• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رضاشاه پهلوي: د ایران د رژیم د ژغورلو هره معامله ستراتیژیکه تېروتنه ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي رضا شاه پهلوي په لندن کې د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې له غړو سره تر لیدنې وروسته ویلي، هره هغه هوکړه چې د ایران د اوسني رژیم د بقا او ژغورنې لامل شي، یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده او د ایران خلک به یې ونه مني.

پهلوي لندن ته خپل سفر ته په اشارې سره پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «نن مې د بریتانیا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له مشرې امیلي تورنبري او د دې کمېټې له یو شمېر نورو غړو سره وکتل، څو د ایران د کورني وضعیت، د خلکو د ځپنې او د دې اړتیا په اړه خبرې وکړو چې د بریتانیا د ایران اړوند سیاستونو کې د ایران د خلکو غوښتنو او ګټو ته مرکزي ځای ورکړل شي».

هغه زیاته کړې: «ما په څرګنده ټینګار وکړ چې له هغه رژیم سره معامله چې د مرغومي په میاشت کې یې تر ۴۰ زرو ډېر ایرانیان وژلي، نه یوازې له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه ده، بلکې له ستراتیژیک پلوه هم یوه لویه تېروتنه ده».

رضا پهلوي ویلي: «هره هغه هوکړه چې د دې رژیم یا د هغه د پاتې‌شونو د ساتنې لامل شي، له ناکامۍ سره مخ ده او د ایران خلک به یې ونه مني».

هغه ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ یا له هغې پرته، د ایران خلک به دا رژیم نسکور کړي او ایران ته به ازادي بېرته راوګرځي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ډرون د روسیې د ګازپروم تر ټولو ستره تصفیه خونه په نښه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
د اوکراین ډرون د روسیې د ګازپروم تر ټولو ستره تصفیه خونه په نښه کړې
100%

د اوکراین ډرون برید د مسکو د تیلو په یوه لویه تصفیه‌خونه کې اور بل کړی او د راپورونو له مخې یې دغه تاسیسات له کاره غورځولي دي. دغه برید د «ګازپروم» د تصفیه‌خونې پر یوه مهمه برخه شوی، چې د دغې فابریکې شاوخوا ۵۳ سلنه تولیدي ظرفیت جوړوي.

د صنعت دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه برید د «ګازپروم نفت» د تصفیه‌خونې پر یوه مهمه برخه شوی، چې د دغې فابریکې شاوخوا ۵۳ سلنه تولیدي ظرفیت جوړوي.

د عیني شاهدانو له خوا ثبت شوې ویډیوګانې ښيي چې د برید وروسته په سیمه کې سخت اور لګېدلی او تور لوګي اسمان ته پورته کېږي.

که څه هم د مسکو ښاروال ویلي چې اور مهار شوی او عملیات نه دي اغېزمن شوي، خو سرچینې وایي چې فابریکه فعلاً په بشپړ یا جزوي ډول تړل شوې ده.

ټرمپ وايي چې ډېر زر به د امریکا او ایران هوکړه ډاګیزه شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱
ټرمپ وايي چې ډېر زر به د امریکا او ایران هوکړه ډاګیزه شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د لنډمهاله هوکړې متن به ډېر ژر عام شي او دا به په روښانه ډول تضمین کړي چې تهران به اټومي وسلې نه لري.

د راپورونو له مخې، دغه لنډمهاله توافق به د اپرېل د اوربند موده ۶۰ ورځې نوره هم وغځوي او د هرمز تنګی به بیا د نړیوالو سوداګریزو کښتیو لپاره پرانیزي.

ټرمپ ویلي چې د هوکړې متن به ډېر ژر په رسمي ډول خپور شي او دا به د امریکا کانګرس ته د ارزونې لپاره هم ولېږل شي، ځکه ځینې جمهوري غوښتونکي دا غوښتنه لري.

د راپورونو له مخې، د هوکړې د بل پړاو خبرې به په سویس کې د جمعې په ورځ پیل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پکې ګډون کوي.

برېټانیا او اروپايي ټولنه سرمشریزه غونډه کوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱
برېټانیا او اروپايي ټولنه سرمشریزه غونډه کوي
100%

بریتانیا او اروپایي ټولنه د جولای پر۲۲مه خپله دویمه سرمشریزه غونډه کوي. د لومړي وزیر کیر سټارمر حکومت هڅه کوي له اروپایي ټولنې سره اړیکې بیا تنظیم کړي او د سوداګرۍ، امنیت او اقتصاد په برخو کې نږدې همکاري پیاوړې کړي.

سټارمر ویلي چې د هغه د کارګر ګوند حکومت د دې ژمنې د پوره کولو لپاره کار کوي چې له اروپایي ټولنې سره اړیکې بېرته عادي کړي او بریتانیا د اروپا په مهم اقتصادي او سیاسي چوکاټ کې له سره فعاله کړي.

هغه ویلي: «په ګډه به موږ د ژوند د لګښت بحران سره مبارزه وکړو، د کار فرصتونه به زیات کړو او د ځوانانو لپاره به نوې زمینې برابرې کړې».

د بریتانیا حکومت لهاروپایي ټولنې سره د فولادو تعرفو، د خوړو معیارونو او د انرژۍ د همکارۍ په ګډون په یو شمېر تخنیکي او اقتصادي مسایلو کې د پرمختګ هڅه هم کوي.

سټارمر دا هم ویلي چې د اروپایي شورا له مشر انتونیو کوستا سره په لیدنه کې دواړو خواوو ټینګار کړی چې د اروپا د امنیت، مقاومت او اقتصادي ودې لپاره نږدې اړیکې مهمې دي.

ترکیې پر روسیې غږ کړی چې په تور سمندرګي کې له امنیت ګواښونګو ګامونو ډډه وکړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
ترکیې پر روسیې غږ کړی چې په تور سمندرګي کې له امنیت ګواښونګو ګامونو ډډه وکړي
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې خپل روسي سیال ته یې په تور سمندرګي کې له داسې ګامونو د ډډې کولو ویلي چې سیمه ییز امنیت او د ترکیې ګټې ګواښي. هاکان فیدان د کییف او مسکو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ترکیې وړاندیز هم تکرار کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې، اوکراین او روسیې یو بل د ترکیې په شمالي ساحل کې پر ټانکرونو د ډرون بریدونو په کولو تورن کړي دي، چې په هغو کې پر یوې ترکي ملکیت لرونکې کښتۍ برید هم شامل دی.

انقرې د دغو بریدونو په اړه پر کییف او مسکو دواړو نیوکه کړې ده.

په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د ترکیې لپاره لومړیتوب دا دی چې دواړه لوري خبرې اترې بیا پیل کړي او جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه وویل: «ما یو ځل بیا د خبرو اترو د راتلونکو پړاوونو د کوربه توب لپاره زموږ چمتووالی څرګند کړ. که دواړه لوري موافقه وکړي، موږ چمتو یو چې په دې اړه هم خبرې وکړو چې څنګه خبرې اترې په ډېره پایله لرونکې توګه دوام موندلی شي.»

فیدان زیاته کړه: «ما خپل سیال ته په تور سمندرګي کې د هغو پېښو د مخنیوي په اړه زموږ هيله څرګنده کړه چې زموږ د هېواد ګټو ته زیان رسولی شي،» او ویې ویل چې ده او لاوروف په سیمه کې د کښتۍ چلولو د خوندیتوب د تضمین پر احتمالي لارو چارو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې ترکیه پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د هر ډول بریدونو مخالفت هم کوي.

ټرمپ له زېلېنسکي سره له لیدنې وروسته ویلي چې روسیه باید د سولې هوکړه وکړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱
ټرمپ له زېلېنسکي سره له لیدنې وروسته ویلي چې روسیه باید د سولې هوکړه وکړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روسیه باید له اوکراین سره د سولې هوکړه وکړي. هغه زیاته کړې چې د فرانسې په کوربه توب د اوو سترو صنعتي هېوادونو (۷ډلې) د سرمشریزې په څنډه کې یې د اوکراین له ولسمشر سره «ډېره ښه» لیدنه کړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره به هر ممکن اقدام وکړي.

ټرمپ د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې د جي۷ سرمشریزې ته په داسې حال کې ورسېد چې له ایران سره یې د شخړې د حل لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې یادونه کوله او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر موضوع یې هم ټینګار درلود.

زېلېنسکي او اروپايي مشرانو هڅه وکړه ټرمپ ته وښيي چې د اوکراین وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او کییف لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري، څو له مسکو سره د راتلونکو احتمالي سولې خبرو کې قوي دریځ ولري.

ټرمپ له زېلېنسکي او د جي۷ د نورو مشرانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شا شوې غونډه وستایله.

د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سرمشریزې په څنډه کې د زېلېنسکي، ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خبرو انځورونه خپاره کړل.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «زه به هر هغه څه وکړم چې زما له وسه پوره وي».

هغه زیاته کړه چې د جګړې په دواړو خواوو کې ډېر ځوانان وژل کېږي.

نوموړي وویل: «روسیه باید هوکړه وکړي. ما اته جګړې پای ته رسولې دي، خو دا هغه جګړه وه چې ما فکر کاوه تر ټولو اسانه به یې حل کړم».

بل لور ته، زېلېنسکي له غونډې وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل: «اصلي تمرکز دا دی چې د اوکراین هوايي دفاع پیاوړې شي او ډیپلوماسي مخته ولاړه شي، څو روسیه خپله جګړه پای ته ورسوي. سولې ته اړتیا ده».

اروپايي ډیپلوماټانو ویلي چې د غونډې فضا رغوونکې او مثبته وه.

د دوی په وینا، د جي۷ مشرانو موافقه کړې چې د جګړې اوسنی وضعیت د اوکراین په ګټه اوښتی او کییف ته به د هوايي دفاع نور امکانات هم برابر کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي: «د اوکراین لپاره وضعیت بدل شوی دی. اوکراین په زړورتیا د جګړې کرښه ساتي او د روسیې ستړیا اوس په ښکاره لیدل کېږي. دا هغه وخت دی چې باید له اوکراین سره خپل ملاتړ لا زیات کړو».

زېلېنسکي همداراز ویلي چې چمتو دی دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري، خو پوتین تر اوسه د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول خبرې باید په مسکو کې وشي.

په همدې حال کې د جي۷ مشرانو د هرمز تنګي د خوندي پرانیستلو او د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په اړه هم بحث وکړ. ټرمپ ویلي چې دغه تنګی به د جمعې تر ورځې «بشپړ پرانیستی» وي.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې له تهران سره په شوې لنډمهاله هوکړه کې په څرګند ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه جوړوي.