نوموړي ویلي، په عراق کې یو شمېر افغان کارګر له سختو کاري شرایطو سره مخ دي او کله چې کار کوي، د څلورو یا پنځو میاشتو معاشونه نه ورکول کېږي.
د هغه په وینا، که افغانان د عراقي پولیسو له لوري ونیول شي، تر شپږو میاشتو پورې یې کورنۍ او خپلوان د هغوی له برخلیک څخه بېخبره پاتې کېږي.
هغه ادعا کړې چې د نیول شویو افغانانو د خوشې کولو په بدل کې له هغوی څخه اته سوه تر نهه سوه امریکايي ډالر غوښتل کېږي.
دغه عراق میشتي افغان زیاته کړې چې پاکستانیان په شاوخوا شلو ورځو او بنګالیان په لسو ورځو کې خپلو هېوادونو ته ډیپورټ کېږي، خو افغانان تر شپږو میاشتو پورې په توقیف کې ساتل کیږي او وروسته ترې پېسې غوښتل کیږي او بیا بېرته افغانستان ته استول کېږي.
نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په عراق کې د افغان مساپرو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره له عراقي چارواکو سره دا موضوع تعقیب کړي.
تر دې مخکې هم، د عراق په زندانونو کې د یو شمېر افغان بندیانو کورنۍ ویلي و، عراقي پولیس د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۴۰۰ تر ۶۰۰ ډالر غواړي. دوی د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې کوي چې ددغو بندیانو د ستونزو په حل کې یې تر دې دمه همکاري نه ده کړې.
د ننګرهار یوه ځوان افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږیز پیغام کې ویلي و، چې ورور یې یو ځل له زندان څخه ورسره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د خوشې کېدو لپاره ترې ۶۰۰ ډالر غوښتل شوي دي.
د هغه په وینا، له پیغام سره یو بانکي حساب هم ورلېږل شوی او ورته ویل شوي چې که پیسې انتقال کړي، ورور به یې افغانستان ته ډیپورټ شي.
دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم په عراق کې مېشتو یو شمېر افغان مساپرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان ځوانان د کار موندنې لپاره عراق ته تللي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر افغان بندیان او د هغوی خپلوان ادعا کوي چې زرګونه افغان کډوال په عراق کې د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي او اوس مهال په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کېږي.
د دوی په وینا، د زندانونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او بندیان د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. هغوی همدارنګه ادعا کوي چې له ځینو افغان بندیانو سره د نړیوالو انساني معیارونو خلاف چلند کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې په عراق کې د یوه افغان مساپر روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.