون شته، نه حکومت شته چې ولسي مشروعيت لري، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی».

بشرا ګوهر وويل، «د افغانستان ښځې زړورې دي چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅېدلي او مبارزه یې پيل کړې ده پکار ده چې په دې ټوله سيمه کې سياسي مشران راپاڅي، د افغانستان مشران هم راپاڅي او د ښځو سره اوږه په اوږه ودريږي».

د طالبانو د کړنو په اړه اغلې ګوهر وويل، «پکار ده چې د طالبانو پر ضد د انصاف نړيواله محکمه کې قضيه وشي».

هغې د دوحې تړون د «جنايت کار تړون» په نوم ياد کړ چې له مخې به یې ترهګر په افغانستان کې اباديږي او د افغانستان پېژندګلو به له منځه ځي، دا د افغان ولس او ښځو پر ضد جګړه ده.

بشری ګوهر وويل، بايد په افغانستان کې يو مشروع حکومت جوړ شي، ښځو ته پکې حقونه ورکړل شي، زده کړې او ژوند د هر چا اساسي حق دی، څوک هم دا واک نه لري چې د خلکو څخه دا حق وتروړي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د افغانستان په هرات ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا د «حجاب نه مراعتولو» په تور ښځې نیول شوي، او بيا ښځو او عامو خلکو د دغه کړنې پر ضد لاريونونه کړي او په ځايي او نړیواله کچه د طالبانو دغه کړنې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

نثار باز: د پښتونخوا ۱۰۹ ميليارده کلدارې پرمختيايي بوديجه ولې مرکز ته ورکړل شوې؟

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
نثار باز: د پښتونخوا ۱۰۹ ميليارده کلدارې پرمختيايي بوديجه ولې مرکز ته ورکړل شوې؟
100%

د عوامي نشنل ګوند د خيبرپښتونخوا ايالتي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د تحریک انصاف ګوند په ايالتي حکومت نيوکې کړي او پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولس ته دې وويل شي، چې د ايالت د پرمختيايي بوديجې څخه ۱۰۹ ميليارده کلدارې ولې مرکز ته ورکړل شوي دي؟.

نثار باز خان په يوه ويډيوي بيان کې وويل، د پښتونخوا ايالت څخه دغه روپۍ په داسې وخت کې اخيستل شوي،چې پر مرکز باندې د ایالت۵ زره میلیارده کلدارې اوسې هم پاتې دي. «په داسې شرایطو کې د ایالتي حکومت له لوري له وفاق سره دا همکاري په کوم اساس ترسره کېږي؟».

هغه نيوکه کړې، چې د خیبر پښتونخوا له پرمختیایي فنډونو څخه د هېواد «دفاعي بودیجې» ته کلدارې ورکول «د دغه ایالت له ولس سره د بې انصافۍ په مانا ده».

هغه پوښتنې راولاړې کړي او ځواب یې غوښتی چې «د خیبر پښتونخوا خلک غواړي پوه شي چې د دوی د حقونو او سرچینو د ساتنې لپاره د دوی قضیه ایالتي حکومت او اعلا وزیر په اغېزناکه توګه ولې وړاندې نه کړه؟ دا همکاري د چا لپاره شوې ده؟ د چا په امر شوې ده؟».

اسد قيصر: افغانستان سره د لارو د تړلو له امله د پښتونخوا سره ظلم کيږي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱
اسد قيصر: افغانستان سره د لارو د تړلو له امله د پښتونخوا سره ظلم کيږي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړی اسد قيصر ويلي، د افغانستان سره لارې تړل شوي، د پښتونخوا سره ظلم روان دی، په داسې حال کې چې د هند سره د واګه پوله خلاصه او د ايران سره د جګړې په حالت کې هم سواګري کيږي.

اسد قیصر په ملي پارلمان کې خپله وينا کې وويل، «د پېښور یو سوداګر څنګه کولای شي د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي. که موږ یو فرصت لرو، هغه افغانستان او منځنۍ اسیا ده. تاسو له افغانستان سره زموږ ټولې لارې وتړلې، کاروبار مو بند کړ چې له امله یې په پېښور کې شته صنعت د سقوط په حال کې دی».

هغه د پاکستان په حکومت غږ کړی، «پر موږ دا ظلم مه کوئ، له موږ څخه سیاسي غچ مه اخلئ. تاسو له هند سره کاروبار کوئ که نه، د واهګې پوله مو خلاصه کړې که نه، تاسو د ایران د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې هم سوداګري کوئ».

اسد قيصر د امریکا او ايران د جګړې او بيا د خبرو اترو په بېلګه وړاندې کولو سره وويل، که امريکا او ايران په خپلو کې سره خبرو کې ته کېني، پاکستان دې هم د «ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې له هغوی (افغانستان) سره خپل لیدلوری شریک کړي».

هغه زياته کړه، «تاسو له سفارتي لارو کار واخلئ، که هغه نه شئ کولای نو موږ چمتو یو چې د جرګو له لارې خپلې معاملې حل کړو، خو د خدای لپاره پرېږدئ چې موږ کاروبار وکړو، موږ ته د کار کولو اجازه راکړئ».