د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري د دولتي ادارو په کارکوونکو باندې د ځیرکو ټیلفونونو پر کارولو لګول شوی بندیز په کلکه غندلی او دا یې د بیان ازادۍ پر وړاندې یو بل خنډ بللی. دغه مرکز خبرداری ورکړی چې دغه پرېکړه به رسنیو او خبریالانو ته د معلوماتو لاسرسی لا محدود کړي.
بل خوا، د باختر دولتي خبري اژانس رییس هدایتالله هدایت د غبرګولي په ۲۰مه په خپل واټساپ ګروپ کې له خبریالانو غوښتي چې د ځیرکو ټیلفونونو د بندیز د پلي کېدو په صورت کې دې له برېښنالیک څخه کار واخلي. د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې دا ډول پرېکړې د وروسته پاتې والي اوج ښيي او له طالبانو یې غوښتي چې پر دغه پرېکړه بیا کتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق هم د طالبانو د دغه نوي اقدام په غبرګون کې ویلي چې هېڅ حکومت په سانسور، ځپنې او د حقیقت په پټولو سره دوام نه شي کولای.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، پر رسنیو او بیان ازادۍ د طالبانو پرله پسې محدودیتونو په هېواد کې د معلوماتو د رسولو پروسه له جدي کړکېچ سره مخ کړې ده او د بېلابېلو کړنلارو له لارې پر ښځینه خبریالانو او رسنیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د مقاومت جبهې دوو جګپوړو غړو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ایران دغه جبهه له طالبانو سره له جګړې منع کړې.
دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تهران د ملي مقاومت جبهې ته ویلي: «پر طالبانو ډز زموږ پر لور د ډزو په معنا دی».
تهران دغه راز په ایران کې مېشت د ملي مقاومت جبهې غړي تر فشار لاندې راوستي دي. ایران پر هغو پخوانیو افغان پوځیانو هم محدودیتونه لګولي چې په ایران کې ژوند کوي.
دا لومړی ځل دی، چې تهران په زغرده د طالبانو له وسله والو مخالفانو نه ددې ډلې خلاف د بریدونو پرېښودو غوښتنه کوي.
د افغانستان په لنډ تاریخ کې هېڅ وسلهوال جریان یوازې په کوردننه حضور نه دی متکي شوی.
د تېرو څلورو لسیزو تجربې ښيي چې افغان وسله والې ډلې ډېری د سیمې د هېوادونو له ملاتړه برخمنې پاتې شوې دي. له مجاهدینو او متحدې جبهې نیولې، تر طالبانو پورې، د افغانستان ډېری جنګیالۍ ډلې د خپل پایښت لپاره د سیمې د یوه یا څو هېوادونو له مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړه برخمنې وې.
خو داسې ښکاري چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته، د سیمې د هېوادونو په سیاستونو کې یو تدریجي بدلون راغلی دی. دشنونکو په باور، د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د طالبانو پر ضد یو نسبي سیمهییز محور موجود و، خو نن د سیمې ډېر لوبغاړي د طالبانو د نسکورولو پر ځای، د افغانستان د بېثباتۍ د مهارولو او د موجود وضعیت د مدیریت په لټه کې ښکاري.
که دا ارزونه سمه وي، نو یوه مهمه پوښتنه داده، چې که ایران د طالبانو پر مخالفانو کړۍ تنګه کړي او تاجکستان هم د روسیې او منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د تعاملي سیاست تر اغېز لاندې محتاط دریځ وغځوي، نو د طالبانو د مخالفو جبهو لپاره به چاپیریال څه ډول بڼه خپلوي؟
ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي او که د چین ستراتیژیکې اندېښنې او د سیمې د قدرتونو د ثبات غوښتنې تګلارې به د هر ډول نوې جبهې د راټوکېدو مخه ونیسي؟
ایران او طالبان د ۱۹۹۰یمو کلونو په وروستیو کې د جګړې تر درشل رسېدلي وو. د مزار شریف پېښه، د ایراني ډیپلوماتانو وژل او د متحدې جبهې پراخ ملاتړ، تهران د طالبانو د سرسخته مخالف په توګه مطرح کړی و. خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د سیمې امنیتي او جیوسیاسي چاپېریال بدل شوی دی. ایران، چې د امریکا له بریدونو او په منځني ختیځ کې له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی، د افغانستان په پولو کې د یوې نوې جبهې د پرانیستلو ګټه نه ویني.
د امریکا او اسراییل د بریدونو په پایله کې رامنځته شویو فشارونو، د سوریې او لبنان تحولاتو او له خلیجي هېوادونو سره د اړیکو ترینګلتیا تهران دې ته اړ کړی چې د خپلو ختیزو سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.
«پر طالبانو ډز زموږ پر لور ډز» پیغام له ایران ضد وسله والو ډلو د تهران اندېښنو ته هم اشاره ده، چې له طالبانو سره د کړکېچ په صورت کې د دغه هېواد پولې ناامنه کولی شي.
دوشنبې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او وخت ناوخت د سرحدي ناامنۍ او د وسله والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندوي.د تاجکستان احتیاط د طالبانو له ایډیالوژیکې څېرې ډېر د یوې متقابلې سناریو له امله دی.
د دوشنبې له نظره، که د طالبانو پر ضد وسلهوال مقاومت بیا فعال شي، دا به یوازې د طالبانو او د هغوی د مخالفانوترمنځ محدود پاتې نه شي. طالبان هم ګڼ داسې کارتونه په لاس کې لري، چې د دوشنبې پرضد یې کارولی شي. په دې توګه د افغانستان جغرافیا یو ځل بیا د منځنۍ اسیا پر لور د بېلابېلو افراطي ډلو، داعش خراسان، القاعدې او نورو وسله والو شبکو د ټوپ اچونې په تختې بدلېدای شي. له همدې امله، دوشنبه، سره له دې چې لا هم پر طالبانو ژوره بېباوري لري، د بشپړ تقابل پالیسي د ځان په ګڼه نه بولي.
پر دې سربېره، روسیه، چې پخوا یې طالبانو ته د امنیتي ګواښ په سترګه کتل، نن هغوی خپل متحدان او د منځنۍ اسیا د ثبات د یوې برخې په توګه ارزوي. ازبکستان او قزاقستان له طالبانو سره د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي. ترکمنستان انرژۍ او ټاپي پروژې ته لومړیتوب ورکوي او حتا هند، چې پخوا یې د طالبانو له مخالفو ډلو سره نږدې اړیکې لرلې، له کابل سره د محدود تعامل سیاست غوره کړی دی.
په دې توګه، هغه سیمهییز چاپېریال چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د متحدې جبهې د خلاص مټ فعالیت لپاره زمینه برابره کړې وه، دمګړۍ نه ترسترګو کیږي.
ایا پاکستان وروستی پناه ځای دی؟
که ایران خپله خاوره د طالبانو پر مخالفو ډلو تنګه کړي او تاجکستان هم خپل اوسنی سیاست جاري وساتي، نو پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي؟
د کابل او اسلاماباد اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته په تدریجي ډول ترینګلې شوې دي. د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو، پر ډیورنډ کرښه نښتو، پر کابل هوايي بریدونو، د افغان کډوالو ایستلو او متقابلو تورونو د دواړو لوریو ترمنځ بېباوري ژوره کړې ده.
پاکستان مخکې هم د طالبانو له مخالفو څېرو سره لیدنې کړې دي. په تېرو څو کلونو کې د مقاومت جبهې او نورو سیاسي جریانونو یو شمېر غړو اسلاماباد ته سفرونه کړي او د پاکستان له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره یې لیدلي دي.
له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځېدلی چې پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه د طالبانو مخالفو ډلو ته محدود سیاسي یا لوژستیکي امکانات برابر کړي.
خو دې ته هم باید ډېره خوشبیني ونه ښودل شي، ځکه اسلاماباد په ورته وخت کې نه غواړي چې له افغان لوري د تحریک طالبان پاکستان ګواښ لا زیات شي یا طالبان بیخي له صحنې ووځي. پاکستان ښايي هڅه وکړي چې د طالبانو مخالفان د نفوذ او فشار کارت په توګه وکاروي.
پر دې سربېره، د پاکستان په پوځي مشرتابه کې هر تغییر د افغانستان په تړاو ددغه هېواد په سیاستونو کې د تغییر لامل ګرځي او دا تضمین نشته، چې که د پوځ مشر بدلیږي، یا سیاسي تحولات راځي، د طالبانو پر وړاندې به د اسلام اباد پالیسي نه بدلیږي. دا د پاکستان او طالبانو تېرو اړیکو ته په پام تر ټولو مهم ټکی دی، ځکه طالبان له پاکستان سره په اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د پوځ اوسنی مشر بولي.
ظاهرا د ګلګت-بلتستان او د افغانستان د بدخشان ترمنځ پراته غرني مسیرونه د طالبانو د مخالفانو د احتمالي تحرکاتو لپاره یو انتخاب ګڼل کېدای شي. پاکستاني شنونکي هم دا اړخ ډېر تبلیغوي، خو په عمل کې دا سیمه د پراخو او منظمو عملیاتو لپاره مناسب شرایط نه لري. سخت اقلیم، د اکمالاتو ستونزې، محدود نفوس او پېچلې جغرافیا، د طالبانو خلاف د دوامدارې جګړې وړتیا کموي.
تر دې مهمه، دا سیمه د چین د ستراتیژیکو ګټو په ساحه کې راځي.
بیجینګ واخان دهلېز خوندي غواړي او د سنکیانګ امنیت د خپل ملي امنیت نه جلا کېدونکې برخه ګڼي. بیجنګ له اوږدې مودې راهیسې وېره لري چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نور اویغوري وسلهوال به، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د استوګنې اوږده تجربه لري او د قراقرم له لوړو او ژورو سره روږدي دي، د افغانستان او سیمې له ناامنۍ څخه د بیا تنظیم او بسیج لپاره ګټه پورته کړي.
له همدې امله، چین نه غواړي چې له افغانستان سره په پولو کې یې نوې بې ثباتۍ پیدا شي.
د ځینو شنونکو له نظره، چې د چین او پاکستان اړیکې له نږدې څاري، اسلام اباد د بیجنګ اندېښنې له پامه نه شي غورځولی. د چین-پاکستان اقتصادي دهلېزد بیجینګ ستره اقتصادي پروژه ده او چین به دا خطر ونه زغملی شي، چې د ګلګت-بلتستان، واخان او بدخشان په محور، یا هم بلوچستان کې داسې تحرکات رامنځته شي چې د سنکیانګ امنیت او سیپیک پروژه وګواښي.
حتا که پاکستان له دې ټولو سره د طالبانو مخالفو ډلو ته د ځای ورکولو تصمیم ونیسي، د چین ستراتیژیک نفوذ به یې د حدودو په ټاکلو کې بې اغیزې نه وي.
په دې منځ کې یو مهم ټکی دا هم دی، چې د طالبانو مخالفانو تراوسه ځان د بدیل په توګه نه دی ثابت کړی او له همدې امله د سیمې هېوادونه د طالبانو د بدیل د تقویې پرځای، له کابل سره د تعامل او وضعیت د کنټرول په لټه کې دي.
د طالبانو مخالفې جبهې نن د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله له یوه ستونزمن وضعیت سره مخ دي. حتا که پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه محدود رول ولوبوي، د چین، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو سیمه ییزې ګټې او اندېښنې د طالبانو د مخالفانو د فعالیتونو د چټکېدو فضا تر بل هر وخت تنګوي.