د سویلي کوریا د ولسمشر غوښتنه: ټرمپ باید له شمالي کوریا سره د سولې هڅې رهبري کړي

د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې له شمالي کوریا سره د شته تاوتریخوالي د سوله ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ رهبري پر غاړه واخلي.

د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې له شمالي کوریا سره د شته تاوتریخوالي د سوله ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ رهبري پر غاړه واخلي.
د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو یا «جي۷» د سرمشریزې په څنډه کې د ګروپي عکس اخیستلو پر مهال لنډې خبرې اترې وکړې.
د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې کانګ یو-جونګ وویل چې په دې لیدنه کې ډونالډ ټرمپ له لي جې میونګ څخه د شمالي کوریا سره د اړیکو د اوسني حالت په اړه وپوښتل. د سویلي کوریا ولسمشر له ټرمپ څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د مسلې د سوله ییز حل لپاره خپلې هڅې داسې رهبري کړي، لکه څنګه چې یې په منځني ختیځ کې د جګړې د هواري لپاره کړې وې.
د ویاندې په وینا، ټرمپ په ځواب کې وویل چې د شمالي کوریا د مسلې د حل لپاره به کار وکړي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې په جریان کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره درې ځله لیدلي وو. په دې لیدنو کې په ۲۰۱۸ کال کې په سینګاپور کې تاریخي سرمشریزه، په ۲۰۱۹ کال کې په هانوي کې دویمه سرمشریزه او په هماغه کال کې د دواړو کوریاګانو ترمنځ په بېوسلې شوې سیمه کې لیدنه شامله وه، چېرته چې ټرمپ د امریکا لومړی برحال ولسمشر شو چې د شمالي کوریا خاورې ته یې ګام کېښود.
دغه ډیپلوماسي وروسته له هغې له ماتې سره مخ شوه چې د هانوي سرمشریزه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د بندولو او د امریکا په مشرۍ د بندیزونو د کمولو په اړه یوې موافقې ته ونه ورسېده. خو ټرمپ په وار وار له کیم جونګ اون سره د مستقیمې ډیپلوماسۍ د بیا پیلولو لیوالتیا ښودلې او تېره اونۍ یې په ټروت سوشل شبکه کې له نوموړي سره خپل یو زوړ او بې سرلیکه عکس هم خپور کړی و.