• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې په کشمير کې مخابراتي خدمات بېرته فعاله کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په ازاد کشمیر کې د انټرنېټ د بندېدو پرله پسې ۱۲مه ورځ ده. دغه سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې سمدستي ټول «ارتباطي خدمات» بېرته فعال کړي.

د بښنې نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې وويل، چې په ازاد کشمير کې نه يوازې انټرنېټ بند کړل شوی بلکې ورسره د ګرځنده شبکو خدمتونه هم وخت په وخت ګډوډ شوي دي.

په سيمه کې انټرنېټ د جون له ۵مې نېټې راهیسې د ګډې ولسي کاري کمیټې له خوا د لاريون وروسته بند کړل شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وويل، «په بشپړه توګه د انټرنېټ پرې کول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې په طبیعي ډول غیر متناسب دي او هېڅکله باید بنديز پرې ونه لګول شي. سربېره پردې، د فزیکي بندښت راپورونه هم شته، چې د لاریونونو په ځواب کې د سیمې پر مهمو د ننووتونکو لارو لګول شوی او د خوراکي توکو او درملو په ګډون د اړینو توکو رسول یې ګډوډ کړي دي».

همداراز سازمان زیاته کړه، دغه ډول محدودیتونه غیر متناسب دي او د خلکو د ژوند پر حق، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي او د تګ راتګ پر ازادۍ سخت اغېز پرېباسي. «پاکستاني چارواکي باید سمدستي د تګ راتګ او ارتباطاتو محدودیتونه پورته کړي او سیمې ته بې له خنډه لاسرسی بېرته رامنځته کړي».

په کشمير کې ګډې ولسي کارې کمېټې دغه لاريون د کشمير پر پارلمان کې د مهاجرينو د ۱۲څوکيو د له منځه وړلو او نورو غوښتنو لپاره پيل کړی دی.

د کشمير حکومت وايي، د لاريون کوونکو سره خبرې کول غواړي خو تر اوسه په دغه لړ کې د کوم پرمختګ راپور مخې ته نه دی راغلی او د ګډې ولسي کاري کمېټې پرلت دوام لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف پاکستاني سیاسیونو ته؛ که څوک له طالبانو د امن ضمانت اخیستلی شي جرګه دې یوسي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
خواجه اصف پاکستاني سیاسیونو ته؛  که څوک له طالبانو د امن ضمانت اخیستلی شي جرګه دې یوسي
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، دوی د طالبانو سره څو ځله خبرې کړي خو دوی ته یې د امن ضمانت نه دی ورکړی او که اوس هم څوک له پاکستان څخه جرګه بوځي د طالبانو سره خبرې کوي، لاړ دې شي خو بې پايلې به نه راځي.

خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په ملي پارلمان کې خپله وينا کې ادعا تکرار کړه، که په خيبرپښتونخوا يا په بلوچستان ايالتونو کې ترهګري کيږي نو دا د افغانستان له خاروې څخه کيږي.

هغه وويل، دا شکايت کيږي چې پاکستان د طالبانو سره خبرې نه کوي، «خو دوه ځله زه په خپله تللی يم، لوړ پوړي چارواکي راسره تللي دي د ای اېس ای مشر راسره و، هغو (طالبانو) هره خبره منله خو پر دې یې ټينګار کولو چې په ليکلې بڼه څه نه شو درکولی».

همداراز هغه وويل، «(طالبانو) زموږ څخه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې وغوښتې موږ یې ورکولو ته چمتو و خو ضمانت مو ترې غوښتو چې که دا خلک (وسله وال) چرته د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې مېشته کول کيږي».

د پاکستان د دفاع وزیر وويل، «په ترکيه او قطر کې مو هم د طالبانو سره وليدل د طالبانو د دفاع وزیر د ملاعمر زوی (ملا يعقوب) یې مشري کوله خو هغې خبرو هم نتيجه ورنکړه، موږ ضمانت غوښتو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي».

خواجه اصف وويل، د ۲۰۲۲م کال راهيسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان ۴۳۱۷ کسان وژل شوي چې پکې امنيتي سرتيري او ملکي وګړي شامل دي او «دا وژنې د هغو خلکو په لاس شوي چې ۴۵ کاله زموږ مېلمانه وو».

خو ورسره د پاکستان د دفاع وزیر دا هم ومنله چې «په دې کار زموږ د ۸۰مې د ليسزې او وروسته پاليسيانو لاس هم دی چې د امریکا لپاره په نيابتي جګړه کې ورګډ شو، هغوی لاړل په خپله مخه او دلته یې د وسلو ترڅنګ هر څه پرېښودل».

هغه د پارلمان غړو ته په خطاب سره وويل، «که څوک زما همکاران ضمانت ترلاسه کولی شي جرګه دې جوړه کړي لاړ دې شي (افغانستان ته) موږ چمتو يو خو بې له کومې نتيجې به نه راځي او که نتيجه یې راوړه هم، ضمانت به یې هم له ځانه سره راوړي».

پاکستان تور لګوي چې له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي دي، په پاکستان کې ترهګري او ناامني زياته شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي.

خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه او ادعاوې رد کړي او ويلي یې دي امنيت د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او په دغه هېواد کې د داعش خراسان څانګې د شتون په اړه د خپلو اندېښنو یادونه کوي.

پاکستان د تېرې د يوې مودې راهيسې په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د بمباريو او د هغو د وژلو ادعاوې هم کوي، خو طالبان یې دغه کړنې غندي او وايي د پاکستان په بمباريو کې اکثر له ملکي وګړي په نخښه کيږي.

بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي
100%

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال استازی هیمش فالکنر ویلي چې د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو د حل لپاره اغېزمنه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې او همکاري ده. هغه دا هم ویلي چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو وګړو د ساتنې حق لري.

د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال هیمش فالکنر اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور په وینا، هیمش فالکنر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې بحث کړی دی.

نوموړي ویلي چې پاکستان باور لري ځینې امنیتي ګواښونه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې سرچینه اخلي، او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي. خو د هغه په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یوازینۍ عملي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې او دوامداره همکاري ده.

فالکنر د «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو پېښو له امله د ملکي تلفاتو په اړه هم خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: «هیڅوک نه غواړي چې که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې، ملکي وګړي قرباني شي.»

هغه زیاته کړې چې د سیمې امنیتي ننګونې ګډو هڅو او اوږدمهاله حل‌لارو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ثبات لپاره حیاتي رول لري.

د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د پاکستان په خاوره کې د افغان کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي چې باید د نړیوالو قانوني معیارونو مراعات وشي، خو دا موضوع یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ګډو هڅو له لارې د حل وړ بللې ده.

راپور زیاتوي چې په دې لیدنو کې د سیمې پر نورو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې ځینې وسله‌والې ډلې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

مولانا فضل الرحمان: افغانستان ثبات ته او پاکستان یو باثباته ګاونډي ته اړتیا لري

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
مولانا فضل الرحمان: افغانستان ثبات ته او پاکستان یو باثباته ګاونډي ته اړتیا لري
100%

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، افغانستان ثبات ته او پاکستان يو باثباته ګاونډي ته اړتيا لري. هغه د امریکا او ايران ترمنځ د پخلاينې په ترڅ کې د افغانستان سره هم د سولې د خبرو غوښتنه کړې ده.

مولانا فضل الرحمان د پاکستان په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال وويل، «که موږ د امریکا او د ایران ترمنځ پخلاینه د دې لپاره غواړو چې په سیمه کې جګړه نه غواړو او د سیمې خلکو ته سوله ورکول غواړو، نو د دې اړتیا له افغانستان سره ولې نشته؟».

هغه بله پوښتنه وکړه او ویې ويل، «د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي، هلته بمبارۍ کېږي، نو ایا له دې سره په پاکستان کې دننه د وسله والو ډلو په فعالیتونو کې کوم کمی راغلی که زیاتوالی پکې شوی دی؟ باید یو ځل پر خپلې تګلارې نظر واچوو. افغانستان ثبات ته اړتیا لري او پاکستان یو باثباته ګاونډي ته اړتیا لري».

نوموړي د افغانستان په تړاو د پاکستان د تګلارې په اړه وويل، «کله چې موږ ته څه په لاس نه راځي، له ۷۸ کلونو وروسته افغانستان ته پېغور ورکوو چې د پاکستان پر ضد لومړی غږ (رایه) افغانستان ورکړی و. هغه د ظاهر شاه حکومت و، افغانستان د هند د وېش مخالف و، په دې کې شک نشته. د دې ځای د ملتپالو او د افغانستان د حکومت دریځ یو و. تاسو د دې پېغور افغانستان ته ورکوئ، د نن ورځې حکومت ته».

هغه بيا د افغانستان لخوا پاکستان ته د هند سره د جګړې پر وخت استول شوي پیغام په يادګېرنې سره وويل: «ایا تاسو د یوې شېبې لپاره هم دا فکر کړی چې په ۱۹۶۵ کال کې، کله چې هند پر تاسو جګړه وتپله او ستاسو پر ختیځه پوله جګړه روانه وه، نو همدا افغانستان تاسو ته پیغام واستاوه چې تاسو پر ختیځه پوله جګړه وکړئ، د لوېدیځې پولې ساتونکي موږ یو، او تاسو ته د لوېدیځې پولې په اوږدو کې د خپل یوه سرتېري استولو ته هم اړتیا پېښه نه شوه، او افغانستان ستاسو ملاتړ کاوه».

همداراز مولانا فضل الرحمان په ۱۹۷۱ کال کې، د پاکستان د پوځ په بنګال کې بند پاتې کېدو او له هند سره جګړې او د افغانستان له لوري د بيا د بې غمه کېدو يپغام هم ياد کړ.

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تېرې اوږدې مودې راهېسي اړيکې ترينګلې، پاکستان وخت پر وخت په افغانستان کې بمبارۍ کوي او د ډېورنډ پر کرښه د دواړو خواو يو بل سره وسله والې نښتې هم رامنځته شوي دي.

محمد صادق له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو غږېدلی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱
محمد صادق له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د برېتانیا له یوه پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې کړې دي. دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د پاکستان د تېرې اونۍ په بریدونو کې د یوناما په وینا، ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

محمد صادق د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په اسلام‌اباد کې یې د بریتانیا د پارلمان له غړي او د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د دولت له وزیر همېش فالکونر، د بریتانیا له عالي کمېشنرې جین ماریوټ او ورسره له مل پاوي سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د امنیتي وضعیت پر وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو موضوعاتو او همداراز د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.

محمد صادق زیاته کړې: «موږ همداراز د ترهګرو ډلو له‌خوا د ګواښونو، په افغانستان کې د بشري وضعیت او د بشري حقونو په تړاو د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې».

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي او په قطر، ترکیې او ارومچي کې دوه اړخیزو څو پړاوویزو خبرو اترو ښکاره پایله نه‌ده ورکړې.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېرې اونۍ په پای کې یو ځل بیا پر کونړ، خوست او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او د طالبانو د ویاند په وینا، په دې بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

یوناما وایي پر افغانستان د پاکستان په وروستي هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم تایید کړه، چې پر درېیو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

شيما کرماني افغان مېرمنو ته؛ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
شيما کرماني افغان مېرمنو ته؛ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ
100%

پاکستان کې یو شمېر د بشري حقونو فعالو مېرمنو په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو ځپلو ته سخت غبرګون ښودلی. د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ښځو لاريون بنسټ مشره شيما کرماني افغان مېرمنو ته په خطاب کې ویلي، مونږ درسره یو «يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ».

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مدني او ټولنیزې فعالې او د ښځو لاريون بنسټ مشرې شيما کرماني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دا او په پاکستان کې نورې د ښځو او بشري حقونو فعالې د افغان مېرمنو سره ولاړې دي، او د خپلواکۍ د مبارزې ملاتړ یې کوي.

هغې وويل، «کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ښځو وضعيت ورځ تر بلې لا پسې خرابيږي او د طالبانو په واک کې افغان مېرمنې د نړۍ په سطحه ټيټي کچې ته راغلې دي».

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تازه تاوتريخوالي د پېښو په تړاو کرماني وویل، «داسې راپورونه ترلاسه کېدل ډېر د خواشينۍ دي، چې د طالبانو د امر بالمعروف لخوا په پټ مخ ښځې نيول کيږي، وهل ټکول او سزاګانې ورته ورکول کيږي، يوازې په دې چې اغستن یې سم نه دی، دا د ښځو سره وحشتناک چلند دی».

شيما کرماني په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او تګ راتګ بنديز په تړاو وویل، «موږ له دې ځای څخه د افغان مېرمنو پر ضد د هر ډول ناوړه چلند پر وړاندې د هغو سره ولاړې یو، موږ د مېرمنو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د دوی سره ولاړې یو، او موږ افغان مېرمنو ته د خپلې خوا ملاتړ او ډاډګېرنه کوو».

هغې افغان مېرمنو او نجونو ته وويل، «موږ تاسو اورو، موږ تاسو وينو او موږ تاسو سره ولاړې يُو، موږ ستاسو د خپلواکۍ او حقونو لپاره غږ پورته کوو، موږ تاسو تل خپلواکې غواړو، تاسو له موږ هېرې نه يئ، موږ ستاسو د مبارزې ملاتړ کوو».

همداراز هغې وويل، «خپلې زړورې مبارزې ته دوام ورکړئ يوه ورځ به ازادي ترلاسه کړئ».

په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې په افغان مېرمنو او نجونو د زده کړو د بنديزونو سره ګڼ شمېر نور بنديزونه لګول شوي او په وروستیو کې په هرات ولايت کې، د طالبانو لخوا د مېرمنو ځورولو او نيولو راپورونه مخې ته راغلي او د دغه کړنو پرضد بيا اعتراضي لاريونونه شوي او سخت غبرګون ورته ښودل شوی دی.