• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال استازی هیمش فالکنر ویلي چې د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو د حل لپاره اغېزمنه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې او همکاري ده. هغه دا هم ویلي چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو وګړو د ساتنې حق لري.

د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال هیمش فالکنر اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور په وینا، هیمش فالکنر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې بحث کړی دی.

نوموړي ویلي چې پاکستان باور لري ځینې امنیتي ګواښونه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې سرچینه اخلي، او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي. خو د هغه په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یوازینۍ عملي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې او دوامداره همکاري ده.

فالکنر د «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو پېښو له امله د ملکي تلفاتو په اړه هم خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: «هیڅوک نه غواړي چې که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې، ملکي وګړي قرباني شي.»

هغه زیاته کړې چې د سیمې امنیتي ننګونې ګډو هڅو او اوږدمهاله حل‌لارو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ثبات لپاره حیاتي رول لري.

د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د پاکستان په خاوره کې د افغان کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي چې باید د نړیوالو قانوني معیارونو مراعات وشي، خو دا موضوع یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ګډو هڅو له لارې د حل وړ بللې ده.

راپور زیاتوي چې په دې لیدنو کې د سیمې پر نورو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې ځینې وسله‌والې ډلې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکو افغانستان ته د بې کیفیته درملو د واردولو پر مخنیوي خبرې کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱
طالب چارواکو افغانستان ته د بې کیفیته درملو د واردولو پر مخنیوي خبرې کړي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې د دغه ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو د یو پلاوي سره افغانستان ته بې کیفیته درملو د راوړلو پر مخنیوي خبرې کړې دي. فطرت ویلي، چې په دې ناسته کې په افغان بازار کې د نېټه تېر درملو د پېر او پلور پر مخنیوي هم بحث شوی دی.

فطرت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) ویلي، چې په دغه ناسته کې د بې کیفیته درملو د راوړلو د مخنیوي او همدارنګه د هیواد د درملو د تنظیم سیستم په معیاري کېدو بحث او هراړخیزه ارزونه تر سره شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر اړوند مسولینو ته دنده سپارل شوې، چې په بازارونو کې د بې کیفیته او نېټه تېر خوړو او درملو د پېر او پلور مخه هم ونیسي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بې‌ کیفیته، قاچاقي او نېټه تېرو درملو او خوراکي توکو د شتون په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. روغتیايي کارپوهان وایي چې دا ډول درمل نه یوازې د ناروغانو درملنه نه کوي، بلکې د خلکو روغتیا ته جدي زیان هم رسولی شي.

افغانستان لا هم د خپلو ډېرو درملو اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو پوره کوي، روغتیاپالان د وارداتي درملو کیفیت او قانوني کنټرول یوه مهمه موضوع یادوي.

د بشري حقونو څار بنسټ: په نړۍ کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
د بشري حقونو څار بنسټ: په نړۍ کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په نړۍ کې پر تعلیمي بنسټونو لږ تر لږه ۸ زره او ۵۰۰ بریدونه ثبت شوي دي. دغه سازمان افغانستان یادونه هم کړې چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او د ښځینه ښوونکو نیول یې د «زده‌کړو پر ضد مستقیم برید» کڼلی.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د «تر برید لاندې زده‌کړې» په نوم د نړیوال څارنیز بنسټ موندنې ښيي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې پر تعلیمي بنسټونو لږ تر لږه ۸ زره او ۵۰۰ بریدونه ثبت شوي، چې د مخکینۍ دوه کلنې دورې په پرتله له ۴۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی څرګندوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښوونې او روزنې د ساتنې نړیوال ایتلاف د راپور له مخې ویلي چې د یادو بریدونو په پایله کې له ۱۰ زره او ۶۰۰څخه ډېر زده‌کوونکي، ښوونکي او د تعلیمي ادارو کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي یا په نورو ډولونو زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښې په ۸۳ هېوادونو کې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵۵ هېوادونه د وسله‌والو شخړو او جګړو ښکېل هېوادونه دي.

د «تر برید لاندې زده‌کړې» بنسټ افغانستان ته په اشارې ویلي چې طالبان لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ځینې ښځینه ښوونکې یې نیولې دي. بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د زده‌کړو پر حق مستقیم برید ګڼل کېږي.

د دې بنسټ مشرې څېړونکې، فیلیسِټي پیِرس، ویلي: «موږ باور لرو چې د بریدونو واقعي شمېر تر ثبت شویو پېښو ډېر لوړ دی، ځکه د جګړو پراخېدل، د بشري مرستو محدود لاسرسی او د معلوماتو د راټولولو ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼې پېښې هېڅکله ثبت نه شي.»

د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له زیاتېدو سره، د وسله‌والو شخړو کچه د دویمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

راپور ښيي چې تر ټولو ډېر بریدونه په کولمبیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، فلسطین او اوکراین کې ثبت شوي دي. یوازې په اوکراین کې له ۹۰۰څخه ډېر بریدونه پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو راپور شوي دي.

د راپور له مخې، په فلسطین کې پر تعلیمي بنسټونو له دوو زرو ډېر بریدونه ثبت شوي او د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د غزې نږدې ټول ښوونځي یا زیانمن شوي او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. همداراز، په هایټي کې پر ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو له ۴۰۰څخه ډېر بریدونه شوي دي.

راپور زیاتوي چې نجونې او ښځې د تاوتریخوالي، تبعیض او د زده‌کړو له حق څخه د محرومېدو له لوړ خطر سره مخ دي. په ځانګړي ډول په کامرون، کولمبیا، هایټي او نایجیریا کې د نجونو پر ښوونځیو هدفي بریدونه او له جګړو سره تړلی جنسي تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د موندنو له مخې، په دې موده کې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو پوځي کارونه هم نږدې دوه برابره شوي او لږ تر لږه ۱۹۰۰ داسې پېښې ثبت شوې دي چې پکې تعلیمي ودانۍ د پوځي موخو لپاره کارول شوې دي.

د «تر برید لاندې زده‌کړې» بنسټ له حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زده‌کوونکو او ښوونکو قانوني خوندیتوب پیاوړی کړي، د ښوونځیو پوځي کارونې ته د پای ټکی کېږدي او پر تعلیمي بنسټونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

د طالبانو برېښنا شرکت: په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱
د طالبانو برېښنا شرکت: په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي
100%

د طالبانو برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست ویلي، چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به هم ژر تر سره شي. د یادې شبکې اوږدوالی شاوخوا ۱۳۸۶ کیلومتره دی، چې ۱۳۰۰ مېګاواټه ظرفیت لري.

حق پرست وايي، د دې پروژې د عملي کار لومړی پړاو په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوی و او تر اوسه د پروژې ډېری بنسټیزې چارې سرته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پروژې لومړی فاز ۱۹۷ کیلومتره او دویم فاز یې ۱۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې چارې یې بشپړې شوي او د نورو برخو کارونه هم دوام لري.

کاسا ۱۰۰۰ پروژه د سیمې له مهمو انرژۍ پروژو څخه ده چې د اوړي په موسم کې د قرغستان او تاجکستان اضافي هایډرو برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي.

د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د برېښنا ټول ظرفیت شاوخوا ۱۳۰۰ مېګاواټه دی. د پروژې مسیر له تاجکستان څخه پیل کېږي، د افغانستان له شمالي ولایتونو تېرېږي، کابل او ننګرهار ته رسېږي او بیا د تورخم له لارې پاکستان ته ننوځي.

کارپوهان وايي، د دې پروژې بشپړېدل به نه یوازې افغانستان ته د برېښنا د ټرانزیټ له درکه عواید برابر کړي، بلکې د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال، انرژۍ همکارۍ او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې به هم مهم رول ولوبوي.

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱
افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي
100%

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې زرګونه افغانان د امریکا د کډوالۍ پروګرامونو د ځنډ او محدودیتونو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس هم د ځینو افغان متحدینو د وضعیت په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

افغان ایواک د جون د ۱۵مې نېټې په خپاره کړي اونیز راپور کې ویلي چې د استازو جرګې ۸۳ غړو د جون په ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو ګډ لیک استولی او د قطر په کمپ کې د بند پاتې افغان متحدینو د وضعیت په اړه یې د ځواب غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دا لیک د استازو جرګې د دوو غړو، جېسن کرو او ډان بېکن، په مشرۍ چمتو شوی او په کې له حکومت څخه غوښتل شوي چې د دغو افغانانو د راتلونکي، د درېیمو هېوادونو سره د خبرو اترو او د ماشومانو د شمېر په اړه وضاحت ورکړي.

افغان ایواک ویلي چې د دغه کمپ له اوسېدونکو څخه تر ۴۶۰ډېر ماشومان دي او زیاتره هغه افغانان دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او یا یې د امریکا د پوځ له غړو سره نږدې اړیکې لرلې دي.

راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت له څو هېوادونو، لکه مالیزیا، کمبودیا، لاوس، کوسوو او مراکش سره د دغو افغانانو د لېږد په اړه خبرې کړې دي، خو افغان ایواک ټینګار کړی چې «له دغو هېوادونو هېڅ یو هم د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو مناسب بنسټونه نه لري او دا هغه ځایونه نه دي چې افغان متحدینو ته یې ژمنه ورکړل شوې وه.»

افغان ایواک په خپل راپور کې د پخواني افغان ځانګړي ځواک سرتېري محمد نظیر پکتیاوال مړینې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغه له مړینې درې میاشتې تېرې شوې، خو کورنۍ یې لا هم د پېښې په اړه روښانه ځوابونه نه دي ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، پکتیاوال چې له لسو کلونو زیات یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه، د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) تر توقیف وروسته له ۲۴ ساعتونو کم وخت کې په روغتون کې مړ شو.

افغان ایواک ویلي چې د جون په ۱۶مه به د پکتیاوال له کورنۍ سره ګډ خبري کنفرانس جوړ کړي او د حساب ورکونې غوښتنه به بیا تکرار کړي.

راپور کې راغلي چې د امریکا اداره د داسې مقرراتو پر ارزولو بوخته ده چې له مخې یې د موقتي اجازې لرونکو افغانانو د کار جوازونه لغوه کېدای شي.

افغان ایواک دا اقدام د هغو افغانانو پر وړاندې «مستقیم ګوزار» بللی چې لا هم د خپلو دوسیو د څېړنې په تمه دي او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره پر کار متکي دي.

دغه بنسټ ویلي چې که څه هم د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) دوسیې د محکمې د حکم له مخې روانې دي، خو اوس مهال ډېری افغان غوښتونکي د ویزې په مرکو کې له رد سره مخ کېږي.

افغان ایواک ادعا کړې چې دا ردول د غوښتونکو د دوسیو د ستونزو له امله نه، بلکې د ولسمشرۍ د فرمان له کبله دي چې افغانانو ته یې د ویزو ورکول ځنډولي دي.

راپور سپارښتنه کړې چې افغان پنا غوښتونکي باید د مرکو تر ترسره کولو مخکې له حقوقي سلاکارانو سره مشوره وکړي.

افغان ایواک ویلي چې په پاکستان کې د زرګونو افغانانو د دوسیو د پرمخ بیولو لپاره اوس مهال ډېر محدود امکانات شته، ځکه د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه او د لېږد بهیر د اجراییوي فرمانونو له امله درېدلی دی.

بنسټ ټینګار کړی چې د انفرادي دوسیو د تعقیب پر ځای اوسنی تمرکز د هغو پالیسیو پر بدلون دی چې د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر یې ټکنی کړی دی.

د راپور په پای کې افغان ایواک ویلي، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، ټولې غوښتل شوې امنیتي ارزونې یې بشپړې کړې او خپلې ژمنې یې عملي کړې دي، خو اوس د امریکا وار دی چې د دوی په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

دغه بنسټ له امریکايي حکومت غوښتي چې د افغان متحدینو لپاره د قانون جوړونې، عملي پالیسیو او د خوندي راتلونکي لپاره روښانه لارې چارې رامنځته کړي.

فایق: د افغانستان دایمي سوله یوازې د ټول‌شموله او مشروع نظام له لارې ممکنه ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱
فایق: د افغانستان دایمي سوله یوازې د ټول‌شموله او مشروع نظام له لارې ممکنه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار د داسې سیاسي نظام رامنځته کېدل دي چې ټول‌شموله او ځواب ویونکی وي.

فایق په خپلې ایکس پاڼه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې مهم ټکي خپاره کړي او ویلي یې دي چې د یوناما د ماموریت غځېدل د افغانانو د ملاتړ لپاره مهم ګام دی.

هغه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، خپل‌سري نیونې او د اساسي ازادیو پر وړاندې مخ پر زیاتېدو بندیزونه لا هم جدي ستونزې دي.

فایق د امنیت شورا له هغه ټینګار څخه هم هرکلی کړی چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه شوی دی. نوموړي ویلي چې باید هغه تګلارې لغوه شي چې د نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي.

هغه د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د عملي کېدو ملاتړ کړی او د افغانستان د خلکو په مشرۍ د یوه باور وړ سیاسي بهیر پر مخ وړل یې مهم بللي دي.

د افغانستان دایمي استازي همداراز د بشري مرستو پر دوام، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه‌ییزو همکاریو او د بشري حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

فایق ویلي: «د افغانستان خلک د کرامت، عدالت، حقونو او له هیلې ډک راتلونکي مستحق دي، نه د وېرې او ځپنې.»