• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو وایي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې محتسبینو یې په شپږو ولایتونو کې ۲۰ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن سه شنبه (د غبرګولي ۲۶مه) خپره شوې، دغه پېښې په فاریاب، تخار، ننګرهار، سرپل، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ښځې له کلونو راهیسې د کورنیو له لوري د تاوتریخوالي سره مخ وې او د دوی په وینا له شرعي حقونو بې برخې وې.

وزارت زیاتوي چې د دغو ښځو خاوندان او د کورنۍ غړي اړوندو ریاستونو ته احضار شوي او له هغوی څخه په لیکلې بڼه ژمنه اخیستل شوې چې په راتلونکي کې به دا ډول کړنې نه تکراروي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یاد وزارت د ښځو اړوند محدودونکې قوانین وضع کړي. او ښځې یې له له ازاد تګ راتګ، تعلیم او کار څخه منعه کړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: د واشنګټن او تهران هوکړه د سیمې او نړۍ په ګټه ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
امیرخان متقي: د واشنګټن او تهران هوکړه د سیمې او نړۍ په ګټه ده
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دغه وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه یو غوره اقدام او د سیمې هېوادونو په ګټه ده.

امیرخان متقي دغه غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «ایران او امریکا له اوږدو خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلې که توافق وشي مثبت پرمختګ دی». نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ دي جګړې، تاوتریخوالی او ستونزې د خبرو، ناستو او تفاهم له لارې حل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې ده.

ویل کیږي دا هوکړه به راتلونکې جمعه په سویس کې لاسلیک شي. د دې هوکړې له مخې به ایران هرمز تنګی بېرته پرانیزي او امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه لرې کوي.

امیرخان متقي د سیمه ییزو مطالعاتي ادارو ترمنځ ګډ علمي، څېړنیز او فکري همکارۍ د سیمې او هېوادونو په پرمختګ کې مهم یادې کړې.

متقي ویلي، چې له دغه ګډو ناستو او هڅو له مخې دې، په سیمه کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، جګړې، د هېوادونو اړیکې، اقتصادي او سوداګریزې چارې او ورته نور برخو کې دي څېړنې، طرحې، پلانونه او وړاندیزونه تیار او د ستونزو په حل کې دې له دولتونو سره همکارۍ پياوړي شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه ناسته کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون لري.

په یاده ناسته کې به ګډونوال د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزوي.

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي
100%

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې د سیداباد ولسوالۍ د دښت توپ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه ګله چې موټر له سرک کاواکه او چپه شو.

مسوولین زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.

یونیسف: افغانستان کې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
یونیسف: افغانستان کې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې یې د زده‌کړې، روغتیايي خدماتو او بشري ملاتړ په برخو کې پراخې مرستې کړې دي، چې له مخې یې ۶۰ زره ماشومان د زده‌کړې تر پوښښ لاندې راغلي او شاوخوا ۱،۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورونکي معلومات رسېدلي دي.

یونیسف په یوه تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې په دغه هېواد کې یې د زده‌کړې، روغتیا او بېړنیو بشري خدماتو په برخو کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.

یونیسف ویلي چې د خپلو پروګرامونو له لارې یې ۶۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده، چې دا د میلیونونو افغان ماشومانو د زده‌کړې د ملاتړ په لړ کې مهم ګام بلل کېږي.

دغه اداره زیاتوي چې شاوخوا ۱،۸ میلیونه کسانو ته یې د ژوند ژغورونکو معلوماتو او عامه پوهاوي خدمات برابر کړي دي، څو د روغتیا، خوندیتوب او بېړنیو حالاتو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

یونیسف همداراز ویلي چې په روغتونونو کې یې ۵ بېړني اکسیجن تولیدي فابریکې نصب کړې دي، څو د روغتیايي خدماتو ظرفیت لوړ کړي او د بیړنیو ناروغانو درملنه اسانه شي.

په پوسټ کې راغلي چې د دې ادارې یو شمېر همغږي شوي خدمات له هغو کورنیو سره هم مرسته کوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، څو هغوی ته د زده‌کړې، روغتیا او نورو اساسي اړتیاوو اسانتیاوې برابرې شي.

یونیسف ټینګار کړی چې دا ډول بشري او پرمختیايي پروګرامونه د افغانستان د ماشومانو او کورنیو د ژوند د ښه‌والي لپاره حیاتي ارزښت لري.

ملګري ملتونه: په بامیان کې د ښځو لپاره د نړیوالو پروګرامونو مثبت اغېز لیدل شوی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: په بامیان کې د ښځو لپاره د نړیوالو پروګرامونو مثبت اغېز لیدل شوی
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په بامیان ولایت کې د اروپایي ټولنې په ملاتړ د افغان ښځو د رواني روغتیا، خوندي فضاوو، معیشت او د اوبو د لاسرسي په برخو کې پانګونې د ښځو ژوند کې بدلون راوستی او د ټولنو د پیاوړتیا سبب ګرځېدلی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په ایکس ویلي چې په بامیان ولایت کې یې له اروپایي ټولنې له استازو سره په ګډه د هغو پروګرامونو عملي اغېز له نږدې لیدلی چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پلي کېږي.

په دغه پوسټ کې راغلي چې دا پروګرامونه د ښځو د رواني روغتیا ښه‌والي، خوندي فضاوو رامنځته کولو، د معیشت پیاوړتیا، مالي فرصتونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې تطبیق شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې دغه اقدامات نه یوازې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي، بلکې د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز ثبات په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دا پروګرامونه د بېلابېلو ملګرو ادارو په همکارۍ عملي کېږي، چې پکې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د خوړو نړیوال پروګرام، یونسکو، د روغتیا نړیوال سازمان او د اغا خان بنسټ شامل دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ لپاره دوامداره نړیواله پانګونه د هغوی د ژوند د ښه‌والي او د ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي
100%

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال استازی هیمش فالکنر ویلي چې د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو د حل لپاره اغېزمنه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې او همکاري ده. هغه دا هم ویلي چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو وګړو د ساتنې حق لري.

د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال هیمش فالکنر اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور په وینا، هیمش فالکنر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې بحث کړی دی.

نوموړي ویلي چې پاکستان باور لري ځینې امنیتي ګواښونه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې سرچینه اخلي، او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي. خو د هغه په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یوازینۍ عملي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې او دوامداره همکاري ده.

فالکنر د «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو پېښو له امله د ملکي تلفاتو په اړه هم خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: «هیڅوک نه غواړي چې که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې، ملکي وګړي قرباني شي.»

هغه زیاته کړې چې د سیمې امنیتي ننګونې ګډو هڅو او اوږدمهاله حل‌لارو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ثبات لپاره حیاتي رول لري.

د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د پاکستان په خاوره کې د افغان کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي چې باید د نړیوالو قانوني معیارونو مراعات وشي، خو دا موضوع یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ګډو هڅو له لارې د حل وړ بللې ده.

راپور زیاتوي چې په دې لیدنو کې د سیمې پر نورو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې ځینې وسله‌والې ډلې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.