• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سولې نړیوال شاخص د طالبانو انحصاري حکومتولي د افغانستان د ثبات لپاره جدي ننګونه بللې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د سولې نړیوال شاخص د ۲۰۲۶ کال د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ کچه کمه شوې، خو په سویلي اسیا کې تر ټولو ناامن هېواد دی او د ۲۰۲۶ کال د سولې نړیوال شاخص کې د نړۍ په کچه ۱۵۷م ځای لري.

دغه راپور ښيي چې د افغانستان د سولې عمومي وضعیت د تېر کال په پرتله ۰،۵ سلنه خراب شوی دی.

په راپور کې راغلي، د «امنیت او خوندیتوب» په برخه کې افغانستان کې ۱،۵ سلنه ښه والی راغلی او د سیاسي بې‌ثباتۍ شاخص هم ۱۰ سلنه ښه شوی دی. د راپور له مخې، دا بدلون تر ډېره د طالبانو له لوري پر سیاسي او امنیتي ادارو د واک د لا ډېر تمرکز او د مخالفو سیاسي جریانونو د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.

د سولې نړیوال شاخص وايي، چې د منظم سیاسي اپوزیسیون نشتوالي او د مخالفو غږونو محدودولو د پراخو ناارامیو او سیاسي ګډوډیو احتمال کم کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې انحصاري حکومتولي، د سیاسي مشارکت محدودیتونه او نړیواله انزوا د افغانستان د اوږدمهاله ثبات پر وړاندې جدي ننګونې دي.

سره له دې چې د سیاسي بې‌ثباتۍ شاخص ښه شوی، راپور څرګندوي چې د افغانستان د روانو شخړو وضعیت خراب شوی دی. د راپور له مخې، د «روانو شخړو» برخه ۱،۹ سلنه کړکېچنه شوې او د بهرنیو شخړو له امله د مرګ ژوبلې شاخص ۱۹،۲ سلنه لوړ شوی، چې لامل یې له پاکستاني ځواکونو سره نښتې بلل شوې دي.

راپور بل مهم لامل په اوسنیو سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه بللي دي.

راپور افغانستان د سویلي اسیا تر ټولو لږ سوله‌ییز هېواد یادوي او وايي چې هېواد لا هم د نړۍ د اوو تر ټولو ناامنو هېوادونو په ډله کې شامل دی. د شاخص له مخې، یوازې روسیه، سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اوکراین، اسراییل، سویلي سوډان، افغانستان یمن، سوریه، مالي، سومالیا، میانمار او پاکستان د نړۍ د سولې په درجه‌بندۍ کې تر ټولو ټیټې درجې لري.

د راپور په اقتصادي برخه کې راغلي چې افغانستان د تاوتریخوالي له امله د اقتصادي زیانونو له پلوه هم د نړۍ له زیانمنو هېوادونو څخه دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د تاوتریخوالي اقتصادي لګښت د افغانستان د ناخالص کورني تولید ۳۱،۴۳ سلنه جوړوله چې له اوکراین وروسته دویم لوړ رقم بلل کېږي.

د سولې نړیوال شاخص په خپل ۲۰۲۶ راپور کې ویلي چې افغانستان د نشه‌يي توکو د غیرقانوني اقتصاد له پلوه تر ټولو ستر سقوط تجربه کړی دی. د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د کوکنارو د کر بندیز د دې لامل شوی چې د افغانستان د تاریاکو اقتصاد له ۲ میلیاردو ډالرو څخه ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شي. راپور ادعا کوي چې د کوکنارو تولید هم ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د سولې نړیوال شاخص په داسې حال کې د افغانستان د سیاسي بې‌ثباتۍ د کمېدو خبره کوي چې نړیوال بنسټونه لا هم د سیاسي مشارکت محدودیتونو، د بشري حقونو وضعیت او د افغانستان د نړیوالې انزوا په اړه اندېښنې څرګندوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده