• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لېنډسي ګراهام: له اسلامي جمهوریت سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول د امریکا په ګټه دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د امریکا جمهوري‌غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، له ایران سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول د امریکا په ګټه دي او کولای شي د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو، د شخړو د کمېدو او په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.

ګراهام د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې له امریکايي استازي سټیو وېټکاف سره تر اوږدې خبرې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې له ایران سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول به د امریکا لپاره ګټور وي.

هغه وویل، لا هم روښانه نه ده چې واشنګټن به وکولای شي له ایران سره د اټومي پروګرام او نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه داسې یوه هوکړه ترلاسه کړي چې د تایید او منلو وړ وي، خو په خبره یې د داسې یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه «لوی زیان نه لري».

نوموړي زیاته کړه چې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل او د شخړو پای ته رسېدل به اقتصادي ثبات رامنځته کړي او دا ثبات کولای شي د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اوسني کړکېچ هاخوا د پراخې سولې لپاره لاره هواره کړي.

ګراهام همداراز وویل چې د ابراهیم تړونونو پراخول او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ده له مهمو ستراتیژیکو موخو څخه دي.

د امریکا سناتور ټینګار وکړ چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم‌لیک لاسلیکول د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا او په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یو اړین ګام ګڼل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی