د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د «تر برید لاندې زدهکړې» په نوم د نړیوال څارنیز بنسټ موندنې ښيي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې پر تعلیمي بنسټونو لږ تر لږه ۸ زره او ۵۰۰ بریدونه ثبت شوي، چې د مخکینۍ دوه کلنې دورې په پرتله له ۴۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی څرګندوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښوونې او روزنې د ساتنې نړیوال ایتلاف د راپور له مخې ویلي چې د یادو بریدونو په پایله کې له ۱۰ زره او ۶۰۰څخه ډېر زدهکوونکي، ښوونکي او د تعلیمي ادارو کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي یا په نورو ډولونو زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، دا پېښې په ۸۳ هېوادونو کې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵۵ هېوادونه د وسلهوالو شخړو او جګړو ښکېل هېوادونه دي.
د «تر برید لاندې زدهکړې» بنسټ افغانستان ته په اشارې ویلي چې طالبان لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او ځینې ښځینه ښوونکې یې نیولې دي. بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د زدهکړو پر حق مستقیم برید ګڼل کېږي.
د دې بنسټ مشرې څېړونکې، فیلیسِټي پیِرس، ویلي: «موږ باور لرو چې د بریدونو واقعي شمېر تر ثبت شویو پېښو ډېر لوړ دی، ځکه د جګړو پراخېدل، د بشري مرستو محدود لاسرسی او د معلوماتو د راټولولو ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼې پېښې هېڅکله ثبت نه شي.»
د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او بېثباتۍ له زیاتېدو سره، د وسلهوالو شخړو کچه د دویمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
راپور ښيي چې تر ټولو ډېر بریدونه په کولمبیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، فلسطین او اوکراین کې ثبت شوي دي. یوازې په اوکراین کې له ۹۰۰څخه ډېر بریدونه پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو راپور شوي دي.
د راپور له مخې، په فلسطین کې پر تعلیمي بنسټونو له دوو زرو ډېر بریدونه ثبت شوي او د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د غزې نږدې ټول ښوونځي یا زیانمن شوي او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. همداراز، په هایټي کې پر ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو له ۴۰۰څخه ډېر بریدونه شوي دي.
راپور زیاتوي چې نجونې او ښځې د تاوتریخوالي، تبعیض او د زدهکړو له حق څخه د محرومېدو له لوړ خطر سره مخ دي. په ځانګړي ډول په کامرون، کولمبیا، هایټي او نایجیریا کې د نجونو پر ښوونځیو هدفي بریدونه او له جګړو سره تړلی جنسي تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د موندنو له مخې، په دې موده کې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو پوځي کارونه هم نږدې دوه برابره شوي او لږ تر لږه ۱۹۰۰ داسې پېښې ثبت شوې دي چې پکې تعلیمي ودانۍ د پوځي موخو لپاره کارول شوې دي.
د «تر برید لاندې زدهکړې» بنسټ له حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زدهکوونکو او ښوونکو قانوني خوندیتوب پیاوړی کړي، د ښوونځیو پوځي کارونې ته د پای ټکی کېږدي او پر تعلیمي بنسټونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.