• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: راتلونکې میاشت کابل ته د ازبکستان یو ۱۰۰ کسیز پلاوی راځي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ازبکستان د تاشکند ولایت له والي ظاهر میرزایف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. ازبک پلاوي ژمنه کړې چې د چنګاښ په میاشت کې به له سلو سوداګرو سره کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې چې د سې شنبې په ورځ یې خپاره کړي، په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتوالي او د متقابلو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث شوی دی.

مولوي احمدالله زاهد افغانستان د پانګونې لپاره مناسب بازار بللی او ازبک پانګوال یې هڅولي چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو په شته فرصتونو کې پانګونه وکړي. هغه همداراز د تاشکند والي ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې فرصتونه له نږدې وګوري.

د طالبانو د یاد وزارد د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې، د تاشکند والي ظاهر میرزایف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ژمنه کړې چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې به له شاوخوا ۱۰۰ ازبک سوداګرو سره کابل ته سفر وکړي، څو په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه وارزوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

بلجیم د طالبانو سفر په تړاو: که د اروپا مېلمنو ته ویزې ورنه‌کړو د بروکسل دریځ کمزوری کېږي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
بلجیم د طالبانو سفر په تړاو: که د اروپا مېلمنو ته ویزې ورنه‌کړو د بروکسل دریځ کمزوری کېږي
100%

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت بروکسل ته د طالبانو د سفر په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ناستو د جوړولو او د پلاوي د بللو په اړه پرېکړه د اروپايي بنسټونو پر غاړه ده. د دغه وزارت ویاند لورنس سوینن وویل «اروپايي بنسټونه پرېکړه کوي چې کومې ناستې جوړې کړي او څوک ور وبولي.»

لورنس سوینن ټینګار وکړ چې د دغو ناستو په ځینو کې ښايي د داسې بنسټونو یا رژیمونو استازي شامل وي چې بلجیم یې په رسمیت نه پېژني، خو په بروکسل کې د هغوی شتون د بلجیم له خوا د رسمیت پېژندنې یا د دغه هېواد د مستقیمې بلنې په معنا نه دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته په ځواب کې وویل چې «که بلجیم وغواړي د خپلو فعالیتونو په اډانه کې د اروپايي بنسټونو د صادرو شویو بلنو د مناسبوالي په اړه پرېکړه وکړي، د یوه نړیوالې او ډیپلوماتیکې پلازمېنې په توګه به د بروکسل دریځ کمزوری شي.»

په وروستیو ورځو کې ګڼو افغانانو او د بشري حقونو فعالانو د نړۍ په څو هېوادونو کې د افغانستان، ایران، جرمني، فرانسې، کاناډا، سوېډن، اتریش، هسپانیا او بلجیم په ګډون په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

دا اعتراضونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په غبرګون کې شوي دي.

لاریونوالو له اروپايي بنسټونو غوښتي چې د طالبانو د استازو بلنه لغوه یا بیا کتنه پرې کړي.

په بروکسل کې د یوې تخنیکي ناستې (د جون ۲۲-۲۳) د جوړېدو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي چې ویل کېږي په اروپا کې له قانوني استوګنې پرته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه به پکې خبرې وشي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې تر اوسه د اروپايي کمیسیون د بلنې په تړاو د طالبانو د پلاوي د غړو له خوا د ویزې هېڅ غوښتنه نه ده ترلاسه شوې.

په دې ځواب کې ټینګار شوی چې دغه ډول غوښتنې باید پخپله د اشخاصو له خوا وړاندې شي او د هغوی څېړنه د امنیتي بنسټونو په دخالت کېږي.

د دغه وزارت په وینا، د دغه پلاوي د احتمالي غړو نوملړ څو اونۍ وړاندې ترلاسه شوی او د امنیتي څېړنو لړۍ له هماغه وخت راهیسې پیل شوې ده.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د داسې سفر د ترسره کېدو په صورت کې، دا موضوع په هېڅ ډول د رسمیت پېژندنې د ماموریت په معنا نه ده او په بروکسل کې د دغو ناستو پر مهال هېڅ انفرادي دوسیه نه څېړل کېږي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار ډلې په ګډون له ۸۰ څخه ډېرو نړیوالو د بشري حقونو سازمانونو او د اروپا د پارلمان ځینو استازو هم د دې تعامل په اړه خبرداری ورکړی دی.

منتقدان وایي دا ډول اړیکه د طالبانو مشروعیت ورکولو په توګه تعبیر کېدای شي، په داسې حال کې چې ښځې لاهم په افغانستان مې ځپل کیږي.

ځینو پېژندل شویو څېرو لکه ملالې یوسفزۍ هم له دې ډول تعامل سره مخالفت کړی دی.

د اروپا د پارلمان ځینو غړو د دې ناستې لپاره د ویزو د ورکولو پر بهیر د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی مرستیال کابل ته رسېدلی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی مرستیال کابل ته رسېدلی
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی مرستیال برونو لمارکي کابل ته ورسېد او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه. یوناما وایي، نوموړی به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو، صندوقونو او پروګرامونو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په رسمي ډول په افغانستان کې خپله دنده پیل کړې ده.

د یوناما په وینا، هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ګومارلی دی.

برونو لمارکي د اندریکا راتواته ځای ناستی شوی او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ماموریت د مشرۍ مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

یوناما لیکلي چې نوموړي تر دې وړاندې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ کال پورې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت د ځانګړي استازي د مرستیال، د میشت همغږوال او بشردوستانه چارو د همغږوال په توګه دنده کړې ده.

هغه همدارنګه په هایټي کې د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر کې د ځانګړي استازي د مرستیال او د بشري چارو د همغږوال په توګه کار کړی دی.

برونو لمارکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د کړکیچونو د مدیریت دفتر د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې او د دغه بنسټ په بېلابېلو ماموریتونو کې یې د کړکیچونو دځواب ویلو په برخه کې ونډه اخیستې ده.

هغه سومالیا، هایټي، فلسطین او کمبوډیا ته کاري سفرونه کړي او تر دې وړاندې چې په ۱۹۹۲ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای شي، په هایټي او ایتوپیا کې یې له یوې نړیوالې نادولتي موسسې سره همکاري کوله.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی د فرانسې د ګرمو سیمو د کرنیزې انجینرۍ سند لري او په فرانسوي او انګلیسي ژبو پوهیږي.

برونو لمارکي په داسې حال کې په کابل کې خپله دنده پیلوي، چې افغانستان لا هم د نړۍ له جدي بشري ناورینونو سره مخ دی. میلیونونه کسان د سختې بېوزلۍ په شرایطو کې ژوند کوي او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو پراخه تکیه لا هم نه ده کمه شوې.

له کونړ تر نورستانه؛د جرګو منځګړتوب اوربند ټینګ کړی خو اندېښنې لا پرځای دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
له کونړ تر نورستانه؛د جرګو منځګړتوب اوربند ټینګ کړی خو اندېښنې لا پرځای دي
100%

د دانګام ولسوالۍ له غرنیو کلیو د وتلو پر مهال مرمۍ دومره ډېرې شوې، چې عبدالقاهر نورې نه شوای شمېرلی. هغه وایي، په ځینو ورځو کې به دومره ډزې کېدې چې ماشومانو یې له امله د شپې خوب نه شوای کولای. اوس هغه له خپلې کورنۍ او ټپي شوې لور سره د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې اوسیږي.

هغه وویل، « پر موږ وحشت روان و، هره ورځ مرمۍ راتلې. کورونه وران شول او خلک ووژل شول».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال د هغه د کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا روغتون یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د روان کال له فبروري نه د مې تر۱۰مې په کونړ کې ۳۱ کسان د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي او ۱۰۷تنه نورټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او پر ډېورنډ کرښه د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر نهمه پر کابل د پاکستاني الوتکو له برید وروسته پیل شوې.

اسلام اباد پر افغان طالبانو نیوکه کوي، چې پاکستان ته د اوښتونکو وسله والو پاکستاني جنګیالیو مخه نه نیسي او افغان خاوره ددوی خلاف کارول کیږي، خو کابل د پاکستاني وسله والو مساله ددغه هېواد کورنۍ موضوع ګڼي.

سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ د قطر په منځګړتوب اعلان وشو او په ترکیه، سعودي عربستان او چین کې دواړې خواوې خبرو اترو ته سره کښېنستې، خو پر ډیورنډ کرښه نښتې ونه درېدې.

د جګړې له پراخېدو سره هممهاله د کونړ او نورستان او د کرښې پورې غاړې ته د باجوړ او چترال له سرحدي سیمو ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې او د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته د تګ او راتګ لارې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله وتړل شوې.

د نورستانیانو ټولنې قومي شورا رییس وايي، چې د لارې تړل کېدو له امله په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې دارو درمل او خوراکي توکي کم شول او په کلیوالو سیمو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه ۲۸ زره افغانیو ته لوړه شوه. ډېرو خلکو خپل څاروي حلال کړل، ځکه اوړه نه پیدا کېدل او یا یې بیې دومره لوړې وې، چې ددوی له مالي توان نه بهر وې.

د اپرېل پر ۱۳مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ۲۶ قومي مشرانو د پاکستان د چترال له مشرانو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې د کونړ له ناړۍ تر نورستان پورې نښتې ودرېدې او لارې بېرته پرانیستل شوې.
100%
د اپرېل پر ۱۳مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ۲۶ قومي مشرانو د پاکستان د چترال له مشرانو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې د کونړ له ناړۍ تر نورستان پورې نښتې ودرېدې او لارې بېرته پرانیستل شوې.

ولسي ډیپلوماسي

له میاشتو جګړو، ډزو او تړلو لارو وروسته، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک ورو ورو دې پایلې ته ورسېدل چې ښايي سیاستوال هغه کار ونه شي کړای چې قومي جرګې یې کولی شي.

د کونړ یو سیمه‌ییز مشر وايي، «خلکو غوښتل ژوند بېرته عادي شي. کله چې حکومتونه پایلې ته ونه رسېدل او رسمي ډیپلوماتیکو لارو ځواب ورنه کړ، خلکو خپلو دودیزو جرګو ته مخه کړه».

د اپرېل پر ۱۳مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ۲۶ قومي مشرانو د پاکستان د چترال له مشرانو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې د کونړ له ناړۍ تر نورستان پورې نښتې ودرېدې او لارې بېرته پرانیستل شوې.

په دې هوکړه کې ویل شوي، چې دوی ځینې پرېکړې «د پاکستان او اسلامي امارت» په اجازه کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل -پښتو د راپور له مخې، ناسته د پاکستاني ځواکونو په قرارګاه کې شوې وه او پاکستاني پوځیانو هم د جرګې په سیمه کې حضور درلود.

ځايي مشرانو وویل، پاکستاني پوځیانو ترې غوښتي چې په خپلو سیمو کې به د ټي ټي پي غړي نه پرېږدي او که څوک یې ملاتړ کوي، ولس دې یې پر وړاندې ودرېږي.

درې اونۍ وروسته د می پر ۴مه د باجوړ او کونړ د قومي مشرانو ترمنځ هم ورته هوکړه وشوه چې له مخې به یې دواړې خواوې(پاکستانی پوځ او طالبان) په خپلو پخوانیو پوستو کې وي، ډزې به بندوي، بې‌ځایه شوې کورنۍ به بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او که له یوې خوا به پر بل لوري ډزې کېږي، مسوولیت به یې معلوم وي. په هوکړه کې دا هم راغلي چې «هر نظام د خپل داخلي امنیت مسوول دی».

د کونړ یو قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستاني پوځ یوه غوښتنه دا وه چې طالبان د کونړ په حدودو کې له ډېورنډ کرښې لرې شي او امنیتي پوستې جوړې نه کړي.
100%
د کونړ یو قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستاني پوځ یوه غوښتنه دا وه چې طالبان د کونړ په حدودو کې له ډېورنډ کرښې لرې شي او امنیتي پوستې جوړې نه کړي.

دغه ټکی په پاکستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د طالبانو د حکومت رسمي دریځ ته نږدې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړیو کې په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې وویل، چې دوی د پاکستان د امنیت مسوول نه دي او نه هم افغانستان د پاکستان ستونزې خپل کور ته راوړلی شي.

د قومي مشرانو پر دې هوکړو طالبانو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پاکستان یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د مې پر ۷مه په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې دا هوکړه ښيي چې دواړو غاړو ته ولسونه سوله غواړي.

دغو هوکړو په سیمه کې د نښتو کچه راټیټه کړه او د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو زمینه یې برابره کړه، خو د دغو غیررسمي تړونونو د اوږدمهاله اغېز په اړه لا هم پوښتنې پاتې دي.

د کونړ یو قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستاني پوځ یوه غوښتنه دا وه چې طالبان د کونړ په حدودو کې له ډېورنډ کرښې لرې شي او امنیتي پوستې جوړې نه کړي. دغه راز رپوټونه وايي، له قومي مشرانو غوښتل شوي چې په خپلو سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو ته ځای ور نه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د می پر ۱۰مه ددغو هوکړو په غبرګون کې وویل، چې «پاکستان د وروستیو تېریو او فشارونو له لارې د ډېورنډ پر کرښه پراته ولسونه دې ته اړ کړي چې د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي».

کرزي د «امن هوکړې» د ډېورنډ کرښې د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې ولس ته د دغو تړونونو په اړه وضاحت ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان او پاکستان د چارو یو شمېر شنونکي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستۍ هوکړې د مستقیمو حکومتي خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د قومي جرګو له لارې د غیررسمي تعامل هڅه بولي.

کرزي د «امن هوکړې» د ډېورنډ کرښې د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې ولس ته د دغو تړونونو په اړه وضاحت ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.
100%
کرزي د «امن هوکړې» د ډېورنډ کرښې د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې ولس ته د دغو تړونونو په اړه وضاحت ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا، دا ډول هوکړې اوږدمهاله ثبات نه تضمینوي.

د قبایلي سیمو د چارو شنونکی نذیراحمد سهار وايي، « د پاکستان پوځ له دې وړاندې په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې هم له قبیلو سره ورته تړونونه کړي، خو ټول بې اغیزې ثابت شوي». د هغه له نظره، له دغو هوکړو ښکاري چې افغان طالبان هم پر ټي ټي پي د مستقیم فشار پرځای د قومي مشرانو او قبیلو کارت کاروي.

سهار له پخوانیو تړونونو سره ددغو هوکړو یو توپیر دا ګڼي، چې دا له قبیلې سره د قبیلې هوکړې دي، خو مخکیني د پوځ-قبیلې ترمنځ تړونونه وو. په لویه کې هغه دا د پخوانیو ناکامو پالیسیو تکرار بولي، چې د وسله‌والو د کنټرول بار یو ځل بیا پر قومونو او قبیلو اچول کېږي.

پاکستان ټي ټي پي د ځان لپاره ګواښ ګڼي

پاکستان څو ځله ویلي، چې د دوی اصلي ستونزه په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور دی او له طالبانو یې غوښتي چې د پاکستاني وسله‌والو پر ضد «عملي او تایید وړ» ګامونه واخلي.

خو د دواړو لوریو رسمي دریځونه له کلونو راهیسې بدل شوي نه دي. طالبان ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او وايي، دوی د پاکستان د امنیت مسوول نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د فبروري پر لومړۍ نېټه په پېښور کې له چاودنې وروسته د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په ځواب کې، چې ویل یې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و، وویل، چې «پاکستان دې د خپل بام واورې پر نورو نه ور اچوي».

طالبانو پاکستان په وار وار تورن کړی، چې په بریدونو کې د خلکو کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور عامه تاسیسات په نښه کوي.

د طالبانو یو پخوانی سفیر چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، وايي، «پاکستان د طالبانو خلاف د خلکو د راپارلو لپاره ملکي خلک په نښه کوي».

خو پاکستاني چارواکو هرځل په خپلو بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله رد کړې ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د سلګونو کسانو له مرګ ژوبلې وروسته پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه تر نیوکو لاندې راغلل. دغه برید په نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول او د بشري حقونو ددفاع سازمانونو په دې اړه د رڼو پلټنو او حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

له دغه برید وروسته پاکستان خپل هوايي بریدونه بند کړل او د چین د ارومچي خبرو اترو په پایله کې پخوانی اوربند په غیر اعلانیه ډول وغځېد.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې د اسلام اباد اصلي ستونزه ټي ټي پي ده.

له دانګام او نورو سیمو یو شمېر بې ځایه شوي کسان لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي او ډاډه نه دي، چې دغه اوربند ډېر وغځیږي
100%
له دانګام او نورو سیمو یو شمېر بې ځایه شوي کسان لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي او ډاډه نه دي، چې دغه اوربند ډېر وغځیږي

خو افغان شنونکي پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو د هدف په اړه شک څرګندوي، ځکه ددوی په باور، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر نه تر دې مهاله د پاکستان په هوايي بریدونو او ډزو کې د ټي ټي پي هیڅ جګپوړی غړی نه دی په نښه شوی.

په داسې حال کې چې د وروستیو غیررسمي هوکړو له امله د نښتو لړۍ درېدلې، لا هم د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د «ولسي ډیپلوماسۍ» دا بهیر نهایی سیاسي حل نه ګڼل کېږي. د ځینو شنونکو په باور، دا ډول هوکړې که څه هم لنډمهالی ټیکاو راولي، خو تر هغه چې رسمي او دوامدار سیاسي میکانیزمونه نه وي رامنځته شوي، د بیا نښتو امکان له منځه نه ځي.

له دانګام بې‌ځایه شوی عبدالقاهر او ګڼې نورې کورنۍ لا هم خپلو اصلي سیمو ته نه دي ستانه شوي. هغوی وایي، که څه هم اوس نسبي ارامي شته، خو د جګړې د بیا پیل ویرې لا هم د هغوی د ستنېدو پرېکړه ځنډولې ده.

د جرمني د هاناو محکمې افغان قاتل ته د ۸ کلونو بند سزا واوروله

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
د جرمني د هاناو محکمې افغان قاتل ته د ۸ کلونو بند سزا واوروله
100%

د جرمني د هیسن ایالت د هاناو محکمې یو ۷۰ کلن افغان د خپل ورور د وژنې په جرم په اتو کلونو بند محکوم کړی دی. محکمې ثابته کړه چې دغه سړي د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې په کندهار کې تر ځان شپږ کاله کشر ورور په ډزو وژلی و.

د قضیې تر شا د کورنۍ د میراث پر سر شخړه وه. د راپور له مخې، پلار د دواړو وروڼو تر منځ د ځمکو میراث ویشلی و، خو وروسته یې ځینې شخړې او دعوې شوې وې.

تورن کس څو کاله وړاندې په افغانستان کې هم قانوني دعوې کړې وې.

د جرمني څارنوالۍ دا قضیه د قصدي وژنې په توګه وړاندې کړې وه، خو محکمې وویل چې د قتل د سختې درجې توکي لکه ناڅاپي توب او حرص په بشپړ ډول نه دي ثابت شوي، ځکه د قرباني له خوا د ګواښونو او اوږدمهاله شخړو شالید موجود و.

د وژل شوي کس ۲۲ کلن زوی، چې د پېښې پر مهال په افغانستان کې ۱۱ کلن ماشوم و، په محکمه کې شهادت ورکړ او خپل تره یې د قاتل په توګه وپېژاند. هغه وویل چې تره یې مخ پټ کړی و، خو د سترګو او غږ له لارې یې وپېژاند.

تورن کس تر پایه پورې تور رد کړی او ویلي یې دي چې د پېښې پر مهال په افغانستان کې نه و، بلکې په پاکستان کې اوسېده.

دا محاکمه په جرمني کې د «استعاري جزایي صلاحیت» پر بنسټ شوې، ځکه د جرمني چارواکو په باور په افغانستان کې عادلانه قضايي سیستم نشته، نو له همدې امله جرمني محکمې د قضیې د اورېدو واک خپل کړ.

جرمني کابل ته په یوه چارټر الوتکه کې ۳۰ نور افغان پناه غوښتونکي اخراج کړل

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۱
جرمني کابل ته په یوه چارټر الوتکه کې ۳۰ نور افغان پناه غوښتونکي اخراج کړل
100%

جرمني یو ځل بیا له لیپزیګ/هاله هوايي ډګره کابل ته شاوخوا ۳۰ تنه افغان پناه غوښتونکي په یوه چارټر الوتکه کې لېږدولي دي. دا اقدام له طالبانو سره په همغږۍ شوی او لیږل شوي کسان ټول نارینه دي.

د جرمني چارواکو په وینا، په دې الوتنه کې نږدې ۳۰ هغه افغان نارینه شامل وو چې بېلابېلو فدرالي ایالتونو د اخراج لپاره معرفي کړي وو. په دغو کسانو کې ځینې هغه د جنسي تېري، وژنې او جنسي ځوورونې په څېر جرمونو له امله محکوم شوي وو.

دغه کسان له شمالي راین ویستفالن، شلېزویګ هولشتاین، بایرن، نیدرزاکسن او بادن وورتمبرګ ایالتونو راغونډ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، الوتکه د شپې له خوا د لیپزیګ/هاله له هوايي ډګره د پلازمېنې کابل پر لور تللې ده.

په ترمینل کې شاوخوا ۳۵کسان ددې اقدام په مخالفت کې راغونډ شوي وو.

د دغه اقدام حقوقي او اداري بنسټ د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه ده، چې له مخې یې جرمني ته دا امکان ورکړل شوی چې د منځګړي هېواد له اړتیا پرته مستقیم افغان پناه غوښتونکي وشړي.

جرمني د روان کال په اپریل میاشت کې هم د چارټر الوتنې له لارې ۲۵تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته وشړل.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې هم له لیپزیګ څخه کابل ته ۲۸ افغان نارینه مجرمان د قطر په مرسته شړل شوي وو. وروسته جرمني پخپله انفرادي او ډله‌ییزې شړنې پیل کړې.

منتقدین وایي چې د جرمني حکومت له یوې خوا طالبان د بشري حقونو د سرغړونو له امله په رسمیت نه پېژني، خو له بلې خوا د عملي اړتیاوو لپاره ورسره تخنیکي او سیاسي تعامل کوي. په دې کې د افغانستان د سفارتونو لپاره د طالبانو د محدودو ډیپلوماټانو منل هم شامل دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنډټ ویلي، لومړی هغه کسان شړل کیږي چې مجرمین او د امنیتي خطر عاملان ګڼل کېږي، خو دا لړۍ یوازې تر همدې ډلې محدوده نه ده او په راتلونکي کې پراخېدلی شي.