• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کډوالو وزارت له مرستندویه موسسې سره د ۱،۶۳ میلیونه ډالرو د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري مرستو د همغږۍ له یوې مرستندویه موسسې سره د یو میلیون، ۶۳۱ زره او ۱۸۰ ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دغه مالي مرسته به د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۶۱ زره او ۹۸۷ بېځایه شویو، راستنېدونکو او د کوربه ټولنو له اړمنو کورنیو سره د ژوند د ملاتړ او کارموندنې په برخو کې ولګول شي.
دا پروګرام به په بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندوز، تخار، فاریاب، هرات، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، خوست، پکتیکا، پکتیا او بامیان ولایتونو کې تطبیق شي .
مسولین وايي چې د دې پروګرام هدف د بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د معیشت پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کول دي، څو د دغو کورنیو د ژوند کچه ښه شي.
دغه ګامونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ لا هم د بې‌وزلۍ، بې‌ځای کېدو او د بشري مرستو اړتیا سره مخ دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو پلاوي د بدخشان د کرنې سکتور څخه لیدنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۱
د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو پلاوي د بدخشان د کرنې سکتور څخه لیدنه کړې
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مشر او د نړیوالو بنسټونو یو شمېر مسولینو د لبنیاتو د پروسس مرکز، د سمدرې سیمې د کرنیز کانال او د بهارک ولسوالۍ د کرنیزو پروژو ارزونه کړې.

د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې چې د دې لیدونو موخه د روانو پراختیایي او کرنیزو پروژو د پرمختګ ارزونه، د کرنیزو زیربناوو د وضعیت څېړنه او د بزګرانو او مالدارانو لپاره د ترسره شویو فعالیتونو اغېزمنتیا معلومول و.

یاد پلاوي د سمدرې سیمې د کرنیز کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د اوبولګولو د سیستم د اغېزمنتیا، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت او د کانال د ساتنې او پراختیا اړتیاوې یې وارزولې. د طالب چارواکو په وینا، یاد کانال د سیمې د سلګونو بزګرانو لپاره د اوبو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

په بهارک ولسوالۍ کې د کرنیزو پروژو د ارزونې پر مهال د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په برخه کې د دغو پروژو پر اهمیت ټینګار وشو.

بل پلو دغه وزارت په نیمروز ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د ۶۰ شنو خونو د جوړولو د پیل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې له بزګرو او مالدارو سره د مرستو خبر هم ورکړی.

اروپایي ټولنه او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان کې، د کرنې، اوبولګولو، خوړو خوندیتوب او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په برخو کې پراخې مرستې کړې دي. دغو مرستو کې د اوبولګولو کانالونو رغول او بیارغول، د کرنیزو وسایلو او اصلاح شویو تخمونو وېش، د لبنیاتو د پروسس مرکزونو ملاتړ او د کار په بدل کې د خوړو او نغدو پیسو پروګرامونه شامل دي.

چین د افغانستان بیارغونې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱
چین د افغانستان بیارغونې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان پر ملاتړ ټینګار وکړ
100%

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بیجینګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو ۲۵مې کلیزې نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې یاد سازمان دې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ملاتړ پراخ کړې. نوموړي زیاته کړه، چې دغه ملاتړ په سیمه کې د سولې او ثبات لامل کېدلی شي.

وانګ يي په یادو مراسمو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ګډه ونډه د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمه وګڼله. هغه وویل، چې په افغانستان کې ثبات او پرمختګ په سیمه کې د امنیت او ثبات لامل جوړېدای شي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید په بېلابېلو برخو کې د تلپاتي ثبات لپاره د سولې او امنیت ساتنه وکړو په خاص ډول منځني ختیځ کې. د افغانستان له پراختیا سره د سیمې ثبات او سوله تړلې ده».

طالبانو څو ځله په یاد سازمان کې د رسمي غړیتوب غوښتنه کړې. د دې ترڅنګ روسیې بیا د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د شانګهای همکارۍ سازمان په چارو کې د روسیې استازي بختیار حکیموف ویلي، مسکو باور لري چې د یادې ډلې بیا فعاله کول اړین دي.

ملګري ملتونه: افغانان لا هم د نړۍ د بیا مېشتېدو اړتیا لرونکو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانان لا هم د نړۍ د بیا مېشتېدو اړتیا لرونکو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بیا مېشتېدو اړتیا ولري، خو فرصتونه ډېر کم دي. د ادارې په وینا، افغان کډوال لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د خوندي او دایمي حل لپاره د درېیم هېواد بیا مېشتېدو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې میلیونونه کسان لا هم د جګړو، ځورونې او ناامنۍ له امله خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ کېږي، خو د دوی د بیا مېشتېدو لپاره نړیوال امکانات د اړتیاوو په پرتله په چټکۍ سره کمېږي.

د راپور له مخې، که څه هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د بیا مېشتېدو اړتیا د ۲۰۲۶ کال د اټکلونو په پرتله شپږ سلنه کمه ښودل شوې، خو دا کموالی د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د شرایطو د بدلونونو پایله ده.

راپور وایي چې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې سیاسي بدلونونو ځینو کډوالو ته دا زمینه برابره کړې چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو د افغان کډوالو په اړه وضعیت بل ډول دی. د ادارې په وینا، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شمېر کمېدل تر ډېره د هغو ستنېدنو له امله دي چې د سختو او نامناسبو شرایطو لاندې ترسره کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانان لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې د بیا مېشتېدو اړتیا لري. له افغانانو وروسته د سویلي سوډان، سوډان، سوریې او د بنګله‌دېش په کمپونو کې مېشت روهینګیا کډوال د بیا مېشتېدو تر ټولو اړتیا لرونکو ډلو کې شامل دي.

د راپور له مخې، د ختیځې او سویلي افریقا هېوادونه د کډوالو د بیا مېشتېدو تر ټولو لوړې اړتیاوې لري، ورپسې اسیا او ارام سمندر سیمه او بیا لوېدیځه او مرکزي افریقا راځي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بیا مېشتېدو فرصتونه په داسې وخت کې کمېږي چې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او میلیونونه کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې یوازې شاوخوا ۳۷ زره کډوال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر یو کال مخکې له ۱۱۶ زرو څخه ډېر و.

راپور زیاتوي چې دغه کمښت نړیواله ټولنه له هغه هدف څخه لیرې کړې چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۱۳۰ زرو بیا مېشتېدو ځایونو برابرول پکې په پام کې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوامدارو حل‌لارو او ساحوي خوندیتوب د ملاتړ د څانګې مشرې، جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو د ځایونو کمښت د پالیسۍ د بدلونونو، د منونکو هېوادونو له لوري د منلو د بهیر ځنډېدو، د شرایطو د سختېدو او د دوسیو د ډېر ځنډ له امله رامنځته شوی دی.»

هغې ټینګار کړی چې د بیا مېشتېدو پروګرام پراخول نه یوازې د زیان‌منو کډوالو د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې پر کوربه هېوادونو فشار هم کموي او هغو کورنیو ته دایمي حل برابروي چې په خوندي ډول خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.

راپور همدارنګه څرګندوي چې د نړۍ نږدې ۶۸ سلنه کډوال په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له امله یې د دغو هېوادونو پر عامه خدمتونو او سرچینو فشارونه زیات شوي دي.

جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو پراخول هم بېړنی او هم عملي اقدام دی. د کوټو زیاتول، د نورو هېوادونو ګډون او د دوسیو د ارزونې بهیر چټکول کولای شي دا ژوند ژغورونکې وسیله هغو کسانو ته ورسوي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.»

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له حکومتونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې نوې کړي او د دوامدارو حل‌لارو لارې پراخې کړي.

ادارې ټینګار کړی: «بیا مېشتېدل خیرات نه دی، بلکې یو دوامدار حل دی چې راتلونکو نسلونو ته د بې‌ځایه کېدو د کړۍ په ماتولو کې مرسته کوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې هغه کډوال چې په بریالیتوب سره بیا مېشتېږي، په خپلو نویو ټولنو کې اقتصادي او ټولنیزه ونډه اخلي او په عین حال کې په خپلو اصلي هېوادونو او د پناه په هېوادونو کې له خپلو خپلوانو سره هم مرستو ته دوام ورکوي.

په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۳ GMT+۱
په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي
100%

د فرانسې قضايي چارواکو اعلان کړی چې ۱۴ کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق وګړي دي، د مانش کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو او د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې په تړاو محاکمه کېږي.

د فرانسې څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې یاد کسان د «بشري قاچاق، غیرعمدي وژنې او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د ګډون» په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

دا دوسیه د ۲۰۲۱کال د نومبر میاشتې هغې خونړۍ پېښې ته ورګرځي چې پکې یوه ربړي کښتۍ د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د تګ پر مهال ډوبه شوه.

د فرانسې د منظمو جرمونو د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تورن کسان د دې شبکې په بېلابېلو برخو کې ښکېل وو؛ له کډوالو د لېږد او موټر چلولو نیولې تر دې چې د سفرونو د تنظیم او همغږۍ چارې یې ترسره کولې.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کرد کډوال وو او اټکل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.

دا پېښه د مانش کانال له لارې د کډوالو د تګ راتګ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې ثبت شوې پېښه بلل کېږي. هر کال زرګونه کډوال بریتانیا ته د رسېدو په موخه له همدې لارې د تېرېدو هڅه کوي.

د معلوماتو له مخې، ډېرو تورنو د دوی پر ضد لګېدلي تورونه رد کړي دي. یو شمېر عراقي کرد تورنو ویلي چې هغوی خپله هم کډوال وو او د بشري قاچاق په فعالیتونو کې یې ونډه نه لرله.

تر اوسه د محاکمې د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د یادولو وړ ده چې فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یو له مهمو لارو څخه ده چې غواړي بریتانیا ته ځان ورسوي. د پاریس او لندن له ګډو امنیتي تدابیرو سره سره، یوازې تېر کال شاوخوا ۴۱ زره کسان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي دي.

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان پارلمان غړي خوشال خان کاکړ پر اسلام‌اباد نیوکه کړې چې د ناسمو تګلارو له کبله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګري له افغانستان سره بنده کړې ده. هغه وایي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره د دوه نیم میلیارده ډالرو سوداګري کوي.

هغه وویل: «د پښتنو د صادراتو او وارداتو سوداګري خو د افغانستان سره ده چې ستاسو د پالیسو له کبله تړلې ده». هغه نیوکه کوي چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري ده او خلک یې له سخت ناورین سره مخ کړي دي. خوشال خان کاکړ د خواجه اصف هغه څرګندونې وغندلې چې افغانستان یې خپل دوښمن ګڼلی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستان تابعیت ورکړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه: «د افغانستن سره د بلوچستان د‌ پښتنو لارې بندې دي، زراعت نشته، لویې لارې یې وسله‌والو نیولي او پرې حاکم دي او هره برخه کې زیانمن دي». خوشال خان کاکړ نیوکه کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت پښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د خلکو د ژوند د بدلولو په پرخه کې یې هېڅ راز د پرمختګ او هوساینې کارونه نه دي‌ کړي.

د پاکستان پارلمان د دغه پښتانه غړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سخت سیاسي او وسله‌وال کړکېچ له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګري میاشتې له نږدې یوه کال راهیسې تړلې دي. د دغه لارو د بندیز له کبله دواړه خوا سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.