• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولنډي ځواکونو له لیتوانیا سره پر پوله د افغانانو په ګډون ۴۵ ناقانونه کډوال نیولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي چې د لیتوانیا پولې ته نږدې یې ۴۵ هغه کډوال نیولي چې په ناقانونه ډول د پولنډ خاورې ته اوښتل. ویل کیږی په نیول شویو کسانو کې د افغانستان، سومالیا، سوډان او ایتوپیا وګړي شامل دي.

پولنډي سرحدي چارواکو ویلي، لومړۍ ډله کسان په سوواوکي او سیني سیمو کې د سرحدي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیول شول. د راپور له مخې، ځینې کسان په مستقیم ډول له پولې اوښتي وو او ځینې نور په بېلابېلو سیمو کې د ګزمو ډلو و پېژندل او ویې نیول.

په دغو عملیاتو کې یو ۵۲ کلن کس هم نیول شوی چې له پولې د ناقانونه تېرېدو په برخه کې همکارۍ په تور تر څېړنې لاندې دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان له افغانستان نه د نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
ازبکستان له افغانستان نه د نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی
100%

د ازبکستان امنیتي ادارې وايي، چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د یوې سترې اندازې نشه‌يي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. ددغو ادارو په وینا، په سرخان‌دریا ولایت کې څه باندې ۳۷،۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

د ازبکستان د امنیتي ادارې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ته معلومات رسېدلي وو چې له افغانستان څخه ازبکستان ته د نشه‌يي توکو یوه جوپه لېږدول کېږي.

د یادې ادارې په وینا، قانون پلي کوونکو ادارو دغه لېږد تر څار لاندې نیولی و او د قاچاقبرانو ټوله لاره یې تعقیب کړې وه.

د یادې ادارې په رپوټ کې راغلي، چې د عملیاتو په پایله کې، د سمرقند په ښار کې دوه ازبکستاني وګړي، چې عمرونه یې ۳۶ او ۲۸ کاله وو، د نشه‌يي توکو د ترلاسه کولو پر مهال ونیول شول.

دغه بار، چې ۲۵،۴ کیلوګرامه تاریاک او ۱۱،۹ کیلوګرامه چرس پکې شامل وو، دوی ته د دوو بهرنیو قاچاقبرانو له خوا سپارل شوی و چې عمرونه یې ۳۲ او ۳۰ کاله وو.

دغه اداره زیاتوي چې په یوه بل عملیات کې، د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې دوه افغان وګړي، چې ۷۰ او ۲۴ کاله عمرونه یې لرل، ونیول شول. دوی هڅه کوله چې ۱،۸ کیلوګرامه تاریاک د ۵ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وپلوري.

د دواړو پېښو په تړاو د نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه راکړې ورکړې په تور جنايي دوسیې ثبت شوې دي. نیول شوي کسان تر توقیف لاندې دي او څېړنې روانې دي.

ترکیې د داعش خرسان ډلې د رسنیو د مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
ترکیې د داعش خرسان ډلې د رسنیو د مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی
100%

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي چې د ترکیې په سرحدي سیمو کې یې د داعش ډلې د رسنیو مسول نیولی دی. یادې ادارې ویلي چې نیول شوي کس «د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د تبلیغاتو او د جنګیالیو په انتقال کې مهم رول درلود».

د ترکیې رسنیو د یاد هېواد د ملي استخباراتو ادارې له قوله راپور ورکړی چې د داعش د رسنیو او تبلییغاتو مسول احمد کازانچي چې د ابو عبیده او ابو ابراهیم په نومونو باندې هم مشهور دی د ترکیې په سرحدي سیمو کې نیول شوی دی.

د راپور له‌مخې، کازانچي په ترکیه کې د دغې ډلې د رسنیو د برخې د پخواني مسوول ازګون التون له نیولو وروسته یاد مسوولیت په غاړه واخیست.

د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې ویلي چې نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان اوسنیو سرحدي سیمو ته سفر کړی او هلته یې د داعش له خراسان څانګې سره د دغې ډلې په روزنیزو کمپونونو کې فعال رول درلود.

د راپورونو له‌مخې، کازانچي په پاکستان کې د داعش پر ضد له هوايي بریدونو ژوندی وتلی و او پلان یې درلود چې په غیرقانوني توګه بېرته ترکیې ته ننوځي، خو نوموړی د ترکیې په سرحدي سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی ‍دی.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي د تحقیقاتو پرمهال له اوزګور التون سره خپلې اړیکې، نظامي او ایډیالوژیکي زده کړې او نور فعالیتونه منلي دي.

طالبانو افغانستان ته د سیمه ییزو اسعارو پر لېږد بندیز ولګاوه

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
طالبانو افغانستان ته د سیمه ییزو اسعارو پر لېږد بندیز ولګاوه
100%

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک په یوه رسمي خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرو او عامو خلکو غوښتنه کړې چې افغانستان ته د سیمې د هېوادونو د اسعارو واردول بند کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هر هېواد خپل ملي پولي واحد لري چې د هغه هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او ملي هویت نښه ګڼل کېږي.

د بانک په وینا، د افغانستان ملي واحد افغانۍ دی چې د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله نسبي ثبات لري.

اړوندو چارواکو له خلکو غوښتي چې په ورځنیو معاملو او سوداګریزو فعالیتونو کې یوازې افغانۍ وکاروي او د نورو هېوادونو د اسعارو له کارونې ډډه وکړي.

سراج الدین حقاني د محرم او عاشورا د مراسمو د امنیت ټینګښت په اړه ناسته کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۱
سراج الدین حقاني د محرم او عاشورا د مراسمو د امنیت ټینګښت په اړه ناسته کړې
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګولو په اړه ناسته شوې. د طالبانو د کورنیو وزیر په دې ناسته کې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت پر خوندي کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۷مه وویل، چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي، په یاده غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون کړی و او د امنیتی موضوعاتو ترڅنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو هم غږېدلي دي.

قانع زیاته کړې، چې سراج الدین حقاني د یادې ناستې پرمهال د محرم الحرام میاشتې په بهیر کې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره د لازمو امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

حقاني ویلي:« د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د ریښتني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په ناسته کې له جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو پر چمتو کولو او همدارنګه د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو هم ټینګار شوی دی.

فرانسه د افغان او کرد وګړو یوه ۱۴ کسیزه ډله د انساني قاچاق په تور محاکمه کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
فرانسه د افغان او کرد وګړو یوه ۱۴ کسیزه ډله د انساني قاچاق په تور محاکمه کوي
100%

د فرانسې د جرمونو ضد څارنوالۍ ویلي چې د مانش کانال سیمه کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو په قضیه کې ۱۴ تورن کسان، چې افغانان هم پکې شامل دي، محاکمه کوي. پېښه د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې شوې وه، چې په پایله کې یې ۳۱ کډوال د فرانسې او بریتانیا ترمنځ اوبو کې مړه شول.

د فرانسې عدلي چارواکو ویلي پر دغو کسانو د غیرعمدي وژنې، غیرعمدي ټپي کولو، په منظمه توګه د غیرقانوني کډوالۍ د اسانتیا برابرولو او په جرمي شبکو کې د ګډون تورونه لګېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبر ور کړی، چې ډېری تورن کسان د افغانستان او عراق اوسېدونکي دي او داسې شک کېږي چې د انساني قاچاق له شبکو سره یې همغږي لرله.

په ورته وخت کې د دې قضیې په جلا برخه کې د فرانسوي سمندري ځواکونو د ځینو غړو په اړه هم څېړنې روانې دي. هغوی له خطره سره د مخ کسانو په ژغورنه کې د پاتې راتلو له امله تر پلټنو لاندې دي.

د څېړنو له مخې، یاد پیښه د شپې داسې مهال شوې چې د تګ لپاره یوه نامناسبه، له اندازې ډېره ډکه او د ژغورنې له وسایلو بې‌برخې کښتۍ د فرانسې او بریتانیا ترمنځ اوبو کې وخوځېده.

ددې پېښې په قربانیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو او یوازې دوه کسان ژغورل شوي وو.

چارواکي وايي، دا پېښه د انساني قاچاق د شبکو د فعالیتونو او د ناقانونه کډوالۍ د هڅو پایله وه.