ټرمپ د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې د جي۷ سرمشریزې ته په داسې حال کې ورسېد چې له ایران سره یې د شخړې د حل لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې یادونه کوله او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر موضوع یې هم ټینګار درلود.
زېلېنسکي او اروپايي مشرانو هڅه وکړه ټرمپ ته وښيي چې د اوکراین وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او کییف لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري، څو له مسکو سره د راتلونکو احتمالي سولې خبرو کې قوي دریځ ولري.
ټرمپ له زېلېنسکي او د جي۷ د نورو مشرانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شا شوې غونډه وستایله.
د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سرمشریزې په څنډه کې د زېلېنسکي، ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خبرو انځورونه خپاره کړل.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: «زه به هر هغه څه وکړم چې زما له وسه پوره وي».
هغه زیاته کړه چې د جګړې په دواړو خواوو کې ډېر ځوانان وژل کېږي.
نوموړي وویل: «روسیه باید هوکړه وکړي. ما اته جګړې پای ته رسولې دي، خو دا هغه جګړه وه چې ما فکر کاوه تر ټولو اسانه به یې حل کړم».
بل لور ته، زېلېنسکي له غونډې وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل: «اصلي تمرکز دا دی چې د اوکراین هوايي دفاع پیاوړې شي او ډیپلوماسي مخته ولاړه شي، څو روسیه خپله جګړه پای ته ورسوي. سولې ته اړتیا ده».
اروپايي ډیپلوماټانو ویلي چې د غونډې فضا رغوونکې او مثبته وه.
د دوی په وینا، د جي۷ مشرانو موافقه کړې چې د جګړې اوسنی وضعیت د اوکراین په ګټه اوښتی او کییف ته به د هوايي دفاع نور امکانات هم برابر کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي: «د اوکراین لپاره وضعیت بدل شوی دی. اوکراین په زړورتیا د جګړې کرښه ساتي او د روسیې ستړیا اوس په ښکاره لیدل کېږي. دا هغه وخت دی چې باید له اوکراین سره خپل ملاتړ لا زیات کړو».
زېلېنسکي همداراز ویلي چې چمتو دی دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري، خو پوتین تر اوسه د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول خبرې باید په مسکو کې وشي.
په همدې حال کې د جي۷ مشرانو د هرمز تنګي د خوندي پرانیستلو او د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په اړه هم بحث وکړ. ټرمپ ویلي چې دغه تنګی به د جمعې تر ورځې «بشپړ پرانیستی» وي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې له تهران سره په شوې لنډمهاله هوکړه کې په څرګند ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه جوړوي.