• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې په کابل کې د دریو طالبانو د وژلو ادعا کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې اعلان کړی چې ځواکونو یې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې په یوه هدفمند برید کې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې، دغه برید د یکشنبې په ماښام د غبرګولي په ۲۴مه نېټه د کابل د سیلو سړک په سیمه کې شوی دی.

د مقاومت جبهې په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې دغه برید د ماښام په شاوخوا اوو بجو شوی او په پایله کې یې د طالبانو یو پوځي موټر هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. دغه راز په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په دې برید کې ملکي وګړو او د مقاومت جبهې سرتېرو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

یادې جبهې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي ترڅو خلک او هېواد د دغې ډلې له واکمنۍ څخه ازاد کړي. بل لور ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دغه برید او د مقاومت جبهې د ادعا په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو اونیو کې په ایران کې د ملي مقاومت جبهې غړي تر فشار لاندې راوستي ترڅو پر طالبانو له بریدونو ډډه وکړي. د سرچینو په وینا، د اسلامي جمهوریت دغه اقدام پر طالبانو د مقاومت جبهې د بریدونو د مخنیوي په موخه شوی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

له هلمند څخه سږ کال ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه بهر ته صادره شوې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
له هلمند  څخه سږ کال ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه بهر ته صادره شوې
100%

د هلمند د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې او تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

د دغې خونې رییس رحمت‌الله نظري د طالبانو تر واک لاندې حریت راډیو ته ویلي، پخوا به د هلمند پنبه پاکستان ته لېږدول کېده او هلته به د پاکستان د معیارونو له مخې پروسس او بسته‌بندي کېده، خو اوس په افغانستان کې دننه د نړیوالو معیارونو مطابق پروسس کېږي او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کېږي.

د نظري په وینا، په تېرو څو میاشتو کې یې چین، ترکیې، ایران، ازبکستان او بنګله‌دېش ته سفرونه کړي، څو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هلمند د پنبې لپاره نوي بازارونه پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په هلمند کې د پنبې د پروسس د کارخونو فعالیت پراخ شوی او دا چاره د دې لامل شوې چې د محصول کیفیت لوړ او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي فرصتونه زیات شي.

کروندګر هم د صادراتو د زیاتوالي هرکلی کوي او وايي، د نویو بازارونو موندل به د پنبې بیې لوړې او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

هلمند د مناسب اقلیم او مساعدو کرنیزو شرایطو له کبله د پنبې د تولید له مهمو مرکزونو څخه دی، چې هر کال پکې د پنبې د پام وړ حاصلات راټولېږي.

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ملي مقاومت جبهې فشارونه راوړي چې پر طالبانو خپل بریدونه ودروي. د مقاومت جبهې دوو جګپوړو غړو وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت دا جبهه له طالبانو سره له جګړې منع کړې ده.

دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اسلامي جمهوریت چارواکو د ملي مقاومت جبهې ته ویلي: «پر طالبانو ډز زموږ پر لور د ډزو په مانا دی.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اسلامي جمهوریت پر طالبانو د بریدونو د بندولو لپاره په ایران کې مېشت د ملي مقاومت جبهې غړي تر فشار لاندې راوستي دي.

دغو سرچینو وویل چې له طالبانو سره د اسلامي جمهوریت اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او ښايي تهران له امریکا سره له هوکړې او د وضعیت له ښه کېدو وروسته د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

ملي مقاومت جبهې د دغه خبر تر خپرېدو پورې پر دغې جبهې د اسلامي جمهوریت د فشارونو په اړه د افغانستان انټرنشنل د خبریال پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په ورته وخت کې، دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت پر هغو پخوانیو افغان پوځیانو محدودیتونه لګولي چې په ایران کې ژوند کوي.

دغو سرچینو د خپل هویت په ساتلو سره وویل چې پخواني پوځیان مخکې په ایران کې ثبت شوي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له رسمي اجازې پرته نه شي کولای افغانستان ته سفر وکړي.

دغو سرچینو وویل چې اسلامي جمهوریت د طالبانو په مخالفو جبهو کې د پخوانیو پوځیانو د یوځای کېدو په اړه اندېښمن دی.

د ملي مقاومت جبهه په ایران او په ځانګړې توګه په مشهد ښار کې دفتر لري او د محمد اسماعیل خان په ګډون د هغې یو شمېر غړي په ایران کې اوسېږي.

دغه جبهه د طالبانو پر ضد یو له نظامي-سیاسي جریانونو څخه ده چې وخت ناوخت د طالبانو پر پوستو د بریدونو خبر ورکوي.

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی
100%

په هالنډ کې د پښتو ژبې ورځ د جون په ۱۴مه په یوه فرهنګي غونډه کې ونمانځل شوه. د غرغښت او پیوستون ټولنو په دې ګډه غونډه کې پر کلتوري موضوعاتو سربېره د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو او په نوې ټکنالوژۍ کې د ژبې پر حضور خبرې وشوې.

د هالنډ په بېورویګ ښار کې د غرغښت او پیوستون کلتوري ټولنو په ګډ نوښت د پښتو ژبې ورځ د یولړ مراسمو او یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې نمانځل شوې.

په دې غونډه کې افغان لیکوالانو، کلتوري فعالانو او د پښتو ژبې مینه والو برخه اخیستې وه او د پښتو ژبې پر تاریخي، فرهنګي او په ځانګړي ډول پر ډیجیټلي ارزښت باندې پکې خبرې وشوې.

د غرغښت ټولنې مشر محمد نوروز عظیم پښتو د یوه ستر ملت د غني تمدن، تاریخ او انساني ارزښتونو استازې ژبه وبلله.

په دغو مراسمو کې د پیوستون ټولنې د مشرتابه غړي محمد صادق رښتیني، د «پښتو ژبه او مصنوعي ځیرکتیا» تر عنوان لاندې وینا وکړه او ویې ویل، چې نن ورځ ماشومان او ځوانان له ګوګل، سري، چېټ‌جي‌پيټي او نورو ځیرکو ډیجیټلي سیستمونو سره اړیکه ساتي او که پښتو په دغو نویو ټکنالوژیو کې فعاله نه وي، نوی نسل به اړ شي چې نورو ژبو ته مخه کړي.

په غونډه کې د پښتو ژبې د ډیجیټلي سرچینو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د احمد ولي اڅکزي، حنیف رحمان او جانداد جهاني او دزده کړو په برخه کې د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا هڅې وستایل شوې.

یونیسف: له ۸،۸ میلیونه ډېر افغان ماشومان له دریو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
یونیسف: له ۸،۸ میلیونه ډېر افغان ماشومان له دریو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي
100%

د یونیسف نوی راپور وایي چې په افغانستان کې له ۸،۸ میلیونو څخه ډېر ماشومان له دریو اقلیمي خطرونو ؛ سېلابونو، وچکالۍ او ګرمۍ سره مخ دي، چې دا وضعیت د ماشومانو د روغتیا، زده کړو او پایښت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د یونسف د راپور له مخې، نږدې د نړۍ نیمایې ماشومان اوس لږ تر لږه د دریو تکراري اقلیمي خطرونو سره مخ دي، چې د هغوی روغتیا، زده کړې او ژوند ته ګواښ پېښوي.

په افغانستان کې دا خطرونه هم پراخ او هم له یو بل سره تړلي دي.

د یونیسف په وینا، شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان په هېواد کې ژوند کوي او له دې ډلې ۸،۸ میلیونه ماشومان (۴۱ سلنه) لږ تر لږه د دریو اقلیمي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ، ګرمۍ څپو، سختې تودوخې او د شګو او دوړو توپانونو سره مخ دي.

راپور وایي، افغانستان په سویلي اسیا کې د ماشومانو د زیانمنېدو له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري، چې دا د هغو اساسي خدماتو له کمښت سره تړلی دی چې ماشومان د اقلیمي ناڅاپي پیښو پر وړاندې ورته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د یونسف استازي ډاکټر تاج الدین اویوالی ویلي: «په افغانستان کې ماشومان لا له وړاندې د اقلیم د ناورین په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي. تر ټولو خطرناک ټکی دا دی چې اقلیمي خطرونه د ماشومانو له لوړې زیانمنېدا سره یو ځای شوي دي. د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظ الصحې، زده کړو، د ماشومانو د خوندیتوب او ټولنیزو ملاتړو سیستمونو پیاوړتیا د ماشومانو د ساتنې لپاره ضروري ده.»

د راپور له مخې په ټولیزه توګه له ۷۵ سلنې څخه ډېر ماشومان په افغانستان کې د وچکالۍ سره مخ دي، له ۵۰ سلنې څخه زیات د اوږدمهاله او زیاتېدونکې ګرمۍ تر اغېز لاندې دي، او له ۱،۷ میلیونو څخه ډېر ماشومان د نیزونو له ګواښ سره مخ دي.

ملا برادر په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچې پر کمولو ټینګار کړی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱
 ملا برادر په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچې پر کمولو ټینګار کړی
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې په افغانستان کې د بې‌کارۍ پر کمولو خبرې شوې دي. په دې غونډه کې د اوو زونونو د والیانو پر وړاندیزونو هم بحثونه شوي دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې پر راکمولو، د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق او د صادراتو او وارداتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون غړو دغه راز د خامو نفتي موادو د تصفیې او هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست د پراختیا په تړاو هم بحثونه کړي دي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د غونډې برخه والو همدارنګه د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ او د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې پر یادو ټولو موضوعاتو لازمې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او خلک د اقتصادي ستونزو له امله شکایتونه کوي.