• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د پولنډ او جرمني دفاع وزیرانو د چارشنبې په ورځ د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دواړه هېوادونه وایي، دغه تړون به د سایبري امنیت، پوځي تګ راتګ، ګډې قوماندې او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

پولنډ تر دې وړاندې له فرانسې او بریتانیا سره هم دفاعي تړونونه لاسلیک کړي او اوس له ایټالیا سره د ورته تړون پر جوړولو کار کوي.

د پولنډ دفاع وزیر ولادیسواف کوسینیاک-کامیش د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «دغه دفاعي تړون د سایبري امنیت، ګډ مسوولیت، په بالتیک سیمه کې ګډې قوماندې او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو نوې برخې پرانیزي.»

هغه زیاته کړه: «دا تړون زموږ د هېوادونو ترمنځ د پوځي تګ راتګ لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې هم نوې فرصتونه رامنځته کوي.»

دغه سند د پولنډ او جرمني ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکاریو د تړون د لاسلیک د ۳۵مې کلیزې په مناسبت لاسلیک شوی دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

فوربز مجله : ایران له امریکا سره تر هوکړې وروسته له روسیې ۲۰ چورلکې وپېرلې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱
فوربز مجله : ایران له امریکا سره تر هوکړې وروسته له روسیې ۲۰ چورلکې وپېرلې
100%

فوربز مجلې راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو له امریکا سره د هوکړې تر اعلان وروسته مسکو ته د سفر په لړ کې له روسیې سره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.

دفوربز د راپور له مخې، د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند د چارشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې د چورلکو جوړونې شرکت له اجرایوي مشر سره دا تړون لاسلیک کړی.

د «وانا» خبري اژانس ویلي چې د لومړیو څلورو چورلکو د سپارلو بهیر به د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړ شي.

فوربز زیاتوي چې دا چورلکې د سرې میاشتې د هوايي ملاتړ لپاره اخیستل کېږي.

دغه مجله همدارنګه لیکي چې دا تړون په داسې شرایطو کې لاسلیک شوی چې ایران هم مهاله له امریکا سره د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د هوايي بیړۍ د یوې برخې د نوي کولو هڅې روانې ساتلې.

په ورته وخت کې د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم په روسیه کې له روسي چارواکو سره د بانکي، مالي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د ټرمپ واکمنۍ کې د کډوالو په توقیف‌ځایونو کې د یوه افغان په ګډون لسګونه کډوال مړه شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱
د ټرمپ واکمنۍ کې د کډوالو په توقیف‌ځایونو کې د یوه افغان په ګډون لسګونه کډوال مړه شوي
100%

د رویټرز اژانس د نوې ارزونې له مخې، د ټرمپ د حکومت له خوا د کډوالو د نیولو د توندې لړۍ په اوږدو کې، د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیفځایونو کې د مړینې کچه تر دوه برابره زیاته شوې ده. په دغو قربانیانو کې محمد پکتیاوال هم شامل دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکایانو واشنګټن ته بېولی و.

د رویټرز د ارزونو له‌مخې، په تېرو کلونو کې په هرو ۳۸۴۸ بندیانو کې د مړینې کچه یو کس و، اوس په هرو ۱۶۳۰ کسانو کې یو کس مړ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشت راهیسې د ټرمپ له‌خوا د کډوالو د اېستلو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه ۵۰ کډوالو د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې په توقیف‌خونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي کاروپوهانو درویټرز ته ویلي چې د مړینې د کچې لوړېدل د توقیف‌ځایونو دننه د روغتیايي پاملرنې او جدي څارنې په اړه سختې پوښتنې راپورته کوي. د دوی په خبره په مړو شویو کسانو کې ۲۱ تنه داسې وو چې مړي یې وروسته وموندل شوي او د مړینې لاملونه یې د زړه حملې او د لس کسانو مړینه ځان وژنه ښودل شوې.

کارپوهان وايي چې دا وضعیت د پېچلو او دوامداره ناروغیو لرونکو کسانو د بندي کېدو له امله رامنځته شوی دی. بل خوا د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي چې دوی کډوالو ته بشپړ خدمات وړاندې کړي او په مرکزونو کې خوندي او انساني چاپیریال رامنځته کولو ته ژمن دي.

په مړه شویو کسانو کې د محمد پکتیاوال په نوم یو افغان کډوال هم شامل دی، چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتیری و او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له‌خوا له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکا ته انتقال شوی و. دغه افغان کډوال چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي په لاره کې نیول شوی و، له نیول کېدو یوه ورځ وروسته په روغتون کې د ساه بندۍ له امله ومړ.

ترکیې د داعش خرسان ډلې د رسنیو د مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
ترکیې د داعش خرسان ډلې د رسنیو د مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی
100%

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي چې د ترکیې په سرحدي سیمو کې یې د داعش ډلې د رسنیو مسول نیولی دی. یادې ادارې ویلي چې نیول شوي کس «د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د تبلیغاتو او د جنګیالیو په انتقال کې مهم رول درلود».

د ترکیې رسنیو د یاد هېواد د ملي استخباراتو ادارې له قوله راپور ورکړی چې د داعش د رسنیو او تبلییغاتو مسول احمد کازانچي چې د ابو عبیده او ابو ابراهیم په نومونو باندې هم مشهور دی د ترکیې په سرحدي سیمو کې نیول شوی دی.

د راپور له‌مخې، کازانچي په ترکیه کې د دغې ډلې د رسنیو د برخې د پخواني مسوول ازګون التون له نیولو وروسته یاد مسوولیت په غاړه واخیست.

د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې ویلي چې نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان اوسنیو سرحدي سیمو ته سفر کړی او هلته یې د داعش له خراسان څانګې سره د دغې ډلې په روزنیزو کمپونونو کې فعال رول درلود.

د راپورونو له‌مخې، کازانچي په پاکستان کې د داعش پر ضد له هوايي بریدونو ژوندی وتلی و او پلان یې درلود چې په غیرقانوني توګه بېرته ترکیې ته ننوځي، خو نوموړی د ترکیې په سرحدي سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی ‍دی.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي د تحقیقاتو پرمهال له اوزګور التون سره خپلې اړیکې، نظامي او ایډیالوژیکي زده کړې او نور فعالیتونه منلي دي.

ټرمپ: که د ایران هوکړه مې خوښه نه شوه بریدونه به بیا پیل کړو

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱
ټرمپ: که د ایران هوکړه مې خوښه نه شوه بریدونه به بیا پیل کړو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د ۷ډلې د سرمشریزې پر مهال ویلي چې له ایران سره د هوکړې یادښت لا نهایي نه دی او که دا هوکړه یې خوښه نه شي، پر ایران بریدونه بیا پیلیدای شي.

هغه وویل: «دا یو د هوکړې یادښت دی او که زه ترې خوښ نه شوم، موږ به بېرته پر هغوی بریدونه وکړو او بمونه به پرې وغورځوو. که هغوی سم چلند ونه کړي، موږ به بیا مستقیمه بمباري وکړو.»

نوموړي زیاته کړه چې په دې هوکړه کې سملاسي د بندیزونو لرې کول شامل نه دي.

ټرمپ وویل چې د دې موضوع په اړه به وروسته نور جزییات هم شریک کړي.

ملګري ملتونه: د نړۍ تر نیمایي زیات د څارویو څړځایونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: د نړۍ تر نیمایي زیات د څارویو څړځایونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي
100%

ملګري ملتونه وایي چې د نړۍ له نیمایي څخه زیاتې طبیعي څړځایونه (رېنج‌لینډونه) یا تخریب شوي او یا د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت د خوړو او اوبو خوندیتوب، د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت او د میلیونونو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

ملګري ملتونه د «صحرا کېدو او وچکالۍ د ورځې» په مناسبت په خپل تازه پیغام کې ویلي چې څړځایونه د نړۍ له تر ټولو پراخو خو له پامه غورځول شوو ایکوسیستمونو څخه دي، چې د ځمکې له سطحې څخه له نیمایي زیات پوښښ لري.

د راپور له مخې، دغه طبیعي سیمې د خوړو په تولید، د اوبو د دورې په تنظیم، د بایوډایورسټي په ساتنه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مقاومت کې حیاتي رول لري. شاوخوا دوه میلیارده خلک په مستقیم ډول د همدې سیمو له سرچینو څخه ګټه اخلي، په ځانګړي ډول کوچي ټولنې او اصلي اوسېدونکي چې د نسلونو راهیسې یې د دغو ځمکو ساتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۶ کال د صحرا کېدو او وچکالۍ د ورځې شعار «څړځایونه وپېژنئ، درناوی یې وکړئ، او بیا یې ورغوئ» ټاکل شوی، چې هدف یې د دغو سیمو اقتصادي، چاپېریالي او کلتوري ارزښت ته د نړۍ پام اړول دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه موضوع د «څړځایونه او کوچي ټولنو د نړیوال کال» له کمپاین سره همغږي لري، څو د دوامدارو پالیسیو، مسول پانګونې او عامه پوهاوي له لارې د دغو سیمو ساتنه پیاوړې شي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د نړۍ تر نیمايي پورې څړځایونه یا خراب شوي او یا د تخریب له ګواښ سره مخ دي، چې دا حالت د خوړو او اوبو خوندیتوب، د طبیعي تنوع ساتنه او د کلیوالو معیشتونو لپاره جدي ستونزې جوړوي.

خو راپور زیاتوي چې د حل لارې موجودې دي، او په دوامدار ډول د ځمکې او اوبو مدیریت، د وچکالۍ پر وړاندې چمتووالی او د ټولنو په مشرۍ د بیا رغونې پروګرامونه کولای شي دغه حیاتي ایکوسیستمونه خوندي کړي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې اوس د عمل وخت دی، څو د څړځایونو ارزښت وپېژندل شي، د هغوی د اصلي ساتونکو درناوی وشي او د راتلونکو نسلونو لپاره دا طبیعي سیمې بیا ورغول شي.