طالبانو کابل او کندهار کې د نشهیي توکو د قاچاق، تولید او خرڅلاو په تړاو ۲۸ تنه نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
