لکڼوال د سېشنبې په ورځ د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او له نویو تورونو سره مخ شو. که پر نوموړي دا تورونه ثابت شي، نو د اعدام د سزا مستحق کېدای شي.
هغه د ځان پر ضد ټول لګول شوي تورونه رد کړي او په محکمه کې یې ځان بېګناه بللی دی.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوموړی د زندان په نارنجي جامو کې، په داسې حال کې چې پر ویلچر ناست و، محکمې ته حاضر شو. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، هغه د محکمې د غونډې پر مهال څو ځله په چټکۍ سترګې رپولې، له ځان سره یې ورو ورو خبرې کولې او کله ناکله به یې په وارخطا حالت کې شاوخوا ته کتل.
څارنوالان وايي چې لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د لوېدیځې ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم ووژله او د امریکا د هوايي ځواک او د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارد غړی اندرو وولف یې سخت ټپي کړ.
د نوې دعوې له مخې، نوموړی له ۱۷ تورونو سره مخ دی چې په کې د ملي ګارد د یوه غړي قصدي او له مخکې پلان شوې وسلهواله وژنه، د درېیو نورو کسانو د وژلو هڅه، د وژنې په نیت برید، د جرم د ترسره کولو لپاره له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د وسلې لېږد او د تاوتریخوالي جرم پر مهال د اوروژونکې وسلې کارول شامل دي.
لکڼوال چې د افغانستان پخوانی کومانډو بلل کېږي، که د وژنې په تور محکوم شي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.
د امریکايي چارواکو په وینا، نوموړی له برید وروسته د ملي ګارد د دوو نورو غړو له خوا، چې په سیمه کې موجود وو، ودرول شو. دغو دوو سرتېرو پر هغه ډزې وکړې او د چاقو ګوزارونه یې هم پرې وکړل، چې له امله یې برید پای ته ورسېد.
څارنوالان همداراز ادعا کوي چې لکنوال د ۳۵۷ مګنوم ډوله غلا شوې تومانچې په لرلو سره له واشنګټن ایالت، چې د هغه د استوګنې ځای و، تر واشنګټن ډيسي پورې سفر کړی و څو دغه برید ترسره کړي.
پر نوموړي مخکې هم د وژنې، برید او وسلو پورې اړوند جرمونو تورونه لګېدلي وو، خو په هغو تورونو کې د اعدام سزا نه وه شامله. څارنوالانو ویلي وو چې هڅه کوي داسې نور تورونه هم ور زیات کړي چې د اعدام د غوښتنې قانوني زمینه برابره کړي.
اندرو وولف، چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی و، وروسته روغ شو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس کلنۍ وینا ته هم ورغلی و.
سارا بکسټروم د پېښې په ورځ په خپله خوښه د هغو همکارانو پر ځای دنده ترسره کوله چې ماشومان یې لرل، څو هغوی وکولای شي رخصتي له خپلو کورنیو سره تېره کړي. نوموړې د برید له پېښې یوه ورځ وروسته، د شکرانې ورځې سره هممهاله، خپل ژوند له لاسه ورکړ.