طالبانو په پنجشېر کې څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد پلورلي

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو څخه ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو څخه ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
ویاند زیاته کړې چې دغه زمرد د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې باید د ملي پخلاینې بهیر پر مخ ولاړ شي او د افغان سولې او بیا رغونې بهیر اسانه شي. نوموړي ویلي، چین د «افغانستان په مالکیت او مشرۍ» د افغانستان د ستونزو حل غواړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لی جیان ویلي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل چې بیجنګ چمتو دی ددغه سازمان د شلمې کلیزې په درشل کې له نورو غړو هېوادونو سره په ګډه یوه لا نږدې او د ګډ برخلیک لرونکې شورا جوړه کړي.
وانګ يي د شانګهای د همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې دغه سازمان باید د افغانستان وضعیت داسې لور ته بوځي چې د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ګډو ګټو په ګټه وي.
هغه زیاته کړې چې امریکا باید د خپلو مسوولیتونو ادا کولو ته وهڅول شي، د ترهګرو ډلو بیا راپورته کېدل ودرول شي، د ملي پخلاینې بهیر پرمختګ وکړي، څو اړخیزه همغږي پیاوړې شي او په افغانستان کې د سولې او بیا رغونې بهیر اسانه شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چین به د افغانستان د مسالې د سیاسي حل په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي، په داسې ډول چې دده په وینا، د افغانستان حاکمیت ته بشپړ درناوی وشي او د «افغانانو په مشرۍ او افغانانو په مالکیت» اصول مراعت شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په غونډه کې د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم هوکړه کړې، چې د شانګهای د همکاریو سازمان شلمه کلیزه د نوي پیل په توګه ومني او د افغانستان د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړي او د نړیوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره لا فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو د ننګرهار د پوهنې مرستیال لیاقت علي لېسو ته خبرداری ورکړی، چې زده کوونکي په فراغت غونډو کې پر جامو لاسلیکونو، رنګ پاشلو او ملي بیرغونو ته پرې نه ږدي. افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي غږ کې نوموړي ویلي، چې که دا کار تکرار شي د ازموینو پایلې او بریلیکونه به یې معطل شي.
د طالبانو د ننګرهار د پوهنې ریاست مرستیال لیاقت علي دا غږیز پېغام د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۶مه ددغه ولایت د ټولو ښوونځیو مدیرانو ته لېږلی دی.
په پېغام کې لیاقت علي وايي، په تېرو دوو ورځو کې لیدل کیږي چې د ښوونځيو زده کوونکو په فراغت غونډو کې د افغانستان ملي بیرغونه او رنګونه پر خپلو جامو کارولي دي.
د نوموړي په وینا، د هغو زده کوونکو په اړه به پلټنه وکړي، چې پر جامو یې بیرغ رسم کړی وي او د دوی نتایج به نه تاییدیږي او بریلیکونه به یې ځنډیږي.
نوموړي همدراز د ښوونځیو مسوولانو ته ویلي، چې دوی به هم ددې ډلې د قانون له مخې د سزا وړ ګڼل کېږي.
لیاقت علي د خبرو په یوه برخه کې ویلي:« د ښوونځيو مسوولین دې ددې مخه ونیسي، دا زموږ د نظام لپاره ډېره بده ده.»
دا بندیز یوازې په ننګرهار کې نه دی لګول شوی بلکې تېر کال په کونړ کې د طالبانو د کونړ امربالمعروف محتسبان پارک ته داخل شول او د زده کوونکو د فرافت مراسم یې ګډوډ کړل او هغه زده کوونکي یې ونیول چې ملي بیرغ یې پر جامو رسم کړی و.
افغانستان انټرنشنل ددې پيښې ویډیو خپره کړې وه، چې د طالبانو د امربالمروف ریاست متحسبین په زوره یو شمېر زده کوونکي موټر ته پورته کوي.
په افغانستان کې د لېسو او پوهنتونونو ګڼ زده کوونکي د فراغت غونډو کې د یادګار په توګه ملي بیرع یا هم د یو بل پر جامو لاسلیکونه کوي.
د روان کال د وري پر ۲۶مه په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو کتابتونونو، چاپي مرکزونو او د ډیکورېشن هټیو ته امر کړی و، چې د طالبانو له ځانګړي بیرغ پرته د بل هر ډول بیرغ له چاپ، پلور او خپرولو ډډه وکړي.
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ «تور، سور او زرغون» په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو، خو طالبانو پر ملي بیرغ بندیز لګولی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې، چې د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) خپره شوې، راغلي چې له نیول شویو کسانو څخه ټول یو زرو ۲۴۳ دانې نشهیي ګولۍ او څه باندې درې کیلوګرامه تریاک ترلاسه او ضبط شوي دي.
بلخوا، دغه وزارت ویلي چې د کندهار ولایت سپین بولدک، میوند او غورک ولسوالیو په مربوطاتو کې یې د نشهیي توکو د تولید او پروسس یوه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، له یادې فابریکې څخه له اته زره کیلوګرامو څخه زیات ومان او نور هغه لومړني مواد ترلاسه شوي چې د نشهیي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي.
طالبانو د محرم میاشتې له پیل یوه ورځ وړاندې اعلان کړی چې د عاشورا او محرم د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. د طالبانو دا اقدام د تېرو کلونو له محدودیتونو سره په پرتله د دوی په چلند کې د بدلون نښه بلل کېږي.
د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو یې د محرم میاشتې د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره په سپکو او درنو وسلو سمبال تدابیر نیولي، څو د دوی په وینا اهل تشیع وګړي وکولای شي خپل مذهبي مراسم په ارامه فضا کې ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادې قوماندانۍ د نورو امنیتي، استخباراتي او کشفي ادارو سره په همغږۍ بشپړ چمتووالی نیولی او دا تدابیر به د محرم تر لسمې ورځې دوام وکړي.
سیارې ګزمې، امنیتي کمربندونه او چکپواینټونو جوړول د دغو تدابیرو برخه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو کلونو کې د محرم او عاشورا د مراسمو پر مهال پر شیعهګانو بېلابېل محدودیتونه لګولي وو. د راپورونو له مخې، په ځینو ولایتونو کې د عاشورا لپاره بیرغونه او شعارونه لرې شوي او په هرات کې د نذر اوبو او شربت د وېش ځینې غرفې هم نړول شوې وې.
همدارنګه، دوه کاله وړاندې د کابل د لوېدیځې سیمې مهتابکلا ګولایي کې د عاشورا د مراسمو د ګډوډېدو راپورونه خپاره شوي وو. هغه مهال د مراسمو ځینو ګډونوالو ادعا کړې وه چې طالبانو د ماتم کوونکو پر وړاندې له زور کار اخیستی او د سینهوهلو ځینې ډلې یې متفرقې کړې دي.
طالبانو تېر کال هم د عاشورا پر ورځ د امنیتي تدابیرو په نوم مخابراتي شبکې محدودې کړې وې. طالب چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دا اقدام د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره شوی.
د عاشورا د مراسمو تر محدودیتونو سربېره، د بشري حقونو ځینې بنسټونه او راپورونه ادعا کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شیعه ټولنې پر مذهبي فعالیتونو نور محدودیتونه هم لګېدلي دي.راپورونه دا هم ښیي چې طالبانو بدخشان کې د شیعه مذهب پیروان د خپل مذهب پریښودو ته اړ کړي و.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې افغان لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حبیبالله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستون شوی دی. استاد رفیع له تګ وړاندې ویلي وو چې د وطن د مېوو په خوراک مې ممکن د ستروګو نور بېرته راوګرځي.
نوموړی، چې تر دې وړاندې په کاناډا کې مېشت و، کابل ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې، ښاغلی رفیع له څه مودې راهیسې د سترګو له ناروغۍ سره مخ دی.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي وه چې: «وطن ته ځم، چې د وطن تازه مېوې وخورم؛ کېدای شي د سترګو نور مې بېرته راپیدا شي.»
د استاد رفیع د راستنېدو خبر د ګڼو هېوادوالو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو کسانو د هغه د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او دا یې د هېواد د علمي او فرهنګي شخصیتونو د حضور لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کادرونه له هېواد نه وتلو ته اړ شوي دي، چې د کارپوهانو په وینا دا وضعیت په افغانستان کې د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د کمښت لامل شوی دی.