ټرمپ وايي چې ډېر زر به د امریکا او ایران هوکړه ډاګیزه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د لنډمهاله هوکړې متن به ډېر ژر عام شي او دا به په روښانه ډول تضمین کړي چې تهران به اټومي وسلې نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د لنډمهاله هوکړې متن به ډېر ژر عام شي او دا به په روښانه ډول تضمین کړي چې تهران به اټومي وسلې نه لري.
د راپورونو له مخې، دغه لنډمهاله توافق به د اپرېل د اوربند موده ۶۰ ورځې نوره هم وغځوي او د هرمز تنګی به بیا د نړیوالو سوداګریزو کښتیو لپاره پرانیزي.
ټرمپ ویلي چې د هوکړې متن به ډېر ژر په رسمي ډول خپور شي او دا به د امریکا کانګرس ته د ارزونې لپاره هم ولېږل شي، ځکه ځینې جمهوري غوښتونکي دا غوښتنه لري.
د راپورونو له مخې، د هوکړې د بل پړاو خبرې به په سویس کې د جمعې په ورځ پیل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پکې ګډون کوي.

بریتانیا او اروپایي ټولنه د جولای پر۲۲مه خپله دویمه سرمشریزه غونډه کوي. د لومړي وزیر کیر سټارمر حکومت هڅه کوي له اروپایي ټولنې سره اړیکې بیا تنظیم کړي او د سوداګرۍ، امنیت او اقتصاد په برخو کې نږدې همکاري پیاوړې کړي.
سټارمر ویلي چې د هغه د کارګر ګوند حکومت د دې ژمنې د پوره کولو لپاره کار کوي چې له اروپایي ټولنې سره اړیکې بېرته عادي کړي او بریتانیا د اروپا په مهم اقتصادي او سیاسي چوکاټ کې له سره فعاله کړي.
هغه ویلي: «په ګډه به موږ د ژوند د لګښت بحران سره مبارزه وکړو، د کار فرصتونه به زیات کړو او د ځوانانو لپاره به نوې زمینې برابرې کړې».
د بریتانیا حکومت لهاروپایي ټولنې سره د فولادو تعرفو، د خوړو معیارونو او د انرژۍ د همکارۍ په ګډون په یو شمېر تخنیکي او اقتصادي مسایلو کې د پرمختګ هڅه هم کوي.
سټارمر دا هم ویلي چې د اروپایي شورا له مشر انتونیو کوستا سره په لیدنه کې دواړو خواوو ټینګار کړی چې د اروپا د امنیت، مقاومت او اقتصادي ودې لپاره نږدې اړیکې مهمې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې خپل روسي سیال ته یې په تور سمندرګي کې له داسې ګامونو د ډډې کولو ویلي چې سیمه ییز امنیت او د ترکیې ګټې ګواښي. هاکان فیدان د کییف او مسکو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ترکیې وړاندیز هم تکرار کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې، اوکراین او روسیې یو بل د ترکیې په شمالي ساحل کې پر ټانکرونو د ډرون بریدونو په کولو تورن کړي دي، چې په هغو کې پر یوې ترکي ملکیت لرونکې کښتۍ برید هم شامل دی.
انقرې د دغو بریدونو په اړه پر کییف او مسکو دواړو نیوکه کړې ده.
په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د ترکیې لپاره لومړیتوب دا دی چې دواړه لوري خبرې اترې بیا پیل کړي او جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
هغه وویل: «ما یو ځل بیا د خبرو اترو د راتلونکو پړاوونو د کوربه توب لپاره زموږ چمتووالی څرګند کړ. که دواړه لوري موافقه وکړي، موږ چمتو یو چې په دې اړه هم خبرې وکړو چې څنګه خبرې اترې په ډېره پایله لرونکې توګه دوام موندلی شي.»
فیدان زیاته کړه: «ما خپل سیال ته په تور سمندرګي کې د هغو پېښو د مخنیوي په اړه زموږ هيله څرګنده کړه چې زموږ د هېواد ګټو ته زیان رسولی شي،» او ویې ویل چې ده او لاوروف په سیمه کې د کښتۍ چلولو د خوندیتوب د تضمین پر احتمالي لارو چارو خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې ترکیه پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د هر ډول بریدونو مخالفت هم کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روسیه باید له اوکراین سره د سولې هوکړه وکړي. هغه زیاته کړې چې د فرانسې په کوربه توب د اوو سترو صنعتي هېوادونو (۷ډلې) د سرمشریزې په څنډه کې یې د اوکراین له ولسمشر سره «ډېره ښه» لیدنه کړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره به هر ممکن اقدام وکړي.
ټرمپ د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې د جي۷ سرمشریزې ته په داسې حال کې ورسېد چې له ایران سره یې د شخړې د حل لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې یادونه کوله او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر موضوع یې هم ټینګار درلود.
زېلېنسکي او اروپايي مشرانو هڅه وکړه ټرمپ ته وښيي چې د اوکراین وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او کییف لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري، څو له مسکو سره د راتلونکو احتمالي سولې خبرو کې قوي دریځ ولري.
ټرمپ له زېلېنسکي او د جي۷ د نورو مشرانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شا شوې غونډه وستایله.
د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سرمشریزې په څنډه کې د زېلېنسکي، ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خبرو انځورونه خپاره کړل.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: «زه به هر هغه څه وکړم چې زما له وسه پوره وي».
هغه زیاته کړه چې د جګړې په دواړو خواوو کې ډېر ځوانان وژل کېږي.
نوموړي وویل: «روسیه باید هوکړه وکړي. ما اته جګړې پای ته رسولې دي، خو دا هغه جګړه وه چې ما فکر کاوه تر ټولو اسانه به یې حل کړم».
بل لور ته، زېلېنسکي له غونډې وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل: «اصلي تمرکز دا دی چې د اوکراین هوايي دفاع پیاوړې شي او ډیپلوماسي مخته ولاړه شي، څو روسیه خپله جګړه پای ته ورسوي. سولې ته اړتیا ده».
اروپايي ډیپلوماټانو ویلي چې د غونډې فضا رغوونکې او مثبته وه.
د دوی په وینا، د جي۷ مشرانو موافقه کړې چې د جګړې اوسنی وضعیت د اوکراین په ګټه اوښتی او کییف ته به د هوايي دفاع نور امکانات هم برابر کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي: «د اوکراین لپاره وضعیت بدل شوی دی. اوکراین په زړورتیا د جګړې کرښه ساتي او د روسیې ستړیا اوس په ښکاره لیدل کېږي. دا هغه وخت دی چې باید له اوکراین سره خپل ملاتړ لا زیات کړو».
زېلېنسکي همداراز ویلي چې چمتو دی دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري، خو پوتین تر اوسه د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول خبرې باید په مسکو کې وشي.
په همدې حال کې د جي۷ مشرانو د هرمز تنګي د خوندي پرانیستلو او د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په اړه هم بحث وکړ. ټرمپ ویلي چې دغه تنګی به د جمعې تر ورځې «بشپړ پرانیستی» وي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې له تهران سره په شوې لنډمهاله هوکړه کې په څرګند ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه جوړوي.
د اسراییل پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، تر هغه به له دې هېواده لاس وانخلي چې د ده په وینا، د ایران خلک ازاد شوي نه وي او تهران اټومي وسلې ونه لري.
بېنېټ له پیرس مورګن سره په مرکه کې وویل: «زه به ټول عمر ستاسې تر ټولو بد خوب وم او تر هغه به مو تعقیبوم چې ستاسو خلک ازاد نه شي او ډاډ ترلاسه نه کړو چې تاسې اټومي وسلې نه لرئ».
نوموړي په اسراییل کې د نوي حکومت د راتګ هیله هم څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې تمه لري دی د دغه احتمالي نوي حکومت مشر شي.
بېنېټ د ایران اسلامي جمهوریت «یو لوی او تاوتریخجن زورواک» وباله او ویې ویل، باید ډاډ ترلاسه شي چې تهران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
د اسراییل پخواني لومړي وزیر زیاته کړه، چې د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي هڅې به دوام وکړي، ځکه د ده په وینا، دا مبارزه د اسراییل د ازادۍ، امنیت او د ټول منځني ختیځ د ګټې لپاره ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې اوکرایني ځواکونو د اوږد واټن بریدونو په ترڅ کې د روسیې د مسکو په سیمه کې د تېلو یوه تصفیهخونه، چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، په نښه کړې ده. نوموړي دا برید د روسیې د بریدونو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی دی.
زیلنسکي په ایکس لیکلي چې دغه هدف د جګړې له کرښې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې موقعیت درلود.
نوموړي د اوکراین د امنیتي خدماتو، د بېپیلوټه سیسټمونو ځواکونو، ځانګړو عملیاتو ځواکونو، دفاعي استخباراتو او توغندیزو ځواکونو له منسوبینو مننه کړې او ویلي یې دي چې هغوی خپل ماموریت په اغېزمنه توګه ترسره کړی دی.
زیلنسکي ټینګار کړی چې «روسیه باید اړ کړل شي چې زموږ د خلکو پر ضد جګړه پای ته ورسوي» او زیاته کړې یې ده چې د اوکراین اوږد واټن وسلې د دې فشار یوه مهمه برخه جوړوي.
د اوکراین ولسمشر دغه برید د روسیې د پوځي حملو او د جګړې د اوږدېدو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی او ویلي یې دي چې دا جګړه باید پای ته ورسېږي.
د روسیې چارواکو تر اوسه د زیلنسکي د دغو څرګندونو او د تصفیهخونې د په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.