د طالبانو د ننګرهار د پوهنې ریاست مرستیال لیاقت علي دا غږیز پېغام د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۶مه ددغه ولایت د ټولو ښوونځیو مدیرانو ته لېږلی دی.
په پېغام کې لیاقت علي وايي، په تېرو دوو ورځو کې لیدل کیږي چې د ښوونځيو زده کوونکو په فراغت غونډو کې د افغانستان ملي بیرغونه او رنګونه پر خپلو جامو کارولي دي.
د نوموړي په وینا، د هغو زده کوونکو په اړه به پلټنه وکړي، چې پر جامو یې بیرغ رسم کړی وي او د دوی نتایج به نه تاییدیږي او بریلیکونه به یې ځنډیږي.
نوموړي همدراز د ښوونځیو مسوولانو ته ویلي، چې دوی به هم ددې ډلې د قانون له مخې د سزا وړ ګڼل کېږي.
لیاقت علي د خبرو په یوه برخه کې ویلي:« د ښوونځيو مسوولین دې ددې مخه ونیسي، دا زموږ د نظام لپاره ډېره بده ده.»
دا بندیز یوازې په ننګرهار کې نه دی لګول شوی بلکې تېر کال په کونړ کې د طالبانو د کونړ امربالمعروف محتسبان پارک ته داخل شول او د زده کوونکو د فرافت مراسم یې ګډوډ کړل او هغه زده کوونکي یې ونیول چې ملي بیرغ یې پر جامو رسم کړی و.
افغانستان انټرنشنل ددې پيښې ویډیو خپره کړې وه، چې د طالبانو د امربالمروف ریاست متحسبین په زوره یو شمېر زده کوونکي موټر ته پورته کوي.
په افغانستان کې د لېسو او پوهنتونونو ګڼ زده کوونکي د فراغت غونډو کې د یادګار په توګه ملي بیرع یا هم د یو بل پر جامو لاسلیکونه کوي.
د روان کال د وري پر ۲۶مه په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو کتابتونونو، چاپي مرکزونو او د ډیکورېشن هټیو ته امر کړی و، چې د طالبانو له ځانګړي بیرغ پرته د بل هر ډول بیرغ له چاپ، پلور او خپرولو ډډه وکړي.
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ «تور، سور او زرغون» په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو، خو طالبانو پر ملي بیرغ بندیز لګولی دی.