• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سوداګرۍ وزارت خپلو کارکوونکو ته: د هبت الله لارښوونې، اطاعت او فرمانونه عملي کړئ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دغه ډلې د مشر «لارښوونې، فرمانونه، احکام او د مشرانو اطاعت» ومني او عملي یې کړي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو د کابینې په وروستۍ غونډه کې اداري کارکوونکو ته د هبت الله د «هدایت او امرونو» پر رسولو ټینګار شوی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپلو مرکزي او ولایتي کارکوونکو او مسولینو سره په انلاین غونډه کې د دغه ډلې د مشرتابه د «امرونو او لارښوونو» پر عملي کولو ټینګار کړی.

نورالدین عزیزي ویلي: «د کابینې په وروستۍ ناسته کې د مشرتابه صادر شوي هدایات او امرونه کارکوونکو ته ورسول شول».

هغه همدارنګه زیاته کړې: « مشرتابه په خپلو لارښوونو کې پر تقوا، خالص عبادت، د شریعت د احکامو عملي کول، د مشرانو اطاعت، د عقیدې زده کړه، د قوانینو او مقرراتو تطبیق او له خلکو سره پر ښه چلند باندې ټینګار کړی دی».

عزيزي له خپلو کارکوونکو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د هبت الله حکمونه، فرمانونه او لارښوونې عملي کړي.

یوشمېر انتقاد کوونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د طالبانو وزارتونه د ادارې د تخنیکي او اقتصادي فعالیتونو پر ځای تر ډېره پر دیني او فکري لارښوونو تمرکز کوي، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو، کاري فرصتونو او سوداګریزې پراختیا له جدي ننګونو سره مخ دی.

منتقدان وايي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي دنده د پانګونې جلبول، د صنعت ملاتړ، د سوداګرۍ اسانتیا او د بازارونو پراختیا ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

اوچا: په بامیان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت کورنۍ د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱
اوچا: په بامیان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت کورنۍ د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په بامیان ولایت کې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی، تر دې چې ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په افغانستان کې د اوچا دفتر په یوه تازه ایکس پوسټ کې د بامیان ولایت د اوسېدونکو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

اوچا د بامیان د یوې سیمې د اوسېدونکي له قوله ویلي: «دلته ژوند ورځ تر بلې ناشونی کېږي.»

د یادې ادارې په وینا، د اوبو کمښت او پرله‌پسې وچکالي ځینې کورنۍ دې ته اړ کړې چې خپلې مېنې پرېږدي، په داسې حال کې چې پاتې کورنۍ هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

اوچا ټینګار کړی چې د بامیان د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره باید عاجل اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ دوام په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو پر بشري وضعیت فشارونه نور هم زیات کړي دي.

طالبانو وایي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو وایي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې محتسبینو یې په شپږو ولایتونو کې ۲۰ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن سه شنبه (د غبرګولي ۲۶مه) خپره شوې، دغه پېښې په فاریاب، تخار، ننګرهار، سرپل، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ښځې له کلونو راهیسې د کورنیو له لوري د تاوتریخوالي سره مخ وې او د دوی په وینا له شرعي حقونو بې برخې وې.

وزارت زیاتوي چې د دغو ښځو خاوندان او د کورنۍ غړي اړوندو ریاستونو ته احضار شوي او له هغوی څخه په لیکلې بڼه ژمنه اخیستل شوې چې په راتلونکي کې به دا ډول کړنې نه تکراروي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یاد وزارت د ښځو اړوند محدودونکې قوانین وضع کړي. او ښځې یې له له ازاد تګ راتګ، تعلیم او کار څخه منعه کړي.

امیرخان متقي: د واشنګټن او تهران هوکړه د سیمې او نړۍ په ګټه ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
امیرخان متقي: د واشنګټن او تهران هوکړه د سیمې او نړۍ په ګټه ده
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دغه وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه یو غوره اقدام او د سیمې هېوادونو په ګټه ده.

امیرخان متقي دغه غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «ایران او امریکا له اوږدو خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلې که توافق وشي مثبت پرمختګ دی». نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ دي جګړې، تاوتریخوالی او ستونزې د خبرو، ناستو او تفاهم له لارې حل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې ده.

ویل کیږي دا هوکړه به راتلونکې جمعه په سویس کې لاسلیک شي. د دې هوکړې له مخې به ایران هرمز تنګی بېرته پرانیزي او امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه لرې کوي.

امیرخان متقي د سیمه ییزو مطالعاتي ادارو ترمنځ ګډ علمي، څېړنیز او فکري همکارۍ د سیمې او هېوادونو په پرمختګ کې مهم یادې کړې.

متقي ویلي، چې له دغه ګډو ناستو او هڅو له مخې دې، په سیمه کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، جګړې، د هېوادونو اړیکې، اقتصادي او سوداګریزې چارې او ورته نور برخو کې دي څېړنې، طرحې، پلانونه او وړاندیزونه تیار او د ستونزو په حل کې دې له دولتونو سره همکارۍ پياوړي شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه ناسته کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون لري.

په یاده ناسته کې به ګډونوال د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزوي.

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي
100%

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې د سیداباد ولسوالۍ د دښت توپ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه ګله چې موټر له سرک کاواکه او چپه شو.

مسوولین زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.

یونیسف: افغانستان کې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
یونیسف: افغانستان کې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې یې د زده‌کړې، روغتیايي خدماتو او بشري ملاتړ په برخو کې پراخې مرستې کړې دي، چې له مخې یې ۶۰ زره ماشومان د زده‌کړې تر پوښښ لاندې راغلي او شاوخوا ۱،۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورونکي معلومات رسېدلي دي.

یونیسف په یوه تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې په دغه هېواد کې یې د زده‌کړې، روغتیا او بېړنیو بشري خدماتو په برخو کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.

یونیسف ویلي چې د خپلو پروګرامونو له لارې یې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده، چې دا د میلیونونو افغان ماشومانو د زده‌کړې د ملاتړ په لړ کې مهم ګام بلل کېږي.

دغه اداره زیاتوي چې شاوخوا ۱،۸ میلیونه کسانو ته یې د ژوند ژغورونکو معلوماتو او عامه پوهاوي خدمات برابر کړي دي، څو د روغتیا، خوندیتوب او بېړنیو حالاتو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

یونیسف همداراز ویلي چې په روغتونونو کې یې ۵ بېړني اکسیجن تولیدي فابریکې نصب کړې دي، څو د روغتیايي خدماتو ظرفیت لوړ کړي او د بیړنیو ناروغانو درملنه اسانه شي.

په پوسټ کې راغلي چې د دې ادارې یو شمېر همغږي شوي خدمات له هغو کورنیو سره هم مرسته کوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، څو هغوی ته د زده‌کړې، روغتیا او نورو اساسي اړتیاوو اسانتیاوې برابرې شي.

یونیسف ټینګار کړی چې دا ډول بشري او پرمختیايي پروګرامونه د افغانستان د ماشومانو او کورنیو د ژوند د ښه‌والي لپاره حیاتي ارزښت لري.