• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هلمند نه د طالبانو یو پلاوی ایران ته د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره تللی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د هلمند څخه د طالبانو د مرستیال والي رحیم الله محمود په مشرۍ يو پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د ایران سویلي خراسان ولایت ته تللي دي. طالبانو ویلي، موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د همکاریو پراخول دي.

د ایران دولتي ایرنا رسنۍ د سویلي خراسان مرستیال والي مجتبی له قوله لیکلي: « جنوبي خراسان د صنعت، کانونو، روغتیا، کرنې او پوهې پر بنسټ شرکتونو په برخو کې د هلمند څخه د یو پلاوي کوربه توب کوي». نوموړي هیله ښودلې چې په دې ناستو سره به اغېزمن تفاهمونه او تعامل رامنځ ته شي.

د طالبانو مرستیال والي محمود رحیمي زیاته کړې، چې د دغه درې ورځني سفر پر مهال به د سوداګریزو، تولیدي مرکزونو، برېښنايي فاریکو، کرنیزو او طبیعي ادارو، روغتونونو او یو شمېر نور برخو څخه هم لیدنه وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د عاشورا مراسمو لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
طالبانو د عاشورا مراسمو لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی
100%

طالبانو د محرم میاشتې له پیل یوه ورځ وړاندې اعلان کړی چې د عاشورا او محرم د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. د طالبانو دا اقدام د تېرو کلونو له محدودیتونو سره په پرتله د دوی په چلند کې د بدلون نښه بلل کېږي.

د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو یې د محرم میاشتې د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره په سپکو او درنو وسلو سمبال تدابیر نیولي، څو د دوی په وینا اهل تشیع وګړي وکولای شي خپل مذهبي مراسم په ارامه فضا کې ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادې قوماندانۍ د نورو امنیتي، استخباراتي او کشفي ادارو سره په همغږۍ بشپړ چمتووالی نیولی او دا تدابیر به د محرم تر لسمې ورځې دوام وکړي.

سیارې ګزمې، امنیتي کمربندونه او چک‌پواینټونو جوړول د دغو تدابیرو برخه بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو کلونو کې د محرم او عاشورا د مراسمو پر مهال پر شیعه‌ګانو بېلابېل محدودیتونه لګولي وو. د راپورونو له مخې، په ځینو ولایتونو کې د عاشورا لپاره بیرغونه او شعارونه لرې شوي او په هرات کې د نذر اوبو او شربت د وېش ځینې غرفې هم نړول شوې وې.

همدارنګه، دوه کاله وړاندې د کابل د لوېدیځې سیمې مهتاب‌کلا ګولایي کې د عاشورا د مراسمو د ګډوډېدو راپورونه خپاره شوي وو. هغه مهال د مراسمو ځینو ګډونوالو ادعا کړې وه چې طالبانو د ماتم کوونکو پر وړاندې له زور کار اخیستی او د سینه‌وهلو ځینې ډلې یې متفرقې کړې دي.

طالبانو تېر کال هم د عاشورا پر ورځ د امنیتي تدابیرو په نوم مخابراتي شبکې محدودې کړې وې. طالب چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دا اقدام د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره شوی.

د عاشورا د مراسمو تر محدودیتونو سربېره، د بشري حقونو ځینې بنسټونه او راپورونه ادعا کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شیعه ټولنې پر مذهبي فعالیتونو نور محدودیتونه هم لګېدلي دي.راپورونه دا هم ښیي چې طالبانو بدخشان کې د شیعه مذهب پیروان د خپل مذهب پریښودو ته اړ کړي و.

افغان لیکوال حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
افغان لیکوال حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی
100%

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې افغان لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستون شوی دی. استاد رفیع له تګ وړاندې ویلي وو چې د وطن د مېوو په خوراک مې ممکن د ستروګو نور بېرته راوګرځي.

نوموړی، چې تر دې وړاندې په کاناډا کې مېشت و، کابل ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې، ښاغلی رفیع له څه مودې راهیسې د سترګو له ناروغۍ سره مخ دی.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وه چې: «وطن ته ځم، چې د وطن تازه مېوې وخورم؛ کېدای شي د سترګو نور مې بېرته راپیدا شي.»

د استاد رفیع د راستنېدو خبر د ګڼو هېوادوالو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو کسانو د هغه د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او دا یې د هېواد د علمي او فرهنګي شخصیتونو د حضور لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کادرونه له هېواد نه وتلو ته اړ شوي دي، چې د کارپوهانو په وینا دا وضعیت په افغانستان کې د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د کمښت لامل شوی دی.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت خپلو کارکوونکو ته: د هبت الله لارښوونې، اطاعت او فرمانونه عملي کړئ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
د طالبانو سوداګرۍ وزارت خپلو کارکوونکو ته: د هبت الله لارښوونې، اطاعت او فرمانونه عملي کړئ
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دغه ډلې د مشر «لارښوونې، فرمانونه، احکام او د مشرانو اطاعت» ومني او عملي یې کړي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو د کابینې په وروستۍ غونډه کې اداري کارکوونکو ته د هبت الله د «هدایت او امرونو» پر رسولو ټینګار شوی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپلو مرکزي او ولایتي کارکوونکو او مسولینو سره په انلاین غونډه کې د دغه ډلې د مشرتابه د «امرونو او لارښوونو» پر عملي کولو ټینګار کړی.

نورالدین عزیزي ویلي: «د کابینې په وروستۍ ناسته کې د مشرتابه صادر شوي هدایات او امرونه کارکوونکو ته ورسول شول».

هغه همدارنګه زیاته کړې: « مشرتابه په خپلو لارښوونو کې پر تقوا، خالص عبادت، د شریعت د احکامو عملي کول، د مشرانو اطاعت، د عقیدې زده کړه، د قوانینو او مقرراتو تطبیق او له خلکو سره پر ښه چلند باندې ټینګار کړی دی».

عزيزي له خپلو کارکوونکو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د هبت الله حکمونه، فرمانونه او لارښوونې عملي کړي.

یوشمېر انتقاد کوونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د طالبانو وزارتونه د ادارې د تخنیکي او اقتصادي فعالیتونو پر ځای تر ډېره پر دیني او فکري لارښوونو تمرکز کوي، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو، کاري فرصتونو او سوداګریزې پراختیا له جدي ننګونو سره مخ دی.

منتقدان وايي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي دنده د پانګونې جلبول، د صنعت ملاتړ، د سوداګرۍ اسانتیا او د بازارونو پراختیا ده.

اوچا: په بامیان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت کورنۍ د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱
اوچا: په بامیان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت کورنۍ د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په بامیان ولایت کې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی، تر دې چې ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په افغانستان کې د اوچا دفتر په یوه تازه ایکس پوسټ کې د بامیان ولایت د اوسېدونکو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

اوچا د بامیان د یوې سیمې د اوسېدونکي له قوله ویلي: «دلته ژوند ورځ تر بلې ناشونی کېږي.»

د یادې ادارې په وینا، د اوبو کمښت او پرله‌پسې وچکالي ځینې کورنۍ دې ته اړ کړې چې خپلې مېنې پرېږدي، په داسې حال کې چې پاتې کورنۍ هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

اوچا ټینګار کړی چې د بامیان د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره باید عاجل اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ دوام په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو پر بشري وضعیت فشارونه نور هم زیات کړي دي.

طالبانو وایي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو وایي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې محتسبینو یې په شپږو ولایتونو کې ۲۰ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن سه شنبه (د غبرګولي ۲۶مه) خپره شوې، دغه پېښې په فاریاب، تخار، ننګرهار، سرپل، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ښځې له کلونو راهیسې د کورنیو له لوري د تاوتریخوالي سره مخ وې او د دوی په وینا له شرعي حقونو بې برخې وې.

وزارت زیاتوي چې د دغو ښځو خاوندان او د کورنۍ غړي اړوندو ریاستونو ته احضار شوي او له هغوی څخه په لیکلې بڼه ژمنه اخیستل شوې چې په راتلونکي کې به دا ډول کړنې نه تکراروي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یاد وزارت د ښځو اړوند محدودونکې قوانین وضع کړي. او ښځې یې له له ازاد تګ راتګ، تعلیم او کار څخه منعه کړي.