• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې د سويل ختيځ زون د پنځو ولایتونو د فوټبال سيالۍ پيل شوې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د هلمند ولايت په مرکزي لوبغالي کې د سويل ختيځ زون په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې د پنځو ولايتونو لوبډلې پکې ګډون لري او ټاکل شوې پنځه ورځې دوام وکړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، په دغو سياليو کې د ارزګان، غزني، زابل، کندهار او کوربه هلمند لوبډلو ګډون کړی دی.

یاد ریاست ویلي، د سياليو په پیل لوبه کې د کندهار لوبډلې خپلې سيالې غزني لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماته ورکړه.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

په نړۍوال جام کې د ایران د فوټبال لومړۍ سیالۍ سره هم مهاله په لاس انجلس کې لایونونه شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱
په نړۍوال جام کې د ایران د فوټبال لومړۍ سیالۍ سره هم مهاله په لاس انجلس کې لایونونه شوي
100%

په سلګونو لاریون کوونکو د فوټبال نړیوال جام کې د ایران د لومړۍ لوبې څخه مخکې د لاس انجلس لوبغالي بهر راټول شوي وو، چې د ایران حکومت ضد شعارونه یې ورکول. ایران په دې نړۍوالو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ په وړاندي دوه پر دوه مساوي کړه.

د امریکا په لاس انجلس لوبغالي کې ګڼ شمېر د فوټبال مینه والو د ایران د لوبډلې ملاتړ کاوه، خو ځینو امریکايي مېشتو ایرانیانو بیا د تهران پر وړاندې د اعتراض شعارونه او سمبولونه له ځان سره لرل.

رویټرز په خپل یو خبر کې ویلي، چې د ایران او نیوزیلنډ د لوبې تر پیل وړاندې د میدان بهر هم وضعت عادي نه وو. د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې تر اعلان ۲۴ ساعته وروسته ایران ملي لوبډلې یوازي په امریکا کې د فوټبال په نړۍوال جام کې خپله لومړۍ سیالۍ تر سره کړه.

د راپور له مخې، دغه جګړه هغه مهال پیل شوې وه چې امریکا او اسراییل په فبرورۍ میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل او اوس د سولې له اعلان وروسته د ایران لوبډله په امریکا کې د نړیوال جام سیالۍ ترسره کوي.

دغه لاریونونه په امریکايي کې د ایران حکومت د مخالفو فعالانو له خوا رهبري کېدل.

د سږني نړیوال جام په سیالیو کې د ایران ګډون له بېلابېلو جنجالونو او ستونزو سره مل و. د ایران فوټبال فدراسیون مخکې ویلي وو چې د لوبډلې د ځینو غړو لپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې موجودې وې او د مینه‌والو لپاره هم ځینې محدودیتونه لګېدلي وو.

په ورته وخت کې، د ایران د پخواني (له ۱۹۷۹م کال مخکې) بیرغ د کارولو موضوع هم په یوه جنجالي بحث بدله شوې ده. فیفا اعلان کړی چې په لوبغالو کې د سیاسي بڼې لرونکي بیرغونه او نښې منع دي، خو د ایران د پخواني بیرغ په اړه یې تر اوسه روښانه دریځ نه دی څرګند کړی.

طالبانو د کندهار په عینو مېنه کې له ځوانانو د کرېکټ بېټونه او نور لوبتوکي ټول کړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
طالبانو د کندهار په عینو مېنه کې له ځوانانو د کرېکټ بېټونه او نور لوبتوکي ټول کړي
100%

د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دې سیمه کې له ځوانانو د کرېکټ وسایل او بېټونه ټول کړي دي.

د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۲۵مه وویل، چې د طالبانو د کندهار ۱۲ حوزې امنیتي ځواکونو د کرکټ وسایل او بېټونه وړي دي.

په رالېږل شویو انځورونو کې ښکاري چې په ۱۲مه حوزه کې طالبانو یو شمېر نور لوبتوکي هم غونډ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په روانه غبرګولي میاشت کې په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مولوي هبت‌الله اخوندزاده په امر په لښکرګاه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو عملي چارې پیل کړې.

هبت‌الله هلمند ته په خپل وروستي سفر کې د کرېکټ په لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه ویډیوګانې او انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښکاري چې له لوبغالي څخه ورزشي او نور ودانیز توکي د انتقال په حال کې دي او په عملي توګه د کرېکټ د یاد معیاري لوبغالي د وېجاوړولو چارې پیل شوي دي.

له دې وړاندې په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو له‌خوا د کرېکټ معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ هند د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ هند د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې له کوربه هند څخه د اوو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه نن د هند په درمسالا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د باران له امله د «ډي‌اېل‌ایس» سیستم له مخې ۲۵ اورونو ته راکمه شوې وه.

په دې سیالۍ کې هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۴،۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې، چې په دې لړ کې رحمان‌الله ګربز د ۱۰۲ منډو په جوړولو سره تر ټولو غوره لوبه وکړه او د خپلو شپږیزو شمېر یې تر ۲۰۰ زیات کړ.

100%

د هند په توپ‌اچوونکو کې ګورنور برار او حارش دیوبي هر یوه وکولای شول درې درې افغان لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړي. بل لور ته، هندۍ لوبډلې د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف په ۲۲،۵ اورونو کې د یوازې درېیو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په دې لوبه کې د ۲۷ منډو په جوړولو سره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د خپلو ټولو منډو شمېر ۲ زره او ۵۰۰ ته ورساوه. هغه له رحمت شاه، محمد نبي او شهزاد وروسته د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو چې تر ټولو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.

حشمت‌الله شهیدي
100%
حشمت‌الله شهیدي

د افغانستان او هند ملي لوبډلې به په دې لړۍ کې دوه نورې لوبې هم ترسره کړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې سیالۍ به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار کې ترسره شي.

کرېکټ بوډ: سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اصلي نوملړ ته شامل شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
کرېکټ بوډ: سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اصلي نوملړ ته شامل شوی
100%

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په اصلي نوملړ کې شامل شوی. نوموړی په وروستۍ ټېسټ لوبه کې د غوره توپ اچونې له امله د پام وړ وځلېد او شپږ ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ملي لوبډلې ښي لاسی چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی چې د هند پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې یې د پام وړ توپ اچونه کړې وه او شپږ ویکټې یې ترلاسه کړې وې، د همدې ښه فعالیت له امله د یو ورځنیو سیالیو په اصلي ترکیب کې ځای وموند.

د کرکټ بورډ په وینا، نوموړی له دې وړاندې د همدې سیریز لپاره د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل و، خو اوس د اصلي لوبډلې برخه دی.

کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې دغه ځوان توپ اچوونکی به په یو ورځنیو سیالیو کې هم د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهم رول ولري.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې هند ته ماتې ورکړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د سریلانکا په کوربتوب د الف لوبډلو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې ته د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر عمران میر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سیالې هندۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۴۹ مندې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته د ۳۵۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه عبدالله احمدزي غوره توپ اچونه وکړه او ۵ سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. د نوموړي ترڅڼګ فرمان‌الله ساپي ۳ او عمران میر یوه وېکټه ترلاسه کړه.

دغه لوبه چې په لومړۍ پاڼۍ کې هم د ورښت له امله ځنډېدلې وه، د دویمې پاڼۍ له پیل وړاندې یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شوه، چې له پیلېدو سره سم ۳۸ اورونو ته کمه شوه او د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې افغان لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف وټاکل شو.

افغان الف لوبډلې د هندالف لوبډلې پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه وکړه او د ۲۵،۵ اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې وروسته لوبه د درېیم ځل لپاره د باران له امله وځنډېده. د پرلپسې ورښت له امله، لوبه بېرته پیل نه‌شوه او د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې، افغان لوبډله له سیالې لوبډلې څخه ۴ منډې مخکې وه، چې په پایله کې دغه مهمه لوبه د ۴ منډو په توپیر د افغان ابدالیانو په ګټه اعلان شوه.

د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عمران میر ، بهیر شاه محبوب ۵۱ او حسن عیسی‌خېل ۳۴ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه ترسره کړه او افغان لوبډلمشر عمران میر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان ابدالیان به په خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې شنبې په ورځ د کوربه سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.