طالبانو د عاشورا مراسمو لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی

طالبانو د محرم میاشتې له پیل یوه ورځ وړاندې اعلان کړی چې د عاشورا او محرم د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. د طالبانو دا اقدام د تېرو کلونو له محدودیتونو سره په پرتله د دوی په چلند کې د بدلون نښه بلل کېږي.
