• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر ټرانسپورټ اتحادیې افغانستان ته د باروړنکو موټرو تګ راتګ د احتجاج په توګه درولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د خېبر ټرانسپورټ اتحادیې د احتجاج په توګه افغانستان ته د کډوالو د لېږد لپاره د هر ډول موټرو تګ راتګ درولی دی. د اتحادیې مسولین وايي، دا پرېکړه یې په افغانستان کې د بندو موټرو په غبرګون کې کړې چې له نهو میاشتو درول شوي.

د ټرانسپورټ مالکانو په وینا، اړوند چارواکي باید د دوی ۱۶۰۰ موټرو د ستونزې د حل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي، که نه د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.
دوی زیاتوي چې، سره له دې چې تېره اوونۍ د پېښور د کمېشنر ریاض محسود په مشرۍ د افغانستان د قونسلګرۍ له استازو سره جرګه شوې وه او پکې پرېکړه شوې وه چې د جون له ۱۱مې نېټې څخه به په افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکي موټرو ته د تورخم له لارې د بېرته ستنېدو اجازه ورکول کېږي، خو تر اوسه دغه پرېکړه نه ده عملي شوې.

د ټرانسپورټرانو په وینا، د ټرکونو چلوونکي او مالکان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، ځکه د ډېرو کورنیو یوازینۍ د عاید سرچینه همدا موټرې دي او د اوږدې مودې بندښت له امله یې اقتصادي وضعیت زیانمن شوی دی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري