اوچا: په بامیان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت کورنۍ د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په بامیان ولایت کې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی، تر دې چې ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
