د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال هیمش فالکنر اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د راپور په وینا، هیمش فالکنر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې بحث کړی دی.
نوموړي ویلي چې پاکستان باور لري ځینې امنیتي ګواښونه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې سرچینه اخلي، او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي. خو د هغه په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یوازینۍ عملي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې او دوامداره همکاري ده.
فالکنر د «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو پېښو له امله د ملکي تلفاتو په اړه هم خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: «هیڅوک نه غواړي چې که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې، ملکي وګړي قرباني شي.»
هغه زیاته کړې چې د سیمې امنیتي ننګونې ګډو هڅو او اوږدمهاله حللارو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ثبات لپاره حیاتي رول لري.
د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د پاکستان په خاوره کې د افغان کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي چې باید د نړیوالو قانوني معیارونو مراعات وشي، خو دا موضوع یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ګډو هڅو له لارې د حل وړ بللې ده.
راپور زیاتوي چې په دې لیدنو کې د سیمې پر نورو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې ځینې وسلهوالې ډلې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.