د څېړنې له مخې، هغه ښځې چې له دغو درملو یې ګټه اخیستې، د سینې سرطان د رامنځته کېدو له شاوخوا ۳۰ سلنه کم ګواښ سره مخامخ وې. دا څېړنه پر څه باندې ۱۱۰ زره ښځو ترسره شوې ده.
د څېړونکو په وینا، دغه موندنې د سرطان د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اهمیت لري او ښايي په راتلونکې کې د سرطان د مخنیوي لپاره د نوو لارو د موندلو زمینه برابره کړي.
د دې څېړنې څېړونکي وايي، که څه هم د دغو درملو کارول او د سرطان د خطر کمېدل له یو بل سره تړاو لري، خو لا هم دا نه ده ثابته شوې چې دغه درمل په مستقیم ډول د سینې سرطان مخه نیسي.
کارپوهان باور لري چې د وزن کمېدل، د بدن د التهاب راټیټېدل او د میتابولیزم ښه کېدل ښايي د سرطان د خطر په کمېدو کې رول ولري.
دوی ټینګار کوي چې اوزمپیک، وېګووي او ورته نور درمل باید یوازې د هغو طبي موخو لپاره وکارول شي چې د روغتیايي ادارو له خوا تایید شوي دي او خلک باید د ډاکټر له مشورې پرته له دغو درملو استفاده ونه کړي.
تر دې مخکې، یوې بلې څېړنې ښودلې وه چې د چاغښت ضد مشهور درمل«اوزمپیک» د اشتها د کنټرول تر څنګ د مغز پر هغو برخو هم اغېز لرلی شي چې د خوړو، انګېزې او روږدو چلندونو سره تړاو لري.
واشنګټن پوسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د وزن کمولو مشهور درمل «اوزمپیک» او ورته نور درمل ښايي یوازې د اشتها په کمولو او د وزن په راټیټولو بسنه ونه کړي، بلکې د انسان د مغز په جوړښت او فعالیت کې هم بدلونونه رامنځته کړي.
دغه درمل د خوړو له خوړلو وروسته په بدن کې د مړښت احساس پیاوړی کوي او د اشتها په کمولو کې مرسته کوي.
د کلراډو ایالتي پوهنتون یوې څېړونکې الیسن شاپیرو ویلي چې د درملنې مخکې او وروسته د ګډونوالو د مغزو انځورونه د پام وړ توپیرونه ښيي. د هغې په وینا، په ځینو مواردو کې د مغز د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې یوازې د څو میاشتو په موده کې بدلې شوې دي.
راپور زیاتوي چې اوزمپیک او ورته درمل په لومړي سر کې د شکرې ناروغۍ او چاغښت د درملنې لپاره جوړ شوي وو، خو اوس داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې ښايي د مغز پر هغو برخو هم اغېز ولري چې د انعام احساس، انګېزې، د خوړو عادتونه او حتا ځینې روږدي چلندونه تنظیموي.
څېړونکي وايي چې لا هم د دغو درملو د اوږدمهاله اغېزو په اړه پراخو علمي څېړنو ته اړتیا شته، خو لومړني شواهد ښيي چې د وزن کمولو دغه درمل د بدن د میتابولیزم تر څنګ د مغز په فعالیت کې هم مهم بدلونونه رامنځته کولای شي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د چاغښت او شکرې د درملنې لپاره له اوزمپیک او ورته درملو ګټه اخلي او ساینسپوهان هڅه کوي معلومه کړي چې دغه درمل د مغز پر جوړښت او چلندونو څه ډول اغېزې پرېږدي.